Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اقتصاد وزارت: د لویو پروژو د تطبیق او کارونو پیل لپاره طرحې جوړې شوي

اقتصاد وزارت: د لویو پروژو د تطبیق او کارونو پیل لپاره طرحې جوړې شوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/02/24

د اقتصاد وزارت  د چهار شنبې پر ورځ د « ۱۴۰۰ کال د کب پر ۴ مه» د یوه خبري کنفرانس کې د تېرو شپږو میاشتو لاسته راوړنې له رسنیو سره شریکې کړې.

د یاد وزارت   ویاند  عبدالرحمن حبیب وايي،د کرنې، سرک جوړونې، رېل پټلۍ او اوبو مديريت برخه کې يې د لویو پروژو تطبیق لپاره یې طرحې جوړې کړي او په عملي کېدو به یې افغانستان له خراب اقتصادي حالته ووځي.

حبیب زیاته زیاته کړه:«اقتصاد وزارت په تېرو شپږو مياشتو کې د پراختيايي پروژو عمومي وضعیت او د پراختيايي پروژو مصرف تحلیل شوی دی. د کرنې انرژۍ،اوبو د مديرت، سرک جوړونې او اورګاډي پټلۍ په برخو کې د سترو ملي پروژو د لومړيتوب او انتخاب له پآره اساسي شخصونه ټاکل شوي دي، د اسلامي هیوادونو د همکارۍ سازمان په درې مجازي غونډو کې ګډون، د چین جاپان، ایران، ازبکستان او قطر په شمول له نورو هیوادنو سره ناستې لرل.» 

د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال  عبدالطیف نظري بیا وايي، د افغانستان زارعتي برخې تقويې ته پاملرنه په کار ده،ترڅو د افغانستان اقتصاد ولاړ څرخ حرکت وکړي. 

نظري زیاته کړه:« زارعت برخې ته ډېره توجه په کار ده. زموږ سروې او نتيجي ښيي،چې تخمني که ووایم،چې ۸۰ سلنه  اقتصاد پر زارعت باندې تکیه دی. يوازینی شی، چې ستونزمن دی، هغه دا دی،چې زارعت، مالدارۍ او باغدارۍ برخو ته  توجه نه ن

نظري  د اوسني خراب اقتصادي حالت لامل دغه برخه سياسي کول وبلل او په خبره يې اقتصاد او تجارت له سياست لرې او جلا ګڼل په کار دي. 

نظري زیاتوي:« موږ هڅه کوو،چې تجارت غیرې سیاسي کړو، په اوسني وخت کې غواړم،چې تجارت لپاره يوغیرې سیاسي تعریف وکړم، تېر کې زموږ ډېر تجارت،چې و هغه سياسي و، کوم کسان چې مخکې په واک کې ول، بدبختانه چې تجارت يې هم په واک کې نیولی وه.» 

د دغه وزارت د مالوماتو له مخې،د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ په اړه يې ديپلوماتیکي هلې ځل هم پیل کړي او هڅه کوي،چې پر کور دننه په خپل ځان د بسيا کېدلو لپاره طرحې جوړې او عملي کړي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی
اقتصاد

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې
اقتصاد

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
افغان – ایراني چارواکو د ټرانسپورټي همکاریو پر ډېرولو ټینګار کړی
اقتصاد

ازبېکستان د افغانستان او چین ترمنځ ټرانزیټي واټن کمولو هڅې پیل کړې

اپریل 14, 2026
نشنل انټرسټ: امریکا دې د اسلامي ‌امارت په رسمیت پېژندلو کې ځنډ نه کوي
اقتصاد

قزاقستان غواړي افغانستان سره د سوداګرۍ کچه ۳ میلیارد ډالرو ته لوړه کړي

اپریل 14, 2026
Construction Begins on $60 Million Joint Poultry Farm Investment in Balkh
اقتصاد

بلخ کې د ۶۰ میلیون ډالرو په ګډې پانګونې د چرګانو فارم جوړولو کار پيل شو

اپریل 1, 2026
صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې
اقتصاد

صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 1, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist