Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

عامې روغتیا وزارت د سرطان ناروغي مخنیوي نړیواله ورځ ونمانځله 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/02/07

 د فبورۍ ۶ د سرطان ناروغي د منخیوي نړیواله ورځ ده. دا ورځ د عامې روغتیا وزارت د مسوولینو او د روغتیا نړیوال سازمان استازو له خوا د یکشنبې پر ورځ د « ۱۴۰۰ کال د سلواغې پر ۱۷ مه » په روغتیا وزارت کې ونمانځل شوه.

  د عامې روغتیا وزارت د پلان او پالیسي مرستیال ډاکټر حسن غیاثي وايي، لا هم د نړۍ پر کچه هر کال له ۴۴ میلیونه ډېر کسان په سرطاني ناروغیو اخته کيږي،چې له ډلې یې ۱۰ میلیونه خلک خپل ژوند له لاسه ورکوي.

 غیاثي وايي، افغانستان کې هم هرکال ۴۰ زره کسان پر دې مرګونې ناروغۍ اخته کیږي،چې له  ۱۶ تر ۲۰ زرو کسانو ژوند اخلي.

 غیاثي له نړیوالو وغوښتل،چې د سرطان ناروغي د کنترول په برخه کې دې پر خپلو ژمنو عمل وکړي.

 هغه زیاته کړه:«  نړۍ کې هر کال څه باندې ۴۴ میلیونه کسان پر سرطان ناروغۍ اخته کېږي،چې له دې ډلې۱۰ میلیونه یې خپل ژوند له لاسه ورکوي. په افغانستان کې هم هر کال ۴۰ زره کسان په سرطان اخته کېږي، چې له منځه یې ۱۶ تر ۲۰ زرو ناروغان خپل ژوند له لاسه ورکوي.» 

ناسته  کې د روغتیا نړیوال سازمان استازو هم د سرطان ناروغي په تړاو خپلې اندېښنې شریکې کړې او غوښتنه یې وکړه،چې د دې مرګونې ناروغي د مخنیوي لپاره باید لازم تدابیر په پام کې ونیول شي.

د روغتیا نړیوال سازمان استازی  داکټر اختر محمد وايي:« په افغانستان کې په ۲۰۱۸ کال کې نوي زره پېښې ثبت شوي،چې له دې ډلې ۱۴زره کسان مړه شوي. که اوس هم د ځينو ادارو له خوا اقدمات ونیول شي،تر ډېره به د دې ناروغۍ له امله د مړینې مخنیوی وکړي. دا تدابیر حکومت، بېلابېل بنسټونه او ډونران نیولی شي.» 

د فبورۍ شپږمه د سرطان ناروغي د مخنیوي نړیواله ورځ په افغانستان کې داسې مهال نمانځل کېږي، چې د ټول هېواد پر کچه د سرطاني ناروغیو د درملنې او تشخیص یو مرکز فعال دی او ډېری ناروغان اړ کېږي،چې د درملنې لپاره نورو هېوادونو ته ولاړ شي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي
روغتیا

مسوولین: کامدېش او برګمټال کې د درملو کمښت ستونزه نه شته

اپریل 20, 2026
جلالي: هند د افغانستان لپاره د درملو برخه کې د پاکستان ښه بدیل دی
روغتیا

جلالي: د زونونو په کچه د سرطاني ناروغیو ځانګړي روغتونونه جوړېږي

اپریل 20, 2026
په ختیځ زون کې ۱.۳ میلیونه ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکول کېږي
روغتیا

ختیځ کې د ګوزڼ واکسین بې ځایه شویو ته له ځانګړې پاملرنې سره مل، پیل شو

اپریل 13, 2026
جلالي: ځینو ولایتونو کې ماشومان لاهم د ګوزڼ بشپړ واکسین ته لاسرسی نه لري
روغتیا

جلالي: ځینو ولایتونو کې ماشومان لاهم د ګوزڼ بشپړ واکسین ته لاسرسی نه لري

مارچ 12, 2026
عامې روغتیا وزارت: د درملو لپاره د مناسبو بیو ټاکلو لایحه چمتو شوې
روغتیا

عامې روغتیا وزارت: د درملو لپاره د مناسبو بیو ټاکلو لایحه چمتو شوې

فبروري 17, 2026
خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي
روغتیا

خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي

فبروري 11, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist