Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کابل: د اندرا ګاندي روغتون کې د ماشومانو زړه عملیاتو څانګه پرانېستل شوه

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/02/01

د کابل په اندراګاندي  روغتون کې نن  سه شنبه د «۱۴۰۰ کال د سلواغې پر ۱۲ مه» د ماشومانو زړه عملیاتو څانګه پرانېستل شوه او په کار یې پيل وکړ. 

مسوولین وایي، دا چاره باید په ۲۰۱۲ کال کې بشپړه شوې وای، خو په خبره یې په تیرو ۲۰ کلونو کې د فساد او روغتیا برخې ته د نه پاملرنې له امله پر ټپه ولاړه وه،چې اوس د اسلامي امارت په راتګ سره یې چارې ګړندۍ او فعالیت یې پیل کړ.

د زړه  عملیاتو برخې مشر ډاکتر عجب ګل مومند وايي:«  د فساد د شتون له امله او یا بل هر علت چي و، په هغه موده کې موږ ونه شو کړای،چې دغه فعالیتونه ترسره کړو، نو وروسته له هغې نه چې تحول راغی او اسلامي امارت راغی بیا له سره هلې ځلې پیل شوې. شااوخوا یوه اوونۍ کېږي،چې له سره مو خپل فعالیت پیل کړ او یو مریض مو عملیات کړ او بل مو په پلان کې دی.» 

عامې روغتیا وزارت وایي، ژمن دي،چې په هره برخه کې پیاوړې څانګې پرانیزي او خپلو هېوادوالو ته با کیفیته او معیاري خدمات وړاندې کړي.

د یاد وزارت مسوولین وايي، هڅې یې پیل کړي،چې له نورو برخو سربېره د روغتیا برخه کې افغانستان په ځان بسیا شي او د نورو له اجتیاج وژغورل شي.

د عامې روغتیا وزارت مرستیال عبدالباري وايي:« د وزیر اکبر خان روغتون کې مو د ارتروسکوپي او ارترو پلاستي څانګه افتتاح کړه. نن مو د صحت طفل روغتون کې د ماشومانو د زړه د عملیات څانګه پرانېستله. دغسې به ورو ورو مخکې روان یوو، په پوره  ژمنتیا به کار به کوو.» 

ډاکتر حسن غیاثي وايي:«باید یو بل ته لاس ورکړو او بهرنیو ته د امید سترګې ونه لرو،ځکه هغوی که یوه روپۍ مرسته هم کوي خپل اهداف ورته لومړیتوب لري او په تیرو شلو کلونو کې یې که مرسته هم کړې مثبته پایله یې لېدل شوې نه ده.»  

عامې روغتیا وزارت وایي،د زړه  عملیاتو د څانګې برخه کې د شته ستونزو اواري ته ژمن دي او نوي کال کې به لا پرمختګ وکړي.

د عامې روغتیا وزارت د معالجوي طب برخې مشر سیر پاڅون وايي:« ځینې ستونزې موجودې دي، چې ان شاء الله تر راتلونکي وري میاشتې پورې به حل شي او بیا له هغې وروسته موږ کولی شو ټول قلبي امراض مدلته عملیات او تداوي کړو.» 

هغه وايي، ټول هېوادوال نور اړتیا نه لري،چې د زړه ناروغ ماشومان د درملنې لپاره له هېواده بهر بوځي او لوړ لګښت پرې وکړي، بلکې کولی شي،صحت طفل یا اندراګاندي روغتون ته یې یوسي او درملنه یې وکړي. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي
روغتیا

مسوولین: کامدېش او برګمټال کې د درملو کمښت ستونزه نه شته

اپریل 20, 2026
جلالي: هند د افغانستان لپاره د درملو برخه کې د پاکستان ښه بدیل دی
روغتیا

جلالي: د زونونو په کچه د سرطاني ناروغیو ځانګړي روغتونونه جوړېږي

اپریل 20, 2026
په ختیځ زون کې ۱.۳ میلیونه ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکول کېږي
روغتیا

ختیځ کې د ګوزڼ واکسین بې ځایه شویو ته له ځانګړې پاملرنې سره مل، پیل شو

اپریل 13, 2026
جلالي: ځینو ولایتونو کې ماشومان لاهم د ګوزڼ بشپړ واکسین ته لاسرسی نه لري
روغتیا

جلالي: ځینو ولایتونو کې ماشومان لاهم د ګوزڼ بشپړ واکسین ته لاسرسی نه لري

مارچ 12, 2026
عامې روغتیا وزارت: د درملو لپاره د مناسبو بیو ټاکلو لایحه چمتو شوې
روغتیا

عامې روغتیا وزارت: د درملو لپاره د مناسبو بیو ټاکلو لایحه چمتو شوې

فبروري 17, 2026
خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي
روغتیا

خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي

فبروري 11, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist