Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

روغتیاپالان: د زېږون پر مهال د مور او ماشوم مړېنې کچه  لوړه شوې 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/01/26

د نسايي او ولادي برخې  یو شمېر روغتياپالانې وايي،په افغانستان کې فقر او بې وزلۍ  پر خوارځواکۍ او د زېږون پرمهال د مور او ماشوم د مړینې کچه لوړه کړې.

په ورته وخت کې دوی وايي، په دې وروستیو کې د بې مودې ناروغو ماشومانو شمېر هم ورسره زیات شوی دی.

 دوی له مودې وړاندې د ماشوم زېږیدو او ناروغۍ لامل په افغانستان کې فقر او بې وزلي په ګوته کوي، چې میندې ښو خوړو ته لاسرسۍ نه لري او ډېری ماشومان مړه کېږي.

د یوه خصوصي روغتون  د نسايي او ولادي برخې  روغتیاپاله نظیفه افغان وايي:«  مور خپله ضعیفه ده. مور کمزورې ده. کافي خوراکي توکي مور ته نه رسیږي. ډېری میندې پرلپسې زېږون کوي او هغه دمه چې د ولادتونو تر منځ ده، هغه نه مراعت کوي. ماشوم یې ډېر کوچنی وي. مور شیدې ورکوي. د بېلګې په توګه، دوه میاشتنی ده. درې میاشتنی ده یا ۴۰ ورځې یې پوره شوې دي. ښځه بیا حمل اخلي.» 

نظیفه افغان وايي، په ډېری روغتونونو کې روغتیايي خدمات کم او که وضیعت همداشان دوام وکړي، د زېږون پرمهال به  د مور او ماشوم د مړینې کچه به نوره هم لوړه شي.

افغان زیاتوي:« د ماشومانو مړینه زیاته شوې،ان تر دې چې کومه احصایه چې یونیسېف ورکړې، د ماشومانو مړینه هم په کې زیاته ښودل شوې او د ښځو هم.  د بېلګې په ډول له  ۱۰۰ زرو ښځو ۶۵۷ ښځې د ولادت پر مهال مړې شوي. دا په افغانستان کې ډېره لوړه شمېره ده او ماشومان هم د مړینې له  پلوه په نړۍ کې درېیم ځای لري. د میندو د مړینې لوی لامل وینه بهېدنه یا پاسپارتم اېم. اور. اېچ یا تر زېږون وروسته وینه بهېدنه ده.» 

د ملګرو ملتونو لپاره د ماشومان د ملاتړ صندق یا یونسف هم د کابل په اندراګاندي روغتون کې د ماشومانو او روغتیا پالانو پر وضیعت اندېښنه ښودلې ده.

نظیفه افغان د یونسف اندېښنه پر ځای بولي او له نړیوالو غواړي،چې په دې برخه کې د افغانانو لاسنیوی وکړي.

هغې زیاته کړه:« موږ په افغانستان کې ډېری ماشومان تر زېږون وروسته، ۸۰ سلنه یې د اسهالاتو او ځینې نور یې دا چې پریمچور لېبر دي ښځه پریمچور لېبر ده او ماشوم پریمچور یا تر وخت دمخه زېږون کوي، له لاسه ورکوو، دا لوړه شمېره ده او یونسېف افغانستان ته تر مرکزي او سویلي افریقا وروسته درېیم ځای ورکړی دی.» 

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاټر صندق یا یونیسف د اټکل له مخې،که د ماشومانو لپاره جدي اقدامات ونه شي، له یو میلیون زیات ماشومان به له خوارځواکۍ سره مخ شي.  

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي
روغتیا

مسوولین: کامدېش او برګمټال کې د درملو کمښت ستونزه نه شته

اپریل 20, 2026
جلالي: هند د افغانستان لپاره د درملو برخه کې د پاکستان ښه بدیل دی
روغتیا

جلالي: د زونونو په کچه د سرطاني ناروغیو ځانګړي روغتونونه جوړېږي

اپریل 20, 2026
په ختیځ زون کې ۱.۳ میلیونه ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکول کېږي
روغتیا

ختیځ کې د ګوزڼ واکسین بې ځایه شویو ته له ځانګړې پاملرنې سره مل، پیل شو

اپریل 13, 2026
جلالي: ځینو ولایتونو کې ماشومان لاهم د ګوزڼ بشپړ واکسین ته لاسرسی نه لري
روغتیا

جلالي: ځینو ولایتونو کې ماشومان لاهم د ګوزڼ بشپړ واکسین ته لاسرسی نه لري

مارچ 12, 2026
عامې روغتیا وزارت: د درملو لپاره د مناسبو بیو ټاکلو لایحه چمتو شوې
روغتیا

عامې روغتیا وزارت: د درملو لپاره د مناسبو بیو ټاکلو لایحه چمتو شوې

فبروري 17, 2026
خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي
روغتیا

خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي

فبروري 11, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist