Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

عامې روغتیا وزارت: نړیوال بانک او نور نړیوال بنسټونه دې د روغتیا برخه نه سیاسي کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/01/01

 د افغانستان عامې روغتیا وزارت مرستیال  ډاکټر عبدالباري  د شنبې پر ورځ د «۱۴۰۰ کال د مرغومې پر ۱۱ مه» د یوه خبري کنفرانس پر مهال وویل، نړیوال بانک او نورو سازمانونو ژمنه کړې وه،چې افغانستان کې به د روغتیا برخه نه سیاسي کوي او تر ۲۰۲۴ کال پورې به افغانستان سره مرستې کوي، خو د اسلاميامارت واکمنېدو سره نړیوال بانک او یو شمېر نورو نړیوالو سازمانونو،چې له روغتیا برخې یې مالي ملاتړ  کاو، په خپلو ژمنو نه دي درېدلي او مرستې یې بندې کړي دي.

عمر وايي، په دغه کار سره افغانستان کې روغتیا برخه له ستونزو سره مخ ده او دوی په ډېرو کمو امکاناتو ډېر څه کړي او کوي یي.

 عمر زیاته کړه:« خپلې هغه ژمنې چې هغه یې دلته زموږ له خلکو سره درلودې، کله یې چې دا مرستې بندې کړې او په خپلو تعهداتو ونه درېدل، نو د دغه مرستو د بندېدو له امله دلته یو بحراني حالت رامنځته شو. که چېرې دوی د تېر نظام په وخت کې هم دغه مرستې بندې کړې وای، هلته هم دغه حالت رامنځته کېده، دا معلومه خبره ده.»

په ورته وخت کې عمر وايي،  درې نیم میلیونه روږدي کسان،چې د درملنې برخه کې یې هېڅ هېواد او سازمان ورسره مرسته نه کوي، دوی یې په اوس په کمو امکاناتو درملنه کوي.

عمر زیاته کړه:«درې نیم میلیون روږدي کسان لرو. درې نیم میلیونه روږدي د تیر نظام او د دیموکراسۍ او اشغال ډالۍ ده. زموږ هېواد ته، که هره ورځ یو روږدی کس تر درې ډالر پورې لګښت ولري روزانه موږ لس اعشاریه پنځه میلیون ډالر د روږدو په وسیله سوځوو.»

د کورونا وبا مخنیوي برخه کې د وزارت مالومات دا دي،چې تر اوسه پورې د دغه وېروس نوې بڼه افغانستان کې نه ده ثبت شوې، خو دوی یې د مخنیوي لپاره هڅې پیل کړي دي.

عمر زیاتوي:« نړیوال بانک دلته تعهدات درلود، چې تر ۲۰۲۴ کال پورې به دغه روغتونونه فعال ساتي، خو کله چې اسلامي امارت د هېواد په سل سلنه خاوره حاکم شو او دلته یو اسلامي او شرعي نظام اعلان شو، جنګ ختم شو،سوله راغله او خلک ارام شول، نو نړیوال بانک اعلان وک، چې موږ به د نورو پروژو ترڅنګ د کویډ ۱۹ پروژه هم نوره نه تمویل کوو، چې په هېواد کې دلته دننه د مالیې وزارت له خوا ورته بودیجه نه وه تخصیص شوې پیسې موجودې نه وې او هلته نړیوال بانک خپلې مرستې بندې کړې.» 

عامې روغتیا وزارت وایي، ۳ اعشاریه ۲ میلیون ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ دي او بې کیفیته درمل، پوره خوړو ته نه لاسرسی، فقر، د جګړې اغیزې او ماشوم ته د شیدو ورکړې برخه کې د میندو ناپوهي یې لوی لاملونه وبلل.

 هغه وايي:«موږ درې اعشاریه دوه میلیون ماشوما، چې عمرونه یې له پنځه کلونو کم دي،په دغه برخه کې لرو،چې له خوراځواکۍ  سره لاس او ګرېوان دي، ۷ سوه زره میندې مو خوارځواکۍ سره مخ دي، دا هم د اشغال او دیموکراسۍ ډالۍ و، چې موږ ته یې پرېښوده.»

افغانستان کې د سرطان درملنې برخه کې هم ستونزې شته،چې یوازې په جمهوریت روغتون کې یو وارډ په نشت امکاناتو روان دی.

عامې روغتیا وزارت هڅې پیل کړي،چې د شعاع ورکولو مرکز جوړ کړي او دې برخه کې فوق تخصص روغتون ولري.

هغه زیاته کړه:« غوښینه برخه هغه د سرطان برخه ده،چې په دې برخه کې ناروغان ډېر زیات مصارف کوي او له خپل جېب یې کوي. موږ به د رادیو ترافي سیستم دلته فعال کړو او په دې اړه مو له یو شمېر هېوادونو او سازمانونو سره خبرې کړې دي، ترڅو په هېواد کې دننه د رادیو ترافي یا د شعاع ورکونې مراکز پرانیزو.» 

عامې روغتیا وزارت وایي، د کورونا وبا ضد واکسین برخه کې د ۲ میلیون ډوزه پر کچه د مرستې ژمنه شوې،چې د روان ۲۰۲۲ کال د لومړۍ میاشتې تر پایه به را ورسېږي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي
روغتیا

مسوولین: کامدېش او برګمټال کې د درملو کمښت ستونزه نه شته

اپریل 20, 2026
جلالي: هند د افغانستان لپاره د درملو برخه کې د پاکستان ښه بدیل دی
روغتیا

جلالي: د زونونو په کچه د سرطاني ناروغیو ځانګړي روغتونونه جوړېږي

اپریل 20, 2026
په ختیځ زون کې ۱.۳ میلیونه ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکول کېږي
روغتیا

ختیځ کې د ګوزڼ واکسین بې ځایه شویو ته له ځانګړې پاملرنې سره مل، پیل شو

اپریل 13, 2026
جلالي: ځینو ولایتونو کې ماشومان لاهم د ګوزڼ بشپړ واکسین ته لاسرسی نه لري
روغتیا

جلالي: ځینو ولایتونو کې ماشومان لاهم د ګوزڼ بشپړ واکسین ته لاسرسی نه لري

مارچ 12, 2026
عامې روغتیا وزارت: د درملو لپاره د مناسبو بیو ټاکلو لایحه چمتو شوې
روغتیا

عامې روغتیا وزارت: د درملو لپاره د مناسبو بیو ټاکلو لایحه چمتو شوې

فبروري 17, 2026
خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي
روغتیا

خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي

فبروري 11, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist