Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

عامې روغتیا وزارت: هېواد کې د کورونا وبا ګواښ په کمېدو دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2021/12/29

د افغانستان عامې روغتیا وزارت  وايي، په هېواد کې د کورونا و با ګواښ په کمېدو دی او ورځ بلې ته په مثبتو پېښو کې کموالی راځي.

د یاد وزارت ویاند ډاکټر جاوید هژیر  د کورونا وبا د مثبتو پېښو د کچې ټېټېدو لامل واکسين یادوي او زیاتوي،چې د واکسینو ویش اوس هم دوام لري.

هژير‌ زیاته کړه:« د واکسینو   د لړۍ له پايله تر اوسه پورې اوه ميلیونه او څلور سوه زره کسان واکسن شوي دي،چې له دې جملې يې دوه میلیونه او اوه سوه زره کسان د اسلامي امارت له راتلو وروسته واکسين شوي دي. د واکسينو پروسه اوس عملاُ جریان لري او هره ورځ نږدې نهه زره کسانو ته واکسين کېږي.»

جانسن اینډ جانسن، اسټرازينيکا او ساینو فارم د کورونا  و با ضد هغه واکسينونه دي،چې د هند، چین او امریکا  له خوا د افغانستان عامې روغتیا وزارت سره مرسته شوي او میلیونونه کسانو ته  تطبیق شوي دي.

هژیر د کورونا وبا ضد واکسینو له تطبيق سره سره له خلکو غواړي،چې د روغتياپالانو سپارښتنې عملي کړي.

هغه زیاته کړه:« له عامې روغتیا وزارت سره تر اوسه پورې درې ډوله واکسينونه موجود دي،چې جانسن اينډ جانس، استرازينيکا او ساینوفارم او غوښتنه مو له خلکو دا ده،چې له کورونا وبا  سره د مبارزې يوه لاره د واکسين اخېستل او روغتيايي سپارښتنې عملي کړي.»

عامې روغتیا وزارت داسې مهال د کورونا وبا د مهارولو خبر ورکوي،چې د افغانستان د ګاونډیانو په شمول د نړۍ ګڼو هېوادونو کې د  کورونا وبا  نوې بڼه په خپرېدو ده.

ShareTweetShareSendSend

Related News

خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي
روغتیا

مسوولین: کامدېش او برګمټال کې د درملو کمښت ستونزه نه شته

اپریل 20, 2026
جلالي: هند د افغانستان لپاره د درملو برخه کې د پاکستان ښه بدیل دی
روغتیا

جلالي: د زونونو په کچه د سرطاني ناروغیو ځانګړي روغتونونه جوړېږي

اپریل 20, 2026
په ختیځ زون کې ۱.۳ میلیونه ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکول کېږي
روغتیا

ختیځ کې د ګوزڼ واکسین بې ځایه شویو ته له ځانګړې پاملرنې سره مل، پیل شو

اپریل 13, 2026
جلالي: ځینو ولایتونو کې ماشومان لاهم د ګوزڼ بشپړ واکسین ته لاسرسی نه لري
روغتیا

جلالي: ځینو ولایتونو کې ماشومان لاهم د ګوزڼ بشپړ واکسین ته لاسرسی نه لري

مارچ 12, 2026
عامې روغتیا وزارت: د درملو لپاره د مناسبو بیو ټاکلو لایحه چمتو شوې
روغتیا

عامې روغتیا وزارت: د درملو لپاره د مناسبو بیو ټاکلو لایحه چمتو شوې

فبروري 17, 2026
خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي
روغتیا

خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي

فبروري 11, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist