Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د کندهار ښاریان: د زیات ورښت له امله ستونزو سره مخ یو 

د کندهار صرافانو ټولنه: بهر ته دې د ډالرو  قاچاق مخه ونيول شي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2021/12/20

په کندهار ولایت کې د  صرافانو ټولنه وايي،له کلونو راهيسي ګاونډيو هېوادونو ته ډالر په قاچاقي ډول وړل کیږي، چې له امله یې هېواد کې د پولي معاملاتو ثبات ته زيان اړولی.

 

د یادې ټولنې مشر حاجي قندي آغا وايي، دا مهال، چې د افغانستان شتمني کنګل شوې او لاهم ګاونډيو هېوادونو ته د ډالرو قاچاق روان دی، ټول زيان يې  افغانانو ته رسيږي.

قندي آغا له اسلامي امارته غواړي،چې بهر ته دې د ډالرو قاچاق مخه ونیسي.

قندي آغا زیاتوي:«ګاونډیو هېوادونو ته د ډالرو قاچاق ستونزه پیدا کړې، اوس وخت کې چې افغانستان بانک بازار ته د ډالرو فروشات نه لري، له بلې خوا د افغانستان سرمایه کنګل شوې ده، نو په همدې خاطر چې اوس کوم قاچاق کېږي، هغه زموږ پر بازارونو باندې ناسم اغیز کړی دی.»

په کندهار کې د افغانستان بانک مسوولين، د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست او د ولایت مقام د رسنيو مسوولين په دې اړه زموږ سره خبرو کولو ته حاضر نه شول، خو عام خلک له اسلامي امارته غواړي،چې د افغانيو د ارزښت او بیو د کنټرول لپاره د ډالرو د قاچاق مخه ونيسي.

د کندهار ښار یو تن اوسېدونکی عزت الله وايي:« د ډالرو د قاچاق مخنیوی باید وشي، اوسنی کاروبار ټول پر ډالرو دی،که خوراکي توکي دي او یا د سون توکي دي، دا پر ډالرو اخېستل کېږي، نو دا ډېر سخت زیان لري، ځکه زموږ ډالر ټول نورو هیوادونو ته قاچاق کېږي.»

د امريکا له خوا د افغانستان د شتمنۍ له کنګل کېدو سره سم په هېواد کې بانکی فعاليتونه او سوداګري محدوده شوې،چې له امله یې د خوراکي توکو بيې لوړې شوي او خلک له اقتصادي ناخوالو سره مخ شوي دي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی
اقتصاد

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې
اقتصاد

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
افغان – ایراني چارواکو د ټرانسپورټي همکاریو پر ډېرولو ټینګار کړی
اقتصاد

ازبېکستان د افغانستان او چین ترمنځ ټرانزیټي واټن کمولو هڅې پیل کړې

اپریل 14, 2026
نشنل انټرسټ: امریکا دې د اسلامي ‌امارت په رسمیت پېژندلو کې ځنډ نه کوي
اقتصاد

قزاقستان غواړي افغانستان سره د سوداګرۍ کچه ۳ میلیارد ډالرو ته لوړه کړي

اپریل 14, 2026
Construction Begins on $60 Million Joint Poultry Farm Investment in Balkh
اقتصاد

بلخ کې د ۶۰ میلیون ډالرو په ګډې پانګونې د چرګانو فارم جوړولو کار پيل شو

اپریل 1, 2026
صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې
اقتصاد

صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 1, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist