Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د درملو واردوونکو شرکتونو ته د روغتیا وزارت خبرداری؛ کیفیت او معیار ته پاملرنه وکړئ

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2021/12/16

په کابل کې نن پنج شبنه د « ۱۴۰۰ کال د لېندۍ پر ۲۵ مه» د معیاري روغتیايي  چوپړتیاوو وړاندې کولو په موخه د خصوصي سکتور او عامې روغتیا وزارت ترمنځ ناسته وشوه.

په ناسته کې عامې روغتیا وزارت مرستیال ډاکټر عبدالباري عمر  د درملو واردونکو شرکتونو ته ګواښ وکړ که له دې وروسته معیار او کیفیت په پام کې ونه ونیسئ، شرکتونه به یې وروتړي او مسوولین به یې عدلې او قضایي ارګانونو ته وروپېژني.

عمر له  شرکتونو وغوښتل،چې په مارکیټ کې د داخلي تولید ته هم پاملرنه وکړي او په هغه صورت کې واردات وکړي،چې اړتیا دلته پوره نه شي.

عمر زیاته کړه:« هغه څوک،چې په دې برخه کې خیانت کوي او د طبي معیارونو مطابق خپل کار مخته نه بیایي، که شرکت لري شرکت به یې بندېږي، که درملتون لري،هغه به بندیږي، که پلورنځی یا روغتون لري، هغه به بندېږي او که تشخیصیه مرکز ولري،هغه به بندېږي.»

وزارت د درملو واردونکو ته وویل، خپل هېواد او ولس ته دې ژمن پاتې شي او د درمل ساتلو ګدامونه دې معیاري کړي.

وزارت غیر معیاري  چوپړتیاوې ستره ننګونه وبلله او زیاته یې کړه،چې تردې مهاله یې ګڼ شمېر غیرمعیاري روغتونونه او درملتونونه تړلي دي.

د عامې روغتیا وزارت اداري مرستیال محمد اسحق عاصم وايي:« دا ټولنې ته وایمه کوالټي کنټرول باندې کارونه نه کنټرولېږي، که هر یو دا خپل ضمیر او فکر کوالټي کنټرول کړو بس کار جوړ دی، تر څو به یې کوالټي کنټرول وڅاري او کوم شی به وڅاري، نو راځئ دا خپل فکر کوالټي کنټرول کړو.»

د درملو واردونکو ټولنې ژمنه وکړه،چې ټولو قوانینو ته به غاړه ږدي، معیار او کیفیت ته به پوره پاملرنه کوي.

دوی خپلې ځینې ستونزې او وړاندیزونه هم له اسلامي امارت سره شریک کړل،چې هغوی یې د حل ژمنه وکړه.

د درملو واردونکو ټولنې مرستیال میراجان قانع وايي:« هر مثبت پلان چې عامې روغتیا وزارت او د دوا او غذا ملي اداره د اصلاح لپاره ونیسي،موږ یې منو او ملاتړ یې کوو، موږ هم نه غواړو،د هغو شرکتونو دفاع وکړو،چې د خلکو په سترګو کې خاورې شیندي.»

عامې روغتیا وزارت وایي، په هر ګمرک او دروازه کې به د معیاري چوپړتیاوو په موخه لابراتوار ځای پر ځای کړي  او له ټولو به دقیق څار کوي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي
روغتیا

مسوولین: کامدېش او برګمټال کې د درملو کمښت ستونزه نه شته

اپریل 20, 2026
جلالي: هند د افغانستان لپاره د درملو برخه کې د پاکستان ښه بدیل دی
روغتیا

جلالي: د زونونو په کچه د سرطاني ناروغیو ځانګړي روغتونونه جوړېږي

اپریل 20, 2026
په ختیځ زون کې ۱.۳ میلیونه ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکول کېږي
روغتیا

ختیځ کې د ګوزڼ واکسین بې ځایه شویو ته له ځانګړې پاملرنې سره مل، پیل شو

اپریل 13, 2026
جلالي: ځینو ولایتونو کې ماشومان لاهم د ګوزڼ بشپړ واکسین ته لاسرسی نه لري
روغتیا

جلالي: ځینو ولایتونو کې ماشومان لاهم د ګوزڼ بشپړ واکسین ته لاسرسی نه لري

مارچ 12, 2026
عامې روغتیا وزارت: د درملو لپاره د مناسبو بیو ټاکلو لایحه چمتو شوې
روغتیا

عامې روغتیا وزارت: د درملو لپاره د مناسبو بیو ټاکلو لایحه چمتو شوې

فبروري 17, 2026
خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي
روغتیا

خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي

فبروري 11, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist