Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
هرات کې د خوراکي توکو بیو کې کموالی راغلی 

کندهار کې خلک د خوراکي او سون توکو لوړو بیو پر روانۍ ناروغۍ د اخته کېدو ګواښ سره مخ کړي 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2021/12/15

د کندهار ولایت یو شمېر اوسېدونکي وايي،سوړ ژمی، وزګارتیا او د خوراکي او سون  توکو لوړو بیو یې خوبونه تښتولي دي.

دوی وايي، که د روان اقتصادي بحران مخه ونه نيول شي،د لوږې له یوه لوی ناورین سره به مخ شي.

د کندهار ښار اوسېدونکی محمد ولي دا مهال د دغه ښار په یوه برخه کې د نانوايي کې کار کوي. 

ولي وايي، د اوړو لوړو بیو ځکه د نانوايي تړلو ته اړ کړی، چې په وینا یې، که د ډوډۍ بیه لوړه کړي، پېرېدونکي له لاسه ورکوي او که یې د پخوا پر بیه وپلوري، د ګټې پر ځای به دروند زیان وکړي.

ولي وايي:« زه اوس حیران یم، چې نانوايي بنده کړم او که. دې لوړو بیو له  زموږ لاره ورکه کړې ده. که ډوډۍ پر لوړه بیه پلورو،مشتریان له لاسه ورکو او که بیه  لوړه نه کړو، د ګټې پر ځای به تاون منم.»

عبدالسلام بیا د کندهار ښار په یوه بله برخه کې د سړک پر غاړه د پنچرمینۍ یوه وړه غرفه لري.

 هغه وايي،که ټوله ورځ هم کار وکړي،خپلې کورنۍ ته د ماښام لپاره ډوډۍ نه شي ګټلی.

د عبدالسلام په خبره، دغه حالت یې د شپې خوب تښتولی دی.

 هغه زیاته کړه:« باور وکړئ،چې ټوله ورځ کار هم وکړم، تر ماښامه زه ۲۰۰ یا ۳۰۰ پیدا کړم، خو زما د کورنۍ ورځني مصارف تر ۶۰۰ هم ډېر دي. نوره ټوله ګزاره مې په پور ده. دغه حالت مې اوس نژدې دی، چې لېونی کړي.»

عام خلک د لوړو بیو پړه پر هټۍ والو وراچوي، خو هټۍ وال بیا وايي، دوی اړ دي، چې له ګاونډیو هېوادونو توکي پر ډالرو وپېري او د افغانۍ پر وړاندې د ډالرو لوړېدل، د دې لامل شوی، چې د توکو بیې لوړې شي.

کندهار ښار کې یو تن هټۍ وال جمال الدین وايي:« خلک موږ هټۍ وال پړه بولي. وايي، هټۍ وال بیې لوړوي،خو موږ پړه نه یو. موږ ټول عمده توکي پر ډالرو اخلو، خو د ډالرو بیې د افغانیو پر وړاندې دې لوړه شوې.موږ اړ یو،چې بیېلوړې کړو.» 

اخوا د  کندهار ښاروالۍ ویاند زمری څرګند بیا د  بیو  په کنټرول کې د خپلو هڅو خبره کوي.

څرګند زیاتوي:« موږ په دې اړه له مسوولینو، کسبکارانو، سوداګرو او نورو چارواکو سره لیدنې پیل کړي،په دې هڅه کې یو،چې څنګه کولای شو، بیې مهار کړو.» 

د ملګرو ملتونو خوړو نړیوال سازمان ویلي، د افغانستان نږدې ۵۰ سلنه خلک له لوږې سره مخامخ دي او که چېرې بېړنۍ مرستې ونه شي،روان ژمی ګواښونکی دی.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی
اقتصاد

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې
اقتصاد

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
افغان – ایراني چارواکو د ټرانسپورټي همکاریو پر ډېرولو ټینګار کړی
اقتصاد

ازبېکستان د افغانستان او چین ترمنځ ټرانزیټي واټن کمولو هڅې پیل کړې

اپریل 14, 2026
نشنل انټرسټ: امریکا دې د اسلامي ‌امارت په رسمیت پېژندلو کې ځنډ نه کوي
اقتصاد

قزاقستان غواړي افغانستان سره د سوداګرۍ کچه ۳ میلیارد ډالرو ته لوړه کړي

اپریل 14, 2026
Construction Begins on $60 Million Joint Poultry Farm Investment in Balkh
اقتصاد

بلخ کې د ۶۰ میلیون ډالرو په ګډې پانګونې د چرګانو فارم جوړولو کار پيل شو

اپریل 1, 2026
صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې
اقتصاد

صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 1, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist