Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کارپوهان: که ا مریکا غواړي،چې نړۍ کې ترهګري له منځه لاړه شي پر پاکستان دې فشار راوړي

امریکا د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ له ازادولو انکار وکړ 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2021/12/15

د امریکا  سپینې مانۍ ویاندې جن ساکي د سې شنبې پر ورځ د «۱۴۰۰ کال د لېندۍ پر ۲۳ مه»  په یوه خبري کنفرانس کې وویل،امریکا تر اوسه پورې ډاډه نه ده،چې دغه نهه اعشاریه پنځه میلیارده ډالر څه ډول د افغانانو پر ځای د طالبانو لاسته نه لوېږي او د خپلې پرېکړې لپاره یې درې دلایل وړاندې کړل.

ساکي زیاته کړې:« لومړی، د سپټمبر یوولسې قربانیانو کورنیو غوښتنه کړې ده، دا دعوا مهمه ده. دویم، امریکا لا هم طالبان د ترهګرې ډله په توګه پیژني او د دوی ځینې غړي د ملګرو ملتونو په تور نوملړ کې دي. درېیم، امریکا لا هم ډاډه نه ده،چې دا پیسې به څنګه عامو افغانانو ته ورکول کېږي او د طالبانو لاسونو ته به نه ځي.»

د واشنګټن دغې پرېکړې افغانان اندېښمن کړي او د دغو پیسو د خلاصولو او پر افغانستان د اقتصادي بندیزونو ختمولو لپاره له د امریکا او اسلامي‌امارت ترمنځ په تعامل ټینګار لري.

د اقتصادي چارو کارپوه محمد نبي افغان وايي:« یوازنۍ حل لاره زما په نظر د نړیوالو امریکا سره تعامل او د هغوی مشروع غوښتنو پوره کول دي،چي دافغانستان په زیان نه وي، ځکه پرته له هغې هېڅ ډول لاره پاتې نه ده،چي د افغانستان کنګل شوي پیسې خوشي کړي.»

د یو شمېر نورو په باور که د افغانستان کنګل شوې  پانګه ازده نه شي او لګېدلي بندیزونه په همدې شکل دوام وکړي،روان بشري ناورین به نه یوازې سیمې بلکې د امریکا لپاره هم سرخوږی جوړ کړي.

اقتصادي چارو کارپوه عبدالنصیر رښتیا وايي:« که امریکا خپلي دغې کړنې ته دوام ورکړي اصلي زیان به امریکا وګوري او وروسته د سیمي ګاوندي هېوادونه،ځکه دلته خلک په بد اقتصادي حالت کي دي اوغواړي د ژوند کولو لپاره ګاونډیو هېوادونو ته ولاړ شي.»

واشنګټن داسې مهال نړیوالو بانکونو کې د افغانستان پانګې له ازادولو انکار کوي،چې پر افغانستان د امریکا او نړیوالو له خوا د لګېدلو بندیزونو له امله میلیونونه افغانان له لوږې سره مخ دي او د افغانستان مالي او بانکي نظام مخ پر سقوط دی.

ShareTweetShareSendSend

Related News

ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی
اقتصاد

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې
اقتصاد

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
افغان – ایراني چارواکو د ټرانسپورټي همکاریو پر ډېرولو ټینګار کړی
اقتصاد

ازبېکستان د افغانستان او چین ترمنځ ټرانزیټي واټن کمولو هڅې پیل کړې

اپریل 14, 2026
نشنل انټرسټ: امریکا دې د اسلامي ‌امارت په رسمیت پېژندلو کې ځنډ نه کوي
اقتصاد

قزاقستان غواړي افغانستان سره د سوداګرۍ کچه ۳ میلیارد ډالرو ته لوړه کړي

اپریل 14, 2026
Construction Begins on $60 Million Joint Poultry Farm Investment in Balkh
اقتصاد

بلخ کې د ۶۰ میلیون ډالرو په ګډې پانګونې د چرګانو فارم جوړولو کار پيل شو

اپریل 1, 2026
صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې
اقتصاد

صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 1, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist