Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کارپوهان: بهرنۍ استخباراتي کړۍ نه غواړي افغانستان کې سوله ټېنګه شي 

کابل ښاریان: بې روزګارۍ او د ژمې سړې هوا اندېښمن کړي یو 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2021/12/05

د کابل ښار اوسېدونکي او  مرستندویه بنسټونه له نړيوالو غواړي،چې د خوراکي توکو سربېره دې د درملو برخه کې هم مرسته وکړي. 

افغانستان کې د بشري مرستو د تنظيم او توضېع کميسیون مشر شرف الدین مسلم هم وايي، نړيوال او مرستندويه ادارې دې له خوراکي توکو سربېره روغتيايي برخې هم ته پاملرنه وکړي. 

مسلم زیاته کړه:« په اوس وخت کې ورته ډېره اړتیا ده. يو خو دغه د صحي سکتور برخه ده،چې درملو ته اړتیا لري. زموږ غوښتنه هم دا له نړيوالو او مرستندويه ادارو دا ده، چې په دغه برخه کې مرسته وکړي. د افغانستان له  مظلوم ملت سره او دوهم دا چې ژمی را روان دی نو البسې ته اړتیا ده. همدا راز خوراکي موادو ته هم اړتیا ده.»

اخوا د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي هم په دې باور دي،چې د اړمنو کسانو شمېر زيات او د مرستو کچه په کمه اندازه ده او په خبره یې نړیوال دې ټولو اړتیاوو ته په کتو خپلې مرستې چټکې کړي. 

د سیاسي چارو شنونکی نازک مير زيارمل وايي:«تر ډېره حده طبي توکي دي، نو اوس وخت کې خوراکي توکو  ته ډېره اړتیا ده،ورسره هغه ګرم وسايل چې ژمی راروان دی، هغه کسان چې په خيمه کې اوسېږي، د هغوی له پاره کمپلې دي، که لرګي نه وي نغدې پيسې هم ښې دي.»

کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي وايي د ژمي په رارسېدو له نغدي پيسو نيولې، خوراکي او غيرې توکو ته اړتيا لري. 

د کابل ښار یو تن اوسېدونکی وايي:« د هر څه ضرورت دي، هم د خوراکي موادو ضرورت دی،هم د پيسو ضرورت دی راته. ځکه وس مو نه شته دی. غريب خلک یو، دا کراچۍ مو اخېستې ده.»

د کابل ښار یو بل اوسېدونکی بیا وايي:« نه نه، چا راسره مرسته نه ده کړې، مخکې به ښه وو، يو شی به يې راکاوه، اوس تشې بوشکې،تش شيان ورکوي.  ډ‌ېر شيان ورکوي، خو مشران يې وهي. »

عام خلک په دې باور دي،چې که د ژمي په رارسېدو ورسره ژمنۍ مرستې تر سره نه شي، نو لرې نه ده،چې له سخت حالت سره به شي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی
اقتصاد

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې
اقتصاد

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
افغان – ایراني چارواکو د ټرانسپورټي همکاریو پر ډېرولو ټینګار کړی
اقتصاد

ازبېکستان د افغانستان او چین ترمنځ ټرانزیټي واټن کمولو هڅې پیل کړې

اپریل 14, 2026
نشنل انټرسټ: امریکا دې د اسلامي ‌امارت په رسمیت پېژندلو کې ځنډ نه کوي
اقتصاد

قزاقستان غواړي افغانستان سره د سوداګرۍ کچه ۳ میلیارد ډالرو ته لوړه کړي

اپریل 14, 2026
Construction Begins on $60 Million Joint Poultry Farm Investment in Balkh
اقتصاد

بلخ کې د ۶۰ میلیون ډالرو په ګډې پانګونې د چرګانو فارم جوړولو کار پيل شو

اپریل 1, 2026
صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې
اقتصاد

صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 1, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist