Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کندهار سوداګرۍ خونه: د انګورو او ممیزو تولېد د تېر پرتله  ۱۵ سلنه زیات شوی 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2021/11/29

کندهار کې د صنعت او سوداګرۍ خونې مسوولین وايي، سږ کال  په دغه ولایت کې د ممیزو او تازه  انګورو په تولید کې د تېر کال  پرتله ۱۵ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

د یادې خونې مشر نصر الله زهیر وايي، کندهار کې د انګورو کلنی تولید تر ۲سوه او ۸۰زره مټریک ټنه پورې رسېږي، چې درې برخې يې په تازه بڼه او یوه برخه يې له وچېدو وروسته کورنیو او نړيوالو مارکېټونو ته صادرېږي.

زهیر وايي، له دغو ۲سوه او  ۸۰زره تولید شويو انګورو  ۳۵ زره مټریک ټنه ممیز تولید شوي دي.

زهیر  زیاته کړه:«  زموږ د تازو او وچو مېوو لپاره یوازې پاکستان او هندوستان د مارکېټ لپاره کارول کېږي،خو زموږ مېوه تر دغو مارکېټونو زیاته ده، که بل مارکېټ ورته ونه موندل شي، زموږ د مېوو قیمتونه به ټيټ وي.»

خو  بڼ وال او سوداګر وايي، سږ کال  یې مارکېټ کمزوری  او نه دي  توانېدلي، چې له پاکستان پرته یې نورو هېوادونو ته هم د ليږلو زمینه برابره کړي.

د ممیزو یو تن سوداګر وايي:« زموږ د ممیزو کاروبار سږ کال ډېر کمزوری دی، بیې کښته دي، لارې بندې وې، که زموږ ستونزې حل نه شي، موږ به سږ کال هم په خپل کاروبار کې زیان وکړو.»

باور دادی، چې دغه ولایت کې به د انګورو او ممیزو بازار هغه مهال نور هم پراخ شي،چې د کرنې ریاست لرې پرتو ولسوالیو کې د عصري باغونو او ممیز خونو جوړول زیات کړي او کروندګرو ته د انګورو او مميزو د ترویج په برخه کې مشورې ورکړي. 

 

 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی
اقتصاد

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې
اقتصاد

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
افغان – ایراني چارواکو د ټرانسپورټي همکاریو پر ډېرولو ټینګار کړی
اقتصاد

ازبېکستان د افغانستان او چین ترمنځ ټرانزیټي واټن کمولو هڅې پیل کړې

اپریل 14, 2026
نشنل انټرسټ: امریکا دې د اسلامي ‌امارت په رسمیت پېژندلو کې ځنډ نه کوي
اقتصاد

قزاقستان غواړي افغانستان سره د سوداګرۍ کچه ۳ میلیارد ډالرو ته لوړه کړي

اپریل 14, 2026
Construction Begins on $60 Million Joint Poultry Farm Investment in Balkh
اقتصاد

بلخ کې د ۶۰ میلیون ډالرو په ګډې پانګونې د چرګانو فارم جوړولو کار پيل شو

اپریل 1, 2026
صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې
اقتصاد

صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 1, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist