Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د لویې پکتیا جلغوزیو کاروباریان: افغان جلغوزي پاکستان پر خپل نوم نورو هېوادونو ته صادر کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2021/11/29

د لویې پکتیا جلغوزیو یو شمیر کارو باریان وایي، جلغوزي پر کور دننه وړ بازار نه لري، لومړی د پښتونخوا وزیرستان او بیا د پاکستان ښارونو ته لیږدول کېږي او هغه هېواد یې پر خپل نوم نورو هېوادونو ته صادر کوي. 

پکتیا  کې د جلغوزیو یو تن کاروباري  وايي:« تیر کال یو من جلغوزي تر پنځه دیرش زره کلدارو پلورل کېدل،خو سږ کال دا بیې نیمایي راټیتې شوي دي. له پنځلسو تر شلو زرو کلدارو پلورل کیږي.»

پکتیا کې د جلغوزیو یو بل کاروباري وايي:« که چېرته د افغانستان له لارې چین ته مستقیم صادر شوي بیې به یې لوړې شي، خلک به مو ګټه وکړي اوس خو یې بیې بیخي را لویدلي دي.»

په تیرو کلونو کې به جلغوزی د هوایي دهلیز له لارې چین او نورو هیوادونو ته لیږدول کیدل،خو سږ کال یوازې یو ځل څو ټنه استول شوي دي .

د جلغوزیو یو تن  کاروباري معصوم خان وايي:« د مخکیني حکومت پر مهال چې جلغوزي چین ته صادریدل نیمایي کرایه یې حکومت پرې کوله او پاتې سوداګرو، خو اوس هېڅ ډول داسې اسانتیاوې او همکاري نه شته دی.»

اوس د لویې پکتیا جلغوزي لومړی د پښتونخوا وزیرستان او وروسته د پاکستان بېلابېلو ښارونو ته وړل کېږي او هغه هېواد یې پر خپل نوم نورو هېوادونو ته صادر کوي. 

د جلغوزیو یو تن کاروباري علم خان وايي:«که زموږ جلغوزي په مستقم ډول چین ته صادر شي، ښه ګټه کوي،خو اوس پاکستان ته وړل کېږي،چې بیې یې نیمایي او پیسې یې څو میاشتې وخت نیسي او هغه هېواد یي بهرنیو هېوادونو ته پر خپل نوم صادروي.»

کاروباریان له اسلامي امارته غواړي،چې جلغوزیو ته یې وړ نړیوال بازار ومومي او پاکستان ته یې د لیږد مخه ونیسي،چې په نیمه بیه او د څو میاشتو په وعده یې پلوري. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی
اقتصاد

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې
اقتصاد

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
افغان – ایراني چارواکو د ټرانسپورټي همکاریو پر ډېرولو ټینګار کړی
اقتصاد

ازبېکستان د افغانستان او چین ترمنځ ټرانزیټي واټن کمولو هڅې پیل کړې

اپریل 14, 2026
نشنل انټرسټ: امریکا دې د اسلامي ‌امارت په رسمیت پېژندلو کې ځنډ نه کوي
اقتصاد

قزاقستان غواړي افغانستان سره د سوداګرۍ کچه ۳ میلیارد ډالرو ته لوړه کړي

اپریل 14, 2026
Construction Begins on $60 Million Joint Poultry Farm Investment in Balkh
اقتصاد

بلخ کې د ۶۰ میلیون ډالرو په ګډې پانګونې د چرګانو فارم جوړولو کار پيل شو

اپریل 1, 2026
صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې
اقتصاد

صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 1, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist