Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کريمي: له نړۍ سره مو د تعامل او رسمي اړیکو ټېنګښت ټول معیارونه پوره کړي 

کریمي:د هند له مرسته شویو غنمو به ډېر ژر پنځه زره ټنه کابل ته راورسېږي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2021/11/28

تر اوسه پورې د هند له لوري د غنمو مرستې د لېږد عملي بهیر نه دی  پیل شوی،خو د افغانستان اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي وايي، په لنډو ورځو کې به د هند له مرسته شویو غنمو پنځه زره ټنه یې کابل ته راورسېږي.

کریمي زیاته کړه:« په اوسني مقطع کې د پنځه زره یا د زرګونو ټنو غنمو د را انتقال خبره شته دی. ان شاءالله هېله شته دی،چې را انتقال شي او په مجموع کې به هغهه لوی رقم مرسته چې ده هغه به هم را ورسېږي.»

هند له افغانستان سره د پنځوس زره مټریک ټنه غنمو بشري مرستې اعلان کړی،خو له شااوخوا دوه میاشتو راپدېخوا پاکستان یاد هېواد ته اجازه نه ورکوله،چې دغه مرسته یې د دوی له خاورې افغانستان ته رالېږدولې وای.

 درې ورځې وړاندې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ویلي، حکومت به یې هند ته اجازه ورکړي،چې مرسته شوي غنم تر افغانستانه ورسوي.

بل پلو نیوکې دا دي چې د ملګرو ملتونو سربېره ګاونډیان، د سیمې او نړۍ هېوادونه په افغانستان کې د سوړ ژمي، فقر او بې وزلۍ په اړه یوازې اندېښنې څرګندوي،خو عملي مرستې نه کوي. 

د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي وایي، فقر او بې وزلۍ په چټکۍ پراخه کېږي، خو له افغانستان سره د نړیوالو د مرستو لړۍ پڅه روانه ده.

شنونکی نجیب‌الله حبیبي وايي:« د بشري مرستو د وېش بهیر د پڅوالي لاملونه کېدای شي،د بانکي سیستم او ترانسپورت خرابولی، د مرستندویه ادارو او کارمندانو نه شتون او همداراز کېدای شي،د مرستندویه ادارو د کارمندانو د عدم مصؤنیت موضوع اوسي.»

په ټوله کې نیوکې پر نړیوالو مرستندویه بنسټونو او ملګرو ملتونو دي،چې میلیونونه افغانانو سره د مرستو لپاره یې هغه ډول علمي اقدامات نه دي کړي چې اړتیا یې ده.

افغانستان کې د بشري ناورین او فقر یو لامل د امریکا متحده ایالتونو له خوا د افغانستان پانګې کنګل هم بلل کېږي،چې له کبله یې د افغانانو اقتصاد ځپل شوی او میلیونونه وګړي له فقر کړېږي. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی
اقتصاد

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې
اقتصاد

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
افغان – ایراني چارواکو د ټرانسپورټي همکاریو پر ډېرولو ټینګار کړی
اقتصاد

ازبېکستان د افغانستان او چین ترمنځ ټرانزیټي واټن کمولو هڅې پیل کړې

اپریل 14, 2026
نشنل انټرسټ: امریکا دې د اسلامي ‌امارت په رسمیت پېژندلو کې ځنډ نه کوي
اقتصاد

قزاقستان غواړي افغانستان سره د سوداګرۍ کچه ۳ میلیارد ډالرو ته لوړه کړي

اپریل 14, 2026
Construction Begins on $60 Million Joint Poultry Farm Investment in Balkh
اقتصاد

بلخ کې د ۶۰ میلیون ډالرو په ګډې پانګونې د چرګانو فارم جوړولو کار پيل شو

اپریل 1, 2026
صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې
اقتصاد

صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 1, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist