Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

پکتیا عامې روغتیا ریاست: روغتیايي کارکوونکو ته د دوو میاشتو تنخوا ورکړل شوه

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2021/11/22

په سوېل پکتیا ولایت کې د عامې روغتیا ریاست وايي، دغه ولایت یې کې ټولو روغتیایي کارکوونکو ته د دوو میاشتو تنخوا او د درېیو میاشتو قراردادونه ورکړل شول.

د یاد ریاست مشر صدرالدین اعزام وايي، د مرکز او ولسوالیو ټولو روغتیایي مرکزونو ته  اړین درمل او طبي او سون توکي رسول شوي دي.

اعزام زیاته کړه:« د حوزوي روغتون او د پکتیا  ټولو روغتیایي کارکوونکو د دوو میاشتو تنخواوې ورکړل شوي دي. دا زموږ لپاره یو ښه خبر دی او د راتلونکي لپاره یې څار زموږ دنده ده.»

د پکتیا حوزوي روغتون روغتیاپالان هم وایي،تنخوا او د درېیو میاشتونو قراردادونه یې تر لاسه کړي او روغتون ته درمل او نورو طبي توکي هم ورکړل شوي.

د پکتیا حوزوي روغتون یو تن  ډاکتر ابراهیم وايي:« هو! اوس خو کار په نورمال ډول روان دی. د دوو میاشتو تنخوا هم راکړل شوې او تر جنورۍ میاشتې  پورې مو د درېیو میاشتو قراردادونه هم تر لاسه کړي دي.»

خو حوزوي روغتون یو شمیر مراجعین بیا وایي ،روغتون کې لا هم د درملو او نورو طبي توکو د کموالي ستونزه شته او مسوولین یې باید ټولې اړتیاوې پوره کړي.

د پکتیا  یو تن اوسېدونکی  وايي:« د روغتون وضعیت له مخکې نه اوس ښه شوی دی. لږ درمل راغلي، خو ډير لا نه دي راغلي .»

د پکتیا یو بل اوسېدونکی وايي:« غوښتنه مو دا ده،چې روغتون ته درمل راوړل شي. موږ ته چې د بازار نخسه راکړي، وس یې نه لري، ټول خلک بې وزله دي.»

د پکتیا یو بل اوسېدونکی بیا داسې وايي:« ډاکتران خو اوس ځنې حاضر دي او ځنې لا نه دي موجود .زموږ غوښتنه دا ده،چې ټول دې حاضر شي .»

د پکتیا ټول روغتیایي مرکزونه او کارکوونکي یې له څو میاشتو راهیسې بې برخلیکه پاتې وو، چې له کبله یې د روغتیايي چوپړتیاوو کچه راټیټه شوې وه،خو اوس یې لګښت د درېیو میاشتو لپاره یونسیف پر غاړه اخېستی دی.

 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي
روغتیا

مسوولین: کامدېش او برګمټال کې د درملو کمښت ستونزه نه شته

اپریل 20, 2026
جلالي: هند د افغانستان لپاره د درملو برخه کې د پاکستان ښه بدیل دی
روغتیا

جلالي: د زونونو په کچه د سرطاني ناروغیو ځانګړي روغتونونه جوړېږي

اپریل 20, 2026
په ختیځ زون کې ۱.۳ میلیونه ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکول کېږي
روغتیا

ختیځ کې د ګوزڼ واکسین بې ځایه شویو ته له ځانګړې پاملرنې سره مل، پیل شو

اپریل 13, 2026
جلالي: ځینو ولایتونو کې ماشومان لاهم د ګوزڼ بشپړ واکسین ته لاسرسی نه لري
روغتیا

جلالي: ځینو ولایتونو کې ماشومان لاهم د ګوزڼ بشپړ واکسین ته لاسرسی نه لري

مارچ 12, 2026
عامې روغتیا وزارت: د درملو لپاره د مناسبو بیو ټاکلو لایحه چمتو شوې
روغتیا

عامې روغتیا وزارت: د درملو لپاره د مناسبو بیو ټاکلو لایحه چمتو شوې

فبروري 17, 2026
خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي
روغتیا

خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي

فبروري 11, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist