Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

بلخ کې د چرګانو فارم لرونکي: وروستیو کې مو کاروبار زیانمن شوی 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2021/11/21

په شمال بلخ ولايت کې د چرګانو يو شمېر فارم لرونکي شکايت کوي، چې وروستيو څو مياشتو کې يې کاروبار زيانمن شوی او توليدات يې نيم په نيمه راکم شوي دي. 

دوی وايي، له يوې خوا د چرګانو د دانې بیو لوړوالی او بل لور ته له پاکستانه د چرګانو د بې کيفيته غوښې د وارداتو زياتېدو سره يې توليدات له رکود سره مخ دي. 

مزارشریف ښار کې د چرګانو یو تن فارم لروونکی علي مراد وايي:« مصرف يې ډېر زيات دی، هره ورځ زموږ فارم ۲۰ زره افغانۍ  لګښت لري، چې په لسو ورځو کې دوه سوه زره افغانۍ کېږي، خو اوس وضعيت داسې شوی، چې کله موږ خپل چرګان حاصل ته ورسوو او ويې پلورو، نو ګټه خو نه کوو، بلکې ځنې وخت قرضداره کېږو هم.»

په مزار شریف ښار کې یو بل د چرګارنو فارم لروونکی سيد انور وايي:« ستونزې ډېرې دي، د چرګانو ناروغي زياته شوې، درمل يي نه شته دی، بل دا چې له بهره د يخ وهلو چرګانو د غوښې د وارداتو په زياتېدو زموږ بازار خراب شوی دی. دولت يې بايد مخه ونيسي.»

نجيب الله رجايي په مزارشريف کې د چرګانو د یوه لوی فارم څښتن دی، چې پخوا يې هره مياشت لسګونه زره چرګان بازار ته عرضه کول؛ خو اوس وايي کاروبار يې ۷۰ سلنه سقوط شوی او که ستونزې یې حل نه شي، نو فارم به يې وتړل شي. 

رجايي زیاته کړه:« په بلخ ولايت کې ټول دوه زره فارمونه شته دي، خو دمګړۍ زه باوري يم، چې سل فارمونه به يې هم فعال نه وي، ما په خپل فارم کې پخوا پنځوس نفره کاريګر درلودل، خو اوس پنځه کسان راسره دي، هره ورځ به مې په ښار کې دوه سوه دوکاندارانو ته چرګان ورکول، خو اوس لس دوکانه هم نه شته دی.»

په ورته مهال بلخ کې د چرګانو فارم لرونکو ټولنې مسوول یونس غزنوي وايي، په وروستيو مياشتو کې له پاکستانه د چرګانو د بې کيفيته غوښو واردات لوړې کچې ته رسېدلې، چې له امله يې پر کور دننه د چرګانو فارمونه سقوط شوي دي. 

غزنوي زیاته کړه:« له پاکستانه هغه چرګان واردېږي، چې زاړه شوي وي او هلته نور د استفادې وړ نه وي. دلته يې راوړي او په ارزانه بيه يې پلوري. له همدې امله افغان فارم لرونکي ورسره رقابت نه شي کولی. زموږ جدي غوښتنه دا ده، چې د پخوا په څېر دې له بهره د چرګانو د بې کيفيته غوښې واردات بند کړای شي.»

له دې سره د بلخ د سوداګرۍ او صنعت خونه وايي، د فارم لرونکو دغه شکايتونه ورته رسېدلي او د اسلامي امارت له چارواکو سره يې شريک کړي دي. 

د دوی په خبره هر څومره ژر، چې له بهره د چرګانو د بې کيفيته غوښو د وارداتو مخه ونيول شي، نو ورسره به پر کور دننه توليدي فارمونه بېرته پر پښو ودرېږي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی
اقتصاد

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې
اقتصاد

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
افغان – ایراني چارواکو د ټرانسپورټي همکاریو پر ډېرولو ټینګار کړی
اقتصاد

ازبېکستان د افغانستان او چین ترمنځ ټرانزیټي واټن کمولو هڅې پیل کړې

اپریل 14, 2026
نشنل انټرسټ: امریکا دې د اسلامي ‌امارت په رسمیت پېژندلو کې ځنډ نه کوي
اقتصاد

قزاقستان غواړي افغانستان سره د سوداګرۍ کچه ۳ میلیارد ډالرو ته لوړه کړي

اپریل 14, 2026
Construction Begins on $60 Million Joint Poultry Farm Investment in Balkh
اقتصاد

بلخ کې د ۶۰ میلیون ډالرو په ګډې پانګونې د چرګانو فارم جوړولو کار پيل شو

اپریل 1, 2026
صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې
اقتصاد

صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 1, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist