Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

له متحده عرب امارت یو شمېر افغان سوداګر بېرته هېواد ته راستانه شول 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2021/11/10

که څه هم وړاندې افغان سوداګرو په هېواد کي د پانګوني په برخه کي زړه نه ښه کاوه،خو تازه یو شمیر افغان سوداګرو له متحده عرب اماراتو راغلي، چې غواړي، په هېواد کي پانګونه وکړي.

دغه سوداګر وايې، نورو افغان سوداګرو هڅولي دي،چې هېواد ته  راشي او پانګونه وکړي، خو وړاندې يې د امنیت په برخه کي انديښنه درلوده.

افغان سوداګر شاه محمد شهاب  وايي:«  د دې پر ځای چې نن موږ نورو هېوادونو ته ځو، انشاء الله په نږدې وخت کې به تاسو وګورئ،چې د نورو هېوادونو خلک به  دلته راځي او پانګونه به کوي. زموږ او تاسو  هېواد په جوړولو کې به راسره مرسته کوي.» 

دغه سوداګر وايي، لومړی به په بېلابېلو برخو کي سروې کوي او بیا وروسته پانګونه کوي او له اسلامي امارته  غواړي،چي د پیسو لېږد رالېږد ستونزه ورته حل کړي.

افغان سوداګر غازي محمد وايي:«  موږ ملي تجاران یو. وړاندې له موږ سره دا وېره وه،چې څوک به رانه پيسې واخلي، اختطاف به مو کړي. الحمد الله اوس په پراخه غاړه راغلی یم. زه د خوست ولایت یم، تر خوسته پورې په همدې جامو کې ځم.  اوس له ما سره وېره نه شته دی. »  

افغان سوداګر شاه محمد شهاب  وايي:«  له اسلامي امارته غواړم،چې سوداګرو ته پام وکړي. د سوداګرو د پیسو لېږد رالېږد ستونزه ورته هواره کړي.»

اسلامي امارت بیا د هغو سوداګرو هرکلی کوي،چي له بهره راغلي او د پانګوني په برخه کي یې د امنیت ډاډ ورکوي.

د اسلامي امارت ویاند مرستیال بلال کریمي وايي:« اسلامي امارت د تجارانو دا ډول اقدام ستايي او هرکلی یې کوي. اسلامي امارت له خپل لوري ټولو سوداګرو او پانګه والو وروڼو ته چې په خپل هېواد کې پانګونه کوي او د خپل هېواد پرمختګ لپاره د افغان ولس د اقتصادي ښه والي لپاره هڅې کوي،  قدرداني یې کوي او د امنیت په برخه کې بشپړ ډاډ ورکوي.» 

د صنعت او سوداګرۍ خونه وايي،د اسلامي امارت له  راتګ وړاندې شااوخوا ۱۲۰۰ سوداګرو هېواد پرې ایښی دی او اوس هڅې کېږي،چې پانګوال بېرته هېواد ته راشي او پانګونه وکړي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی
اقتصاد

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې
اقتصاد

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
افغان – ایراني چارواکو د ټرانسپورټي همکاریو پر ډېرولو ټینګار کړی
اقتصاد

ازبېکستان د افغانستان او چین ترمنځ ټرانزیټي واټن کمولو هڅې پیل کړې

اپریل 14, 2026
نشنل انټرسټ: امریکا دې د اسلامي ‌امارت په رسمیت پېژندلو کې ځنډ نه کوي
اقتصاد

قزاقستان غواړي افغانستان سره د سوداګرۍ کچه ۳ میلیارد ډالرو ته لوړه کړي

اپریل 14, 2026
Construction Begins on $60 Million Joint Poultry Farm Investment in Balkh
اقتصاد

بلخ کې د ۶۰ میلیون ډالرو په ګډې پانګونې د چرګانو فارم جوړولو کار پيل شو

اپریل 1, 2026
صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې
اقتصاد

صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 1, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist