Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

صنعت کاران او پانګه وال: له اسلامي امارته د ملاتړ غوښتنه کوو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2021/11/07

صنعت کاران او پانګه وال وايي، خلک دې له خپلو کورنیو تولیداتو ګټه پورته کړي او اسلامي امارت دې ورته شته ستونزې حل کړي.

دوی وايي، د برېښنا کمښت، په کرایه ځایونو کې د  کارخونو جوړول، مشابه بهرني جنسونه او داسې نور هغه ستونزې دي،چې دوی ورسره مخامخ دي.

صنعت کاران خوښ دي،چې د اسلامي امارت په راتګ سره د پلچرخي صنعتي پارکونو کې د یو لس بستریز کلینیک د جوړېدو ډبره کېښودل شوه.

د صنعت کارانو ټولنې مشر عبدالجبار صافی وايي:« دوه پوړیزه کلینیک دی،چې څلور خونې په سر او څلور لاندې لري، لس بستریز چې عاجلې مرستې به کوي او که څوک ټپي کېږي دلته به وي چې مهمه یې او پي ډي ده.»

صنعت کاران وایي، ډېرې نورې ستونزې هم لري،چې باید اسلامي امارت یې ورته حل کړي.

صنعت کاران له رسنیو، خلکو او امارت غواړي،چې ملاتړ یې وکړي، له خپلو کورنیو تولیداتو ګټه پورته کړي او په اعلاناتو کې ځانګړی تخفیف ورکړي.

د صنعت کارانو ټولنې مشر عبدالجبار صافی وايي:«  خپل کورني تولیداتو اعلاناتو ته تخفیف ورکړئ او دا به په مشترکه یوه جلسه نیسو.ټول شرکتونه به تاسو ته خپل اعلانات درکړي،چې هم تاسې ترې ګټه پورته کړئ او هم موږ.»

د کانونو او صنایعو خونې مشر شیرباز کمین زاده وايي:« زموږ او تاسې امنیت اوس تامین دی،که خدای کول ورو ورو به حالت ښه کېږي،څوک مو اختطاف کولی نه شي، رشوت راڅخه نه شي غوښتی قاچاق نه شي کولی او بد امني نه شي کولی.»

اسلامي امارت صنعت کارانو او پانګوالو ته ډاډ ورکړ،چې د پانګونې لپاره به ځمکه ورکوي،د قاچاق مخه به نیسي، امنیت به یې خوندي کوي، فساد به ختموي او هر اړخېز ملاتړ به یې کوي.

سوداګر او پانګوال وایي،امارت دې ورته د بانکونو سیستم کې هم اسانتیاوې رامنځته کړي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشر محمد یونس مومند وايي:« د بانکو مدیریت،چې تقریبا یوه میاشت د مخه وشو، دا ښه مدېریت و،دویم مدیریت هم ښه و درېیم او څلورم کې موږ هڅه کوو،چې بانکونه عادي حالت ته راوګرځي.»

ملي سوداګر شاه محمد شهاب وايي:« راځئ! ټول دا ملت په خپله جوړ کړو. زموږ او تاسې دا ملت بل څوک نه جوړوي،هغه څوک چې راځي،هغوی خپل مقصدونه لري او هغه موږ او تاسې د غیر مستقیمو لارو له پښو غورځوي.»

دلته صنعت کارانو ته سپارښتنه وشوه چې کیفیت ته پاملرنه زیاته کړي او له خلکو غوښتنه وشوه چې له صبر او همت کار واخلي او په لنډ وخت کې به ټولې ستونزې حل شي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی
اقتصاد

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې
اقتصاد

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
افغان – ایراني چارواکو د ټرانسپورټي همکاریو پر ډېرولو ټینګار کړی
اقتصاد

ازبېکستان د افغانستان او چین ترمنځ ټرانزیټي واټن کمولو هڅې پیل کړې

اپریل 14, 2026
نشنل انټرسټ: امریکا دې د اسلامي ‌امارت په رسمیت پېژندلو کې ځنډ نه کوي
اقتصاد

قزاقستان غواړي افغانستان سره د سوداګرۍ کچه ۳ میلیارد ډالرو ته لوړه کړي

اپریل 14, 2026
Construction Begins on $60 Million Joint Poultry Farm Investment in Balkh
اقتصاد

بلخ کې د ۶۰ میلیون ډالرو په ګډې پانګونې د چرګانو فارم جوړولو کار پيل شو

اپریل 1, 2026
صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې
اقتصاد

صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 1, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist