د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر کې د روان کال جون میاشتې له پیل را هيسې د حکومت ضد لاریونونو او تاوتریخوالو له امله لږترلږه ۴۰ کسان وژل شوي، ګڼ شمېر ټپیان او سلګونه نور نیول شوي دي.
لاریون کوونکي د کشمیر د قانون جوړونکې شورا پر هغې طرحې نیوکه کوي چې له مخې يي د ۴۵ څوکیو څخه ۱۲ څوکۍ هغو کډوالو ته ځانګړې کړي چې لسیزې وړاندې د هند تر ادارې لاندې کشمیر څخه پاکستان ته راغلې دي.
په ټولنیزو شبکو کې خپرې شوې ویډیوګانې ښيي چې پاکستاني ځواکونو د لاریون کوونکو د خورولو لپاره له زور زیاتي او مخامخ ډزو کار اخستی چې له امله يې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
یوتن لاریون کونکی وايي: « دوی زموږ وروڼه شهیدان او ټپیان کړل؛ دوی له یهودانو څخه هم بد دي. زموږ وروڼه په مرمیو ولي، په دې سړکونو زموږ د وروڼو وینې بهېږي؛ دا څه حال روان دی؟ دا مرمۍ زموږ په مالیاتو اخستل شوې دي او بېرته موږ د وژلو لپاره کارول کېږي. اې ظالمانو! تاسو کلیمه نه وایاست؟ مسلمانان نه یاست؟ دومره ظلم خو هندوانو د هند په سرینګر کې پر مسلمانانو نه دی کړی چې دلته پر موږ کېږي. نړیوالو رسنیو، د بشر حقونو نړیوالو سازمانونو تاسې چېرته یاست ؟ ولې زموږ غږ نه اورئ؟»
د دغو لاریونو د پراخېدو له امله، سیمهییزو چارواکو د ټاکنو بهیر په درېیو پړاوونو وېشلی. د ټاکنو لومړی پړاو د دوشنبې په ورځ پیل شوی، خو په بېلابېلو سیمو کې د لاریونونو او امنیتي تدابیرو له امله د ټاکنیز بهیر پر شفافیت او عادي ترسره کېدو پوښتنې راپورته شوې دي.
لاریون کوونکو خپلې اساسي غوښتنې په ۳۸ مادو کې د پاکستان حکومت ته سپارلې دي.
په دغو غوښتنو کې د سیمهییزو استازو زیاتول، د خلکو سیاسي حقونو ته درناوی، د نیول شویو کسانو خوشي کول، د امنیتي ځواکونو د تاوتریخوالي بندېدل او د ټاکنیز بهیر شفافیت هم شامل دي.
خو د دې هېواد حکومت تر اوسه یادو غوښتنو ته د عملي کولو په اړه روښانه دریځ نه دی اعلان کړی.
بله خوا، د چارو شنونکي په هغو لاریونونو کې چې د خلکو بنسټيز حقونه غوښتل کېږي د خلکو چوپ کولو لپاره د زور او ځواک کارول لنډ مهاله ګټه لري، مګر دایمي حل نه شي ترلاسه کېدی . د دوی په خبره، واکمن چارواکي باید د معترضو کسانو پر وړاندې د ډيالوک پالیسي غوره کړي او له زور زیاتي لاس واخلي.
پخوانی ډېپلوماټ امیر ګران وايي: « د کشمېر په ټاکنو کې د پاکستان د مرکزي حکومت له خوا مداخله کېږي او درغلي کوي. دوی هڅه کوي د کشمير اصلي استازي په ټاکنو کې له بریا محروم کړي.»
خو د سیاسي چارو یو شمیر نورو کار پوهان بیا وايي، که اسلام اباد د دغو سیمو د خلکو سیاسي او اقتصادي غوښتنو ته جدي پاملرنه ونه کړي او د اختلافونو د حل لپاره د خبرو او تفاهم لاره خپله نه کړي، نو دا اعتراضونه به په کشمیر پورې محدود پاتې نه شي بلکې هغو سیمو ته به هم وغځېږي چې له وړاندې یې محکوم ولسونه د خپلو حقونو غوښتنې ته سوله ییز حل غواړي.
د سیاسي چارو شنونکی عزیز معارج وايي: « که څه هم د پاکستان استخباراتو په کشمير او بلوچستان کې په لوی لاس د دې لپاره نا امني جوړه کړې چې د چین د پروژو مخنیوی ونه شي کولی، ځکه امریکا پر دوی غوسه وه چې ولې یې د چین پروژو ته اجازه ورکړي. خو که دا بحرانونه مدیریت نه شي، ښايي له کنټرول څخه ووځي او نورو سیمو ته هم پراخ شي. د پاکستان استخبارات باید د پښتنو، بلوڅو او کشمیریانو له استعمالولو لاس واخلي.»
د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر کې روان خونړي اعتراضونه په داسې حال کې دوام لري چې په وروستیو کلونو کې د پاکستان حکومت تر واک لاندې یو شمېر نورو سیمو لکه بلوچستان، خیبر پښتونخوا او ګلګت بلتستان کې هم د سیاسي، اقتصادي او امنیتي ستونزو پر وړاندې ورته پراخ لاریونونه او ولسي اعتراضونه تر سره شوي دي.
د چارو یو شمیرکارپوهان بیا دا وضعیت د پاکستاني حکومت او د سیمو د خلکو د غوښتنو ترمنځ د واټن زیاتېدو یو ښکاره نښه بولي.