د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وایي، هڅه کوي افغانستان په راتلونکو دوو کلونو کې د خوراکي توکو په برخه کې پر بهرنیو هېوادونو له اتکا وژغوري او د خوراکي توکو د هر اړخیز تولید په برخه کې یې پر ځان بسیا کړي.
د دې وزارت چارواکي وايي، افغانستان هر کال شاوخوا ۷.۵ میلیونه مټریک ټنه غنمو ته اړتیا لري، چې د دې کچې یوازې ۲.۵ مټریک ټنه یې په کور دننه تولېدېدل؛ خو اوس دا کچه څه باندې پنځو میلیون مټریک ټنو ته لوړه شوې ده.
د کرنې وزیر دغه راز په هېواد کې ثبات او د سوداګرۍ لپاره اسانتیاوې مهمې بللې او له سوداګرو او پانګوالو یې غوښتي چې د افغانستان د کرنې او مالدارۍ په برخو کې پانګونه وکړي.
عطاالله عمري زیاته کړې :« موږ تمه لرو چې راتلونکو دوو کالو کې له هېڅ هېواد څخه وارداتو ته اړتیا ونه لرو، ترکارۍ، مېوې او غلې دانې ټول په خپله تولید کړو. موږ په دې موضوع شپه او ورځ کار کوو، ترڅو زموږ ملت د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا شي. له ۴۵ کالو وروسته افغانستان کې د سر او مال امنیت راغلی.»
په همدې حال کې، د مالیې وزارت چارواکي، د اسلامي امارت له داخلي بودیجې څخه د پراختیايي پروژو د تمویل یادونه کوي او وایي، پخوا د افغانستان شاوخوا ۷۰ سلنه مالي بودیجه د نړیوالو مرستندویه ادارو له خوا تمویلېده.
د مالیې وزارت د پالیسۍ مرستیال سلطان محمد زبیر وايي: « له دې وړاندې د افغانستان شاوخوا ۷۰ سلنه بودیجه د بهرنیو ډونرانو له خوا تمویلېده، حال دا چې موږ اوس دا ټوله بودیجه له داخلي عوایدو تمویلوو. دا په داسې حال کې ده چې د جمهوریت پرمهال د افغانستان دولتي پرسونل شاوخوا ۸۰۰ زره وو مګر اوس یې کچه له یو میلیون تنو څخه اوښتې ده.»
له بلې خوا، د کرنې او مالدارۍ خونې مسوولین د اسلامي امارت له لوري د بزګرانو لپاره د کرنې او مالدارۍ په برخو کې د اسانتیاوو رامنځته کول مهم ګڼي او له سوداګرو او پانګوالو غواړي چې په هېواد کې دننه پانګونه وکړي.
د کرنې او مالدارۍ خونې د مدیره پلاوي غړی، امید حیدري وايي: « پر ټولو سوداګرو، بهرنیو او کورنیو پانګوالو غږ کوو چې لکه څرنګه چې د اسلامي امارت حکومت په ټولو مسایلو کې اقتصادي وضعیت ته پاملرنه کړې، تاسو هم راشئ او د هېواد په اقتصادي برخه کې کار وکړئ او هېواد ځان بسیاینې ته نږدې کړئ. د افغانستان وجهي صندوق او د کرنې او مالدارۍ خونه شپه او ورځ بوخت دي، ترڅو وکولی شو هم ځان، هم ملت او هم حکومت ته ګټه ورسوي.»
د یادونې وړ ده چې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر د کرنیزې پراختیا صندوق د نوې اداري ودانۍ د پرانستې په مراسمو کې ویلي، افغانستان د اوړو د تولید په برخه کې ځانبساینې ته نږدې شوی.
دوی ټینګار کړی چې دغه وزارت به په هېواد کې د بزګرانو او بڼوالو لپاره د لا زیاتو اسانتیاوو په رامنځته کولو کې خپلې هڅې دوامداره وساتي.