د روسیې دفاع وزیر وایي، د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې د امنیت پیاوړتیا لپاره مسکو جدي او دا څه ورته لومړیتوب لري.
اندري بېلوسوف ویلي، له افغانستان سره د تاجیکستان د ګډې پولې د امنیت پیاوړتیا د مسکو د امنیتي او دفاعي پروګرامونو له مهمو لومړیتوبونو څخه دي.
ټاس خبري اژانس د هغه له قوله ویلي، په تاجیکستان کې د روسیې پوځي اډه له بهرنیو ګواښونو سره د مقابلې لپاره چمتو ده.
د روسیې دفاع وزیر اندري بېلوسوف زیاته کړې: « موږ د تاجیکستان او افغانستان د ګډې پولې پیاوړتیا ته ځانګړې پاملرنه کوو. په تاجیکستان کې د روسیې پوځي اډه هم د بهرنیو ګواښونو پر وړاندې د مبارزې لپاره په بشپړ ډول چمتووالی لري. د دې اډې د کارولو لپاره نږدې همکارۍ ته هم دوام ورکړل شوی دی.»
د روسیې دفاع وزیر دا څرګندونې د تاجیکستان د خپلواکۍ ۳۵مې کلیزې په مناسبت یوې غونډې کړې دي.
د بېلوسوف په خبره، اوس مهال د روسیې او تاجیکستان ترمنځ نږدې پوځي همکاري رامنځته شوې او دواړه هېوادونه یې سټراټیژیک ملګري وبلل.
د هغه دغه څرګندونې د دواړو هېوادونو ترمنځ د لوړې کچې امنیتي او سیاسي همغږیو پر دوام شوې دي.
پوځي شنونکی، توریالی ځاځی وايي: « زما پوښتنه دا ده چې افغانستان هېچا ته خطر نه دی بلکې دا ګاونډي هېوادونه او نړۍ ده چې افغانستان ته خطرونه جوړوي. زه وایم موږ باید د نورو خلکو نیوکو او وړاندیزونو ته هېڅ ارزښت ور نه کړو.»
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هم تېره اوونۍ د شانګهای همکارۍ سازمان د سرمشریزې په څنډه کې له خپل تاجیک سیال، امامعلي رحمان سره په لیدنه کې ویلي و چې دواړه هېوادونه د امنیتي مسایلو او په ځانګړي ډول د امنیت د ټینګښت په برخه کې له یو بل سره په اړیکه کې دي.
په ورته مهال، اسلامي امارت تل بیا خپل ګاونډ، سیمې او نړۍ ته ډاډ ورکړی چې د افغانستان له خاورې به نورو ته زیان نهرسیږي او له نورو هم ورته تمه او غوښتنه لري.
د پوځي چارو شنونکی اسدالله ندیم وايي: « روسیه په تاجیکستان کې نظامي اډه لري او په حقیقت کې د تاجیکستان ملاتړ هېواد دی. د تاجیکستان په پولو کې د نظامي قوتونو تنظیمول د هغوی کورنۍ موضوع ده. دا هغه وخت مؤثریت پیدا کوي چې له ګاونډيو هېوادونو سره همغږي وشي. که دوی دا موضوع د افغانستان له شرایطو سره وتړي، دا هسې تبلیغات دي او د ګټې په ځای تاوان کوي.»
تاجیکستان له افغانستان سره شاوخوا۱۳۰۰ کیلو مټره اوږده پوله لري او اسلامي امارت تل بیا تاجیکستاني چارواکو ته ډاډ ورکړی چې هېچاته اجازه نهورکوي چې د افغانستان له خاورې دوی ته زیان ورسوي.