Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کرېکټ ملي لوبډلې هند سره د سیالیو لپاره تمرینات پيل کړل

کرېکټ ملي لوبډلې هند سره د سیالیو لپاره تمرینات پيل کړل

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/05/12

ټاکل شوې د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله د روان زېږدیز کال په جون میاشت کې د هند کرېکټ له لوبډلې سره یوه ټېست سیالي او دغه راز د یو ورځینو(پنځوسو اورونو) لوبلړۍ ترسره کړي.

دې لوبو ته د ښه چمتوالي په موخه، افغان لوبغاړو په تمریناتو پیل کړی او زیار باسي چې د هند لوبډلې پر وړاندې ښه وځلېږي.

د کرېکټ شنونکي وايي، د هند لوبډله خورا پياوړې ده او له دې امله چې افغان لوبډله ورسره په دوو مهمو فارمټونو کې مخامخېږي، اړتیا ده چې افغان لوبډله په ټولو برخو کې بشپړ چمتوالي ونيسي.

د دوی په خبره، لوبغاړي زیات وخت لري او باید د توپ اچونې، توپ وهنې او ډګر ساتنې په برخو خپلې نیمګړتیاوې پوره کړي.

د کرېکټ شنونکی عبدالمالک شینواری وايي: « د هند ټیم د نړۍ له غوره ټیمونو څخه یو دی. افغانستان باید دې سریز ته سخت چمتوالی ولري او په هره برخه کې ځانونه ښه چمتو کړي.»

له بلې خوا، د ملي لوبډلې روزونکي وايي، له هند سره د لوبو لپاره يې له کابل وروسته په ننګرهار کې هم لوبغاړو ته تمریناتي کمپ په پام کې نیول او هلته له پېچ یا ویشتنځای نیولې تر توپ‌وهنې پورې ټول امکانات برابر شوي دي.

د کرېکټ ملي لوبډلې روزونکی نوروز منګل وايي: « موږ دا ځل ګرین پېچونه یا واښه لرونکي پېچونه چمتو کړي او دواړه لوبغاړي که توپ وهونکي دي یا توپ اچوونکي، خوند ترې اخلي. همدارنګه موږ دوی ته هغه بال هم راوړی چې په هندوستان کې ټېسټ لوبه ورباندې کېږي، ځکه دا بال په نورو هېوادونو کې توپير لري. دا د ټولو لوبغاړو لپاره ښه فرصت دی چې ښه وځلېږي.»

د دوی په خبره، له سخت تمرین او چمتوالي وروسته لوبغاړو خپلمنځیو لوبو کې ښودلې چې په توپ اچونې، توپ وهنې او ډګرساتنې کې ډېر ښه شوي او تمه ده چې د هند له لوبډلې سره په لوبو کې ښې لاسته راوړنې ولري.

د ملي لوبډلې مرستیال روزونکی رییس احمدزی وايي: « زموږ تېزو توپ اچوونکو هم ښه بالېنګ وکړ او په سمو ځایونو کې یې توپونه ووېشتل. بله خبره دا ده چې په فېلډېنګ کې هم ورسره ښه والی راغلی. موږ تمه لرو چې را روان سریز کې ښه نتیجه ترلاسه کړو.»

د کرېکټ ملي لوبډله به د راتلونکې جون میاشتې په ۶ نېټه په چندیګړ کرېکټ لوبغالي کې د هند له لوبډلې سره ټېست لوبه ولري او همدا راز به د یو ورځنیو لوبو سیریز د همدې میاشتې په څوارلسمه نېټه پیل شي چې لومړۍ لوبه به يې درمشاله، دویمه په لکنو او درېیمه به یې په چینای کې ترسره شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د شپږیزې کرېکټ لیګ یوولسم پړاو د امو نهګانو په اتلولۍ پای ته ورسېد
لوبې

د شپږیزې کرېکټ لیګ یوولسم پړاو د امو نهګانو په اتلولۍ پای ته ورسېد

جولای 16, 2026
منځنۍ ختیځ: امریکا او ایران یو ځل بیا پر یو بل درانه بریدونه کړي
لوبې

منځنۍ ختیځ: امریکا او ایران یو ځل بیا پر یو بل درانه بریدونه کړي

جون 28, 2026
خوست په لومړي ځل د شپږیزې کرېکټ لیګ کوربه توب ته چمتو کېږي
لوبې

خوست په لومړي ځل د شپږیزې کرېکټ لیګ کوربه توب ته چمتو کېږي

جون 22, 2026
کونړ کې د شپېتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې
لوبې

کونړ کې د شپېتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

جون 8, 2026
کرېکټ: هند د افغانستان پر وړاندې ټېسټ او یو ورځنیو سیالیو لپاره لوبډله اعلان کړه
لوبې

کرېکټ: هند د افغانستان پر وړاندې ټېسټ او یو ورځنیو سیالیو لپاره لوبډله اعلان کړه

مې 21, 2026

وروستي خبرونه

د روغتیا نړیوال سازمان افغانستان او پاکستان کې د ګوزڼ د ۱۶ تازه پېښو خبر ورکړی

د روغتیا نړیوال سازمان افغانستان او پاکستان کې د ګوزڼ د ۱۶ تازه پېښو خبر ورکړی

اگست 27, 2026
د امریکا د داعش خراسان څانګې د دوو مشرانو پر موندلو جایزې اعلان کړې

د امریکا د داعش خراسان څانګې د دوو مشرانو پر موندلو جایزې اعلان کړې

اگست 27, 2026
د تېلو بیو له لوړېدو د خلکو شکایتونه؛ حکومت دې د افغانستان خپل تېل را وباسي

د تېلو بیو له لوړېدو د خلکو شکایتونه؛ حکومت دې د افغانستان خپل تېل را وباسي

اگست 27, 2026
لوګزامبورګ هم هغه افغان کډوال راشړي چې په جرمي قضیو کې ښکېل پېژندل شوي

لوګزامبورګ هم هغه افغان کډوال راشړي چې په جرمي قضیو کې ښکېل پېژندل شوي

اگست 27, 2026
شمع هدایت ښوونځي کې چاودنه د چا له خوا، څنګه او څه ډول رامنځته شوه؟

شمع هدایت ښوونځي کې چاودنه د چا له خوا، څنګه او څه ډول رامنځته شوه؟

اگست 27, 2026
خوست ښار کې به د روان کال تر پایه  ۳۰ پرمختیایي پروژې پلې شي

خوست ښار کې به د روان کال تر پایه ۳۰ پرمختیایي پروژې پلې شي

اگست 27, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist