Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کرېکټ ملي لوبډلې د اتلانو جام لپاره تمرینات پیل کړل

کرېکټ ملي لوبډلې د اتلانو جام لپاره تمرینات پیل کړل

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/02/02

د اتلانو جام)چمپین ټرافۍ( لوبو پیل ته چې ټاکل شوې په پاکستان ترسره شي، یوازې ۱۸ ورځې پاتې دي خو لاهم ګڼ شمېر هغه افغان لوبغاړي په سوداګریزو لیګونو کې لوبېږي چې د چمپین ټرافۍ لپاره په اعلان شوې لوبډله کې شامل دي.

د چمپین ټرافۍ لوبو لپاره د ښه چمتوالي په موخه، افغان ملي لوبډلې لپاره په متحده عربي اماراتو کې تمریناتي کمپ پیل شوی او هغه لوبغاړي یې برخه دي چې په تجارتي لیګونو کې نه لوبیږي.

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، په نږدې څو ورځو کې به په اعلان شوې لوبډله کې شامل ټول لوبغاړي له سوداګریزو لیګونو تمریناتي کمپ ته را وغواړي او په متحده عربي اماراتو کې له تمریناتو وروسته به لوبډله پاکستان ته لاړه شي او هلته به هم د روزونکو ترڅار لاندې تمریناتي کمپ ولري.

د افغانستان کرېکټ بورډ ویاند سید نسیم سادات وايي: « د اتلانو جام لپاره د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې خپل تمرینات پيل کړې دي. د دې تمریناتو لومړی پړاو په متحده عربي اماراتو کې پيل شوی او ډېر ژر به تر پنځم یا شپږم تاریخ پورې په لیګونو کې لوبېدونکي لوبغاړي او مشر روزونکی هم له دې کمپ سره یوځای شي. دا تمریناتي کمپ به د فبرورۍ تر ۱۵ نېټې په اماراتو کې ادامه ولري، له هغې وروسته به زموږ لوبډله ځي پاکستان ته او هلته به ورسره نوی مشاور روزونکی یونس خان هم یوځای کېږي او پاکستان کې د اتلانو جام تر پیل پورې خپل تمرینات ترسره کړي او له هغې وروسته به په رسمي سیالیو کې ګډون کوي.»

د کرېکټ پخواني لوبغاړي د چمپین ټرافۍ لوبې مهمې یادوي او زیاتوي چې دغو لوبو ته د لوبغاړو پر چمتوالي ډېر کار وشي.

پخوانی ملي لوبغاړی هستي ګل عابد وايي: « دا ټورنمېنټ ډېر با ارزښته ټورنمېنټ دی. که موږ دا ټورنمېنټ له نړیوال جام سره مقایسه کړو، ترې کم نه دی. ځکه په دې لوبو کې د نړۍ ۸ غوره لوبډلې ګډون کوي. چمپین ټرافي موږ ته ډېرې ګټې لري او داسې دی لکه موږ چې خپل کور کې لوبه کوو. که موږ د پاکستان او افغانستان وضعیت سره پرتله کړو، تقریبا ً یو شان دي. د افغانستان ټیم لپاره یوازینۍ مهم کار د دوی ترمنځ ګډ کار او یوالی دی. دا چې اوس زموږ اکثریت لوبغاړي په نړیوالو تجارتي لیګونو کې لوبېږي، کرېکټ بورډ ته په کار ده چې لوبډله راټوله کړي او د روزونکو په ګډون تمریناتي کمپ ورته جوړ کړي.»

په ورته وخت کې د افغان ملي لوبډلې پخوانی روزونکی او پخوانی پاکستانی  لوبغاړی عمرګل په دې تړاو شمشاد ته وویل، د اتلانو جام لوبو کې افغان لوبډله د پیاوړو لوبډلو په ګروپ کې شامله ده او باید له ښه چمتوالي سره لوبو ته ورشي.

هغه په دې اړه وايي: « د افغانستان په ګروپ کې ډېر سخت ټیمونه دي لکه سوت افریقا، اسټرالیا او انګلېنډ سره لوبې لري. دا کمزوري ټیمونه نه دي او افغان لوبډلې ته سخت محنت کول په کار دي. په ځانګړې توګه توپ وهونکو او د بېټېنګ سایډ ته ښه کارکردګي په کار ده. که تاسو دغو ټیمونو ته وګورئ، د هغو ټارګېټ به دا وي چې د افغانستان خلاف فېس اټک وکړي. نو افغانستان ته په کار ده چې د چټکو توپ اچوونکو په خلاف ښه تمرینات وکړي.»

عمرګل دغه راز زیاتوي، د چمپین ټرافۍ ټورنمینیټ ګټلو لپاره افغان لوبډلې ته په کار ده چې د نورو برخو ترڅنګ د توپ اچونې په برخه کې هم له خپل ټول ځواک او زور کار واخلي.

عمرګل په دې اړه وايي: « زه د افغانستان ټیم ته سپارښتنه کوم چې خپلو پنځو غوره بالرانو سره پوره بالېنګ وکړي، ځکه چې د افغانستان قوت په بالېنګ کې دی. تر هغو چې د دوی بالېنګ قوي وي، ټورنمېنټ ګټلی شي. شاید یو نیم مېچ په بېټېنګ باندې هم وګټي، خو که ټورنمېنېټ ګټل غواړي، بالېنګ ډېر اړین دی. زه فکر کوم وضعیت هماغه شان دی لکه څنګه چې هند کې و، خو بیا هم ټینګار کوم چې توپ وهنه کې ښه کارکردګي په کار ده.»

ټاکل شوې د روانې فبرورۍ پر ۱۹نېټه د اتلانو جام (چمپین ټرافي) لوبې په پاکستان کې پیل شي.

په دغو لوبو کې افغانستان له اسټرالیا، انګلېند او سوېلي افریقا سره د ګروپ لوبې لري.

په تېرو دوو نړیوالو جامونو کې د افغانستان لوبو ته په کتو تمه کېږي چې دا ځل به هم افغانستان ښې لوبې وکړي او لاسته راوړنې به ولري.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د کرېکټ نړیوال جام  سیالیو کې د پاکستان پر وړاندې د افغان لوبډلې بري نړیوال حیران کړي
لوبې

کرېکټ بورډ: هڅه کېږي افغان لوبډله له هر پلوه پر پښو ودرول شي

اپریل 13, 2026
د فري سټایل سپورټ بنسټ اېښودونکی په المپیک کې د دې ورزش د ثبت غوښتنه کوي
لوبې

د فري سټایل سپورټ بنسټ اېښودونکی په المپیک کې د دې ورزش د ثبت غوښتنه کوي

فبروري 17, 2026
د المپیک او بدني روزنې کمېټې ۳ زره لوبغاړو ته د عصریې ورکول پيل کړل
لوبې

د المپیک او بدني روزنې کمېټې ۳ زره لوبغاړو ته د عصریې ورکول پيل کړل

فبروري 17, 2026
کرېکټ ملي لوبډلې په یوه زړه پورې لوبه کې سوېلي افرېقا ته ماتې ومنله
لوبې

کرېکټ ملي لوبډلې په یوه زړه پورې لوبه کې سوېلي افرېقا ته ماتې ومنله

فبروري 12, 2026
کرېکټ بورډ او سوپرکولا د ملي لوبډلې دوه کلن مالي ملاتړ هوکړه لاسلیک کړه
لوبې

کرېکټ بورډ او سوپرکولا د ملي لوبډلې دوه کلن مالي ملاتړ هوکړه لاسلیک کړه

فبروري 3, 2026
د ریاست الوزرا مقام مډال راوړونکي لوبغاړي په جایزو ونازول
لوبې

د ریاست الوزرا مقام مډال راوړونکي لوبغاړي په جایزو ونازول

جنوري 27, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist