Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کراچۍ کې د رنجرز ځواکونو پر مرکز برید؛ ګڼو پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې

کراچۍ کې د رنجرز ځواکونو پر مرکز برید؛ ګڼو پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/06/29

په خیبرپښتونخوا او بلوچستان کې د ناامنۍ له زیاتېدو او د پاکستاني پوځ ضد وسله‌والو بریدونو له شدت وروسته، دا ځل د دې هېواد په مرکزي سیمه کې پوځي مرکز په نښه شوی.

تازه برید د سند ایالت کراچۍ ښار اړوند د رنجرز نیمه پوځيانو پر مرکز شوی چې د پوځ د تایید شویو شمېرو له مخې په کې درې تنه وژل شوي او څلور نور ژوبل شوي دي.

له برید وروسته د پوځ په اعلامیه کې راغلي، بریدګرو له موټر بمب برید وروسته مرکز کې دننه له پوځیانو سره جګړه کړې.

اعلامیه کې دغه برید هند ته منسوب شوی او ویل شوي چې جماعت الاحرار ډلې ترسره کړی او له برید وروسته پوځ په شاوخوا سیمو کې چاڼیزعملیات هم ترسره کړي دي.

د پاکستان پوځ اعلامیه کې راغلي: « له بریدګرو سره په نښته کې درې پوځیان وژل شوي او څلور نور ژوبل شوي دي.»

یو شمېر نورې کره سرچینې بیا دا شمېرې ناسمې او تر دې زیاتې ګڼي. د راپورونو له مخې، په دې برید کې لږ تر لږه ۱۰ پاکستاني پوځیان وژل شوي او ګڼ نور ژوبل شوي دي.

د تحریک طالبان پاکستان(ټي‌ټي‌پي) اړوند جماعت الاحرار څانګې د دې برید مسوولیت منلی او وايي، پر رنجرز پوځي مرکزعملیاتو کې یې نهو کسانو برخه لرله.

د چارو شنونکی معین‌ګل څمکنی وايي: « دا څرګندوي چې د پاکستان امنیتي وضعیت تر کومه حده پېچلی او ژور شوی. پاکستان دعوه کوي چې ټي‌ټي‌پي له افغانستان راځی او خیبرپښتونخوا کې عملیات کوي، خو سند ایالت له فرضي کرښې ډېر لرې دی او دا چې هلته هم امنیتي پېښې کېږي، دا د پاکستان د پوځ ضعف او د نا امنیو پراختیا څرګندوي.»

شنونکي دغه راز وايي، د کراچۍ په څېر د پاکستان په مرکزي سیمو کې د ټي‌ټي‌پي برید که له یوې خوا ډیورند فرضي کرښې پورې غاړې ته د تحریک طالبان پاکستان په ګډون د ګڼو وسله‌والو ډلو پراخ نفوذ ښيي، له بلې خوا پر هغو ادعاوو هم د بطلان کرښه راکاږي چې وايي په خیبر پښتونخواه او بلوچستان کې بریدونه له افغانستانه د پاکستان ضد وسله‌والو د اسانه اووښتو له امله ترسره کېږي.

دوی له کرښې شاوخوا یو نیم زر کیلومټره لرې د پاکستان په خاوره کې دننه، دا ډول دقیق او پلان شوي عملیات په پاکستان کې د وسله‌والو د پراخ فعالیت او د پلانونو پلي کولو د انسجام نښه ګڼي.

د پوهنتون استاد فیض‌محمد ځلاند وايي: « داسې ښکاري چې د پاکستان نا امنۍ ورځ تر بلې پراخېږي او له خیبرپښتونخوا څخه سند او بیا پنجاب ته رسېږي. دا هرڅه د پاکستان د داخلي کمزورۍ او بې ثباتۍ نتیجه ده. دا چې پاکستان د خپلې نا امنۍ پړه کله پر افغانستان او کله د سیمې په نورو هېوادونو اچوي، دا د ملامتۍ یوه لوبه ده.»

د پاکستان په سټراټیژیکو او له امنیتي اړخه په شدت ساتل شویو ساحو کې د بریدونو ترسره کېدل دا ښکاره کوي چې سره له دې چې په خیبر پښتونخواه او بلوچستان کې د امنیتي وضعیت مهارېدل نږدې له کڼټروله وتلي، ورسره د ناامنۍ لمن اوس د دې هېواد مرکزي او مهمو سیمو ته هم خپره شوې ده.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

پاکستان کې د نا امنیو پراختیا؛ یوازې اګسټ کې تر ۲۰۰ زیات بریدونه شوي
نړۍ

پاکستان کې د نا امنیو پراختیا؛ یوازې اګسټ کې تر ۲۰۰ زیات بریدونه شوي

سپتمبر 3, 2026
د ایران- امریکا جګړه بیا پیل شوه؛ دواړه لوري یو بل ته د تلفاتو اړولو ادعا کوي
نړۍ

د ایران- امریکا جګړه بیا پیل شوه؛ دواړه لوري یو بل ته د تلفاتو اړولو ادعا کوي

سپتمبر 3, 2026
پر شانګهای سرمشریزې د اوکراین او ایران جګړو سیوری، دغه سرمشریزه پرون په بشکېک کې پيل شوه
نړۍ

پر شانګهای سرمشریزې د اوکراین او ایران جګړو سیوری، دغه سرمشریزه پرون په بشکېک کې پيل شوه

سپتمبر 1, 2026
ګوټرېش: اټومي وسلې لرونکي هېوادونه دې کړي جنایتونه نه تکراروي
نړۍ

ګوټرېش: اټومي وسلې لرونکي هېوادونه دې کړي جنایتونه نه تکراروي

اگست 30, 2026
اتحاد المجاهدین پر پاکستاني ځواکونو د ترسره کړیو عملیاتو ویډیو خپره کړه
نړۍ

اتحاد المجاهدین پر پاکستاني ځواکونو د ترسره کړیو عملیاتو ویډیو خپره کړه

اگست 25, 2026
ولي خان: عربستان او ترکیه د پاکستان له لاسه وتلی حاکمیت بېرته نه شي راګرځولی
نړۍ

ولي خان: عربستان او ترکیه د پاکستان له لاسه وتلی حاکمیت بېرته نه شي راګرځولی

اگست 9, 2026

وروستي خبرونه

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist