Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي

کارپوهان: منځني ختیځ کې د جګړې درېدل د سیمې او نړۍ  په ګټه دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/04/09

له ۲۴ ورځینۍ خطرناکې او شدېدې جګړې وروسته، امریکا او ایران پر ۱۵ ورځني اوربند سلا شوي او د مخامخ خبرو لپاره يې چمتووالی پيل کړی.

دې جګړې نه يوازې ايران بلکې نږدې ټول منځنی ختيځ لړزولی او اوس تمه ده چې د پای ته رسېدو لپاره به يې پيل کېدونکي مذاکرات مثبته نتيجه ورکړي.

شنونکي د مذاکراتو پايلې ته له دې امله هيله‌من دي چې ګوندي اوسنی لنډمهاله اوربند په دايمي هغه بدل شي او په دې توګه به د سيمې او نړۍ ترڅنګ د افغانستان اقتصادي وضعيت د اغېزمنېدو مخنيوی هم وشي.

د سیاسي چارو شنونکی شهزاده مسعود وايي: « موږ د دې اوربند او مذاکراتو هرکلی کوو او هیله لرو چې کامیاب شي؛ جګړه د حل لاره نه ده او بندېدو سره به یې سیمه کې او نړۍ کې سیاسي او اقتصادي ثبات راشي.»

تحلیلوونکي وايي، څرنګه چې د ایران او امریکا جګړې سیمه اغېزمنه کړې او اقتصاد یې ټکنی شوی، همداسې یې د جګړې پای ته رسېدل هم د سیمې اقتصاد او سوداګرۍ په ګټه دي.

دوی وايي، د هرمز تنګي په بېرته پرانستلو سره به د نفتو ټرانزیټ په عادي ډول سیمې او نړۍ ته پیل شي او د توکو پورته شوې بيې به بېرته عادي حالت ته را وګرځي.

د سیاسي چارو شنونکی نجیب الرحمان شمال وايي: « که څه هم د اوربند لنډمهاله دی، خو زه هیله من یم چې  د دې مودې له پای ته رسېدو وروسته اوربند دایمي شي. تاسو ولیدل چې جګړې د نړۍ پر اقتصاد منفي اغېز درلود او که له دې سره د هرمز تنګی خلاص شي، پر اقتصادي او سیاسي اړیکو به ښه اغېز ولري. د دې جګړې پای ته رسېدل پر افغانستان هم مثبت اغېز لرلی شي؛ ځکه افغانستان د طبیعي پېښو له امله د نړۍ مرستو ته اړتیا لري.»

په ټوله کې د امریکا، اسراییلو او ایران ترمنځ له ۴۲ ورځو جګړې وروسته د لنډمهاله اوربند اعلان او د ښکېلو اړخونو له لوري مذاکراتو ته مشروط چمتوالي د سیمې ثبات او ټیکاو په ګټه یادېږي.

د چارو شنونکي د دواړ اړخونو له لوري مذاکراتو ته وړاندې شوي شرایط سخت یادوي، خو تمه ښي چې پایله به ورکړي او سیمه به بېرته خپل عادی حالت ته را وګرځي.

د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند وايي: « داسې ښکاري چې امریکا، اسراییل او ایران حاضر شوي چې د منځګړو په شتون کې خبرو ته سره کېني. دا خبرې به د سیمې په ټپه ولاړ اقتصادي حالت روان کړي او د جګړې تود سنګر به د سولې په ټغر بدل کړي.»

پر ایران د امریکا او اسراییلو له بریدونو وروسته سیمه او د ایران ګاونډي هېوادونه نه یوازې امنیتي بلکې سیاسي او اقتصادي بحران سره مخ شول. په دغو هېوادونو کې د نفتو بیې لوړې شوې او همدا راز ثبات یې زیانمن شو، خو اوس د لنډمهاله اوربند په اعلان سره د وضیعت بېرته عادي کېدو تمې زیاتې شوې دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني
نړۍ

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
کشمیر کې د پاکستاني ریاست ضد لاریونونو پرمهال لسګونه کسان وژل شوي
نړۍ

کشمیر کې د پاکستاني ریاست ضد لاریونونو پرمهال لسګونه کسان وژل شوي

جولای 30, 2026
د پاکستان اټومي وسلو د ناخوندیتوب په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي
نړۍ

د پاکستان اټومي وسلو د ناخوندیتوب په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي

جولای 28, 2026
پاکستاني چارواکو کابل کې د علماوو له وروستۍ فتوا هرکلی کړی
نړۍ

اسحاق ډار: پاکستان کې په تېر یوه کال کې له ۲ زرو امنیتي پېښې شوې

جولای 26, 2026
امریکا: د اټومي تأسیساتو تر ویجاړېدو پورې پر ایران بریدونو ته ادامه ورکوو
نړۍ

امریکا: د اټومي تأسیساتو تر ویجاړېدو پورې پر ایران بریدونو ته ادامه ورکوو

جولای 21, 2026
کراچۍ کې د رنجرز ځواکونو پر مرکز برید؛ ګڼو پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې
نړۍ

کراچۍ کې د رنجرز ځواکونو پر مرکز برید؛ ګڼو پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې

جون 29, 2026

وروستي خبرونه

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist