Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کابل کې د او.آی.سي دفتر مشر د سعودي عربستان له سفیر سره کتلي

کابل کې د او.آی.سي دفتر مشر د سعودي عربستان له سفیر سره کتلي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/06/25

په کابل کې د اسلامي همکاریو سازمان دفتر مشر ډاکټر محمد سعید العیاشپه د سعودي عربستان له سفیر فیصل طلق محمد البقمي سره کتنه کې په افغانستان کې د بشري مرستو، پراختیايي همکاریو او ثبات د هڅو د ملاتړ لپاره د همکارۍ د لا پیاوړتیا په اړه خبرې وکړې.

 

 د دغه د دفتر لخوا په خپور شوي یوه بیان کې ویل شوي دي، په دې کتنه کې دواړو خواو  د افغان ولس پر وړاندې د شته ننګونو د هواري لپاره پر خپلې ګډې ژمنتیا ټینګار وکړ.

 

العیاشپه د سعودي عربستان سفیر سره خبرو کې د ریاض د دوامدار ملاتړ ستاینه وکړه.

 نوموړي زیاته  کړه، چې  د سولې، ثبات او د افغانانو د هوساینې د پیاوړتیا لپاره د اسلامي همکاریو سازمان د غړو هېوادونو او نړیوالو شریکانو ترمنځ دوامداره همکاري خورا مهمه ده.


د خبرپاڼې یوه برخه:« په کابل کې د اسلامي همکاریو سازمان د دفتر مشر  په افغانستان کې د سعودي عربستان له سفیر  سره په کتنه کې د افغانستان سره د بشري مرستو، همکاریو پر پراختیا او ثبات د پیاوړتیا د افغانانو د ستونزو د حل او د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره د ګډو همکاریو پر دوام ټینګار شوی.»

 

د نړیوالو چارو شنونکي دغه کتنې د افغانستان لپاره ګټورې بولي او زیاتوي چې اسلامي همکاریو سازمان کولای چې له افغانانو سره د بشري مرستو په تنظیم، اقتصادي فشار د کمولو او د افغانستان نړیوالو انزوا څخه د رایستلو لپاره ګټور تمام شي.


د نړیوالو اړیکو شنونکی امیر ګران وايي:« د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان دا هم د اسلامي هېوادونو له ټولو لویه او اغیزناکه اداره بلل کېږي. نو د دوی ترمنځ دغه کتنې د افغانستان په تړاو د اهمیت وړ دي. دا به مرسته وکړی شي چې له افغانانو سره د بشري مرستو په تنظیم کې، همدارنګه د اقتصادي فشار راکمولو او له نړیوالې انزوا د افغانستان رایستلو کې  برخه کې ګټور تمامېدی شي. »

 

 د دې لیدنې موخه د افغانستان له خلکو سره د نړیوالو بشري همکاریو پیاوړتیا او د سولې او ثبات لپاره د ګډو هڅو ملاتړ بلل شوې، څو د هېواد اوسني بشري او ټولنیز وضعیت ته اغېزمن ځواب وړاندې شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026

وروستي خبرونه

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist