د قطر بهرنیو چارو وزارت ویلي، د قطر او امریکا د سټراټیژیکو خبرو اترو په اتم پړاو کې د افغانستان په ګډون د یو شمېر سیمهییزو او نړیوالو مسایلو په اړه بحث شوی، خو د افغانستان په تړاو یې د خبرو اترو جزئیات نه دي خپاره کړي.
د قطر او امریکا دغه خبرې د ۲۰۲۶ کال د نومبر په ۲۳مه او ۲۴مه نېټه په واشنګټن ډي سي کې شوې چې مشري یې د قطر او متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیرانو کوله.
د قطر بهرنیو چارو وزارت په دې اړه په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې د سیمهییزو او نړیوالو مسایلو په اړه د خبرو اترو پر مهال د افغانستان، غزې، سورې، لبنان، ایران او د افریقا او لاتینې امریکا د ځینو هېوادونو پر وضعیت هم خبرې شوې دي.
اعلامیه کې دغه راز ویل شوي: « د قطر او امریکا د سټراټیژیکو خبرو اترو په اتم پړاو کې د افغانستان په ګډون د یو شمېر سیمهییزو او نړیوالو مسایلو په اړه بحث شوی. د امریکا او قطر په ګډه اعلامیه کې هم د افغانستان په ګډون د بېلابېلو سیمهییزو کړکېچونو په اړه د دواړو هېوادونو پر ګډو سیاسي لومړیتوبونو ټینګار شوی.»
د قطر بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې د دوحې او واشنګټن د ګډ بیان په استناد ویل شوي چې دواړه هېوادونه د داسې راتلونکي د رامنځته کولو لپاره هڅې کوي چې پر سولې ولاړ وي او ترهګرۍ ته په کې ځای نه وي.
د قطر چارواکو همدارنګه د منځګړیتوب، د شخړو د سولهییز هواري، بشري مرستو او د کړکېچونو د کمولو په برخو کې د همغږۍ پر پیاوړتیا ټینګار کړی.
په دې غونډه کې د افغانستان یادونه په داسې حال کې شوې چې د افغانستان په اړه د واشنګټن او دوحې ترمنځ ډېپلوماټیکې مشورې دوام لري، خو د افغانستان په تړاو د دواړو هېوادونو د مشخصو پرېکړو او احتمالي اقداماتو په اړه څه نه دي ویل شوي.
افغان شنونکي د افغانستان په تړاو د قطر دولت نېک دریځ ته په کتو هیله مند دي چې دوحه به د افغانستان او نړیوالې ټولنې او په تېره بیا، له امریکا سره د تعامل رامنځته کولو په برخه کې د یوه پله رول لوبوي.
د سیاسي چارو شنونکی، اختر محمد راسخ وايي: « قطر غواړي د اسلامي امارت او غربي نړۍ ترمنځ پل جوړ شي، ترڅو په مختلفو بڼو او لارو له اسلامي امارت سره د تعامل لاره هواره کړي. افغانستان ته بې طرفي او اقتصاد محور سیاست تر نورو لارو غوره دی.»
شنونکي په ورته وخت کې افغان حکومت ته سپارښتنه کوي چې باید د بې طرفۍ اصل ته ژمن پاتې شي او د لوېدیځ او ختیځ ترمنځ د سیالیو په ډګر د بدلېدو مخنیوی وکړي.
دوی د اسلامي امارت اقتصاد محوره پالیسي ستایي او وايي چې له سیمه ییزو او نړیوالو هېوادونو سره د اړیکو پاللو همدا تر ټولو غوره لار ده.
د قطر دولت او متحده ایالتونو دغه ګډ بحثونه داسې مهال شوي چې د قطر دولت تر دې مخکې د افغانستان او اروپایي هېوادونو ترمنځ هم د مثبت تعامل رامنځته کولو هڅې کړې دي.