Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ډونالډ ټرمپ له وسله وال برېد روغ وتلی

ډونالډ ټرمپ له وسله وال برېد روغ وتلی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/07/15

د امریکا په پنسلوانیا ایالت کې د پخواني ولسمشر او د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو نوماند ډونالډ ټرمپ، په یوه وسله وال برید کې ټپي شوی دی.

دغه پېښه د یاد ایالت په بټلر سیمه کې هغه مهال رامنځته شوې، چې نوموړي په یوه ټاکنیزه غونډه کې د خپلو زرګونه پلویانو په منځ کې وینا کوله.

د دغه هېواد فدرال ادارې له قوله وسله وال بریدګر ۲۰ شل کلن ټوماس مټیو کروکس نومېږي، چې د پنسلوانيا ایالت اوسېدونکي دی او د نوموړي له لوری فاير شوې مرمۍ ډونالډ ټرمپ د غوږ په یو برخه لږېدلې.

بریدګر د پولیسو په ځوابي ډزو کې وژل شوی او  د یوه بل تن پر وژل کېدو سربېره په دې پېښه کې دوه تنه نور چې د غونډې ګډونوال بللی کیږي، ټپیان دي.

روغتون ته تر لېږدېدو څو ساعته وروسته ټرمپ په یوې اعلامیې کې له امنیتي مسوولینو څخه د دې پېښې د ښه مدیریت له کبله مننه کړې او دغه پېښه یې حیرانوونکې بللې.

هغه زیاته کړې:« تر هر څه د مخه زه غواړم په دې پېښه کې د وژل شوي کس او د ټپیانو کورنیو ته خپل د خواخوږۍ مراتب وړاندې کړم. دا ډېره هېښوونکې ده، چې ورته پېښې دې د امریکا په څېر هېواد کې ترسره شي.»

دې پېښې ګڼ غبرګونونه راپارولي.

د امریکا ولسمشر جوبایډن پر خپل ټاکنیز سیال وسله‌وال برید غندلی او ویلي يې دي، چې د امریکا په هېڅ ځای کې ورته تاوتریخوالي ته اجازه نه ورکوي.

نوموړی په یوه خبري کنفرانس کې د ورته کړنو د مهار لپاره د امریکايي سیاستوالو ترمنځ پر یووالي ټینګار کړی او ویلي يې دي، هېڅوک باید په ورته پېښو سترګې پټې نه کړي.

هغه زیاتوي:« د ورته تاوترېخجنو کړنو لپاره په امریکا کې هېڅ ځای نشته. دا بده ده او له همدې کبله موږ باید دغه هېواد متحد کړو. موږ نه شو کولیی ورته کړنو ته د پېښېدو اجازه ورکړو. موږ باید داسې ونه اوسو. موږ نه شو کولی په دې پېښو سترګې پټې کړو.»

د اروپايي کمېسیون مشر سره له دې چې ویلې يې دې پېښې سخته حیرانه کړې، زیاته کړې يې ده، چې سیاسي تاوتریخوالی په ډېموکراسۍ کې هېڅ ځای نه لري.

په ورته مهال د ملګرو ملتونو ویاند د دې سازمان د سرمنشي له قوله په یوې خپره شوې اعلامیه کې دغه پېښه غندلې او سیاسي تاوتریخوالی یې بللی.

د خبرپاڼې یوه برخه:« د ملګرو ملتونو سرمنشي په واضح ډول ورته سیاسي تاوترېخوالی غندي. نوموړی د ولسمشر ټرمپ د ژر تر ژره سلامتیا لپاره هېله څرګندوي.»

بل پلو یاده پېښه د کانادا، برېټانیا، هند او جاپان په ګډون د ګڼو هېوادونو د مشرانو له لوري غندل شوې او سیاسي تاوتریخوالی یې د ډېموکراسۍ او حکومتوالۍ لپاره د نه منلو کړنه بللې.

د فرانسې ولسمشر اېمانوېل مکرون بیا ډونالډ ټرمپ د ترور د ناکامې هڅې قرباني بللی او دغه پېښه یې د ډېموکراسۍ لپاره تراژیدي بللې.

ماکرون زیاته کړې:« زما فکر د ترور د هڅې له قرباني ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره دی. زه د هغه د سملاسي روغتیا هیله لرم. په دې پېښه کې د غونډې یو ګډونوال وژل شوی او څو نور ټپیان دي. دا د ډېموکراسۍ لپاره یوه تراژیدي ده.»

د امریکا فدرال ادارې ویلي، دغه پېښې د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ترور هڅې په تور څېړي.

دا پېښه داسې مهال رامنځته کېږي، چې ټاکل شوې شاوخوا پنځه میاشتې وروسته او د روان کال په نومبر کې ډونالډ ټرمپ له اوسني ولسمشر جوبايډن سره په ولسمشریزو ټاکنو کې سيالي وکړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د ایران – امریکا سولې هوکړه د جمعې په ورځ لاسلیک کېږي
نړۍ

امریکا او ایران د مذاکراتو تعقیب پر میکانیزم سلا شوي

جون 23, 2026
د ټرمپ څرګندونو ته د مېلوني غبرګون: زه او ایټالیا هېچا ته زارۍ نه کوو
نړۍ

د ټرمپ څرګندونو ته د مېلوني غبرګون: زه او ایټالیا هېچا ته زارۍ نه کوو

جون 22, 2026
د ایران – امریکا سولې هوکړه د جمعې په ورځ لاسلیک کېږي
نړۍ

د ایران – امریکا سولې هوکړه د جمعې په ورځ لاسلیک کېږي

جون 16, 2026
پر یو بل د ایران او امریکا بریدونو د سولې خبرې پېچلې کړې دي
نړۍ

پر یو بل د ایران او امریکا بریدونو د سولې خبرې پېچلې کړې دي

جون 2, 2026
بېجېنګ: مسکو سره په ګډه نړیوال نظام کې څو قطبي واک رامنځته کوو
نړۍ

بېجېنګ: مسکو سره په ګډه نړیوال نظام کې څو قطبي واک رامنځته کوو

مې 21, 2026
د روغتیا نړیوال سازمان: د بودیجې کسر نړیوالو روغتیايي ننګونو ته رسېدنه سخته کړې
نړۍ

د روغتیا نړیوال سازمان: د بودیجې کسر نړیوالو روغتیايي ننګونو ته رسېدنه سخته کړې

مې 20, 2026

وروستي خبرونه

افغان او اروپايي ټولنې چارواکو پر دوه اړخیزو موضوعاتو خبرې کړې

افغان او اروپايي ټولنې چارواکو پر دوه اړخیزو موضوعاتو خبرې کړې

جون 25, 2026
کابل کې د او.آی.سي دفتر مشر د سعودي عربستان له سفیر کتلي

کابل کې د او.آی.سي دفتر مشر د سعودي عربستان له سفیر سره کتلي

جون 25, 2026
د اتصالاتو مخابراتي شرکت خپل نوم او لوګو بدله کړه

د اتصالاتو مخابراتي شرکت خپل نوم او لوګو بدله کړه

جون 24, 2026
ماه رنګ بلوڅ ته د عمري بند سزا اورول شوې

ماه رنګ بلوڅ ته د عمري بند سزا اورول شوې

جون 24, 2026
د ایران – امریکا سولې هوکړه د جمعې په ورځ لاسلیک کېږي

امریکا او ایران د مذاکراتو تعقیب پر میکانیزم سلا شوي

جون 23, 2026
د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي

د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي

جون 22, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist