Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

پښتونخوا کې لاریونونو بیا زور واخیست

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2019/02/05

پښتونخوا کې زرګونو پښتنو د  پاکستان حکومت پر ضد لاریون وکړ.

د پښتونخوا په مرکزي ښارګوټو کې د ارمان لوڼي د شهادت په غبرګون د پاکستان د حکومت پر ضد پراخ لاریونونه پیل شول.

زرګونو پښتنو مبارزینو او د پښتون ژغورنې د غورځنګ مینه والو د پاکستاني حکومت پر ضد شعارونه ورکول.

د ارمان لوڼي شهادت د پاکستان پر ضد د پښتنو ځوانانو توند غبرګونونه او کرکه را پارولې ده.

د ارمان غایبانه جنازې په کابل، کندهار، ننګرهار، خوست، پکتیا، هلمند، لوګر، بلخ، کنړ او یو شمیر نورو ولایتونو کې هم وشوې.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین، ارمان لوڼي ته د قوم د شهید نوم ورکړی.

ټاکل شوې ده چې د ارمان لوڼي د شهادت په غبرګون به دلته په یو شمیر ولایتونو کې هم ورته اعتراضیه لاریونونه وشي.

ارمان لوڼی د شنبې په ورځ د کوېټې په لولايي سیمه کې د یو پاکستاني پولیس افسر له خوا په ډزو ووژل شو.

ShareTweetShareSendSend

Related News

د ایران – امریکا سولې هوکړه د جمعې په ورځ لاسلیک کېږي
نړۍ

امریکا او ایران د مذاکراتو تعقیب پر میکانیزم سلا شوي

جون 23, 2026
د ټرمپ څرګندونو ته د مېلوني غبرګون: زه او ایټالیا هېچا ته زارۍ نه کوو
نړۍ

د ټرمپ څرګندونو ته د مېلوني غبرګون: زه او ایټالیا هېچا ته زارۍ نه کوو

جون 22, 2026
د ایران – امریکا سولې هوکړه د جمعې په ورځ لاسلیک کېږي
نړۍ

د ایران – امریکا سولې هوکړه د جمعې په ورځ لاسلیک کېږي

جون 16, 2026
پر یو بل د ایران او امریکا بریدونو د سولې خبرې پېچلې کړې دي
نړۍ

پر یو بل د ایران او امریکا بریدونو د سولې خبرې پېچلې کړې دي

جون 2, 2026
بېجېنګ: مسکو سره په ګډه نړیوال نظام کې څو قطبي واک رامنځته کوو
نړۍ

بېجېنګ: مسکو سره په ګډه نړیوال نظام کې څو قطبي واک رامنځته کوو

مې 21, 2026
د روغتیا نړیوال سازمان: د بودیجې کسر نړیوالو روغتیايي ننګونو ته رسېدنه سخته کړې
نړۍ

د روغتیا نړیوال سازمان: د بودیجې کسر نړیوالو روغتیايي ننګونو ته رسېدنه سخته کړې

مې 20, 2026

وروستي خبرونه

کندهار کې به سږ کال د غنمو له فصل ۳۶۹ زره ټنه حاصلات راټول شي

کندهار کې به سږ کال د غنمو له فصل ۳۶۹ زره ټنه حاصلات راټول شي

جون 28, 2026
هرات کې د کچالو کروندګر: حاصلات ښه خو بیې ناهیلې کوونکې دي

هرات کې د کچالو کروندګر: حاصلات ښه خو بیې ناهیلې کوونکې دي

جون 28, 2026
ننګرهار کې سېلاب ځپلې کورنۍ د مرستو غوښتنه کوي

تېرو دوو ورځو کې طبیعي پېښو له پنځو هېوادوالو ژوند اخستی

جون 28, 2026
منځنۍ ختیځ: امریکا او ایران یو ځل بیا پر یو بل درانه بریدونه کړي

منځنۍ ختیځ: امریکا او ایران یو ځل بیا پر یو بل درانه بریدونه کړي

جون 28, 2026
واسیلیف: ګډ امنیتي تړون افغانستان سره پوله کې د وسله والو ډلو ځپلو هڅه کوي

واسیلیف: ګډ امنیتي تړون افغانستان سره پوله کې د وسله والو ډلو ځپلو هڅه کوي

جون 28, 2026
افغانستان ترکي پانګوالو ته د ګډې پانګونې پراختیا بلنه ورکړې

افغانستان ترکي پانګوالو ته د ګډې پانګونې پراختیا بلنه ورکړې

جون 28, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist