Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
پاکستان کې د ډاکټر ذاکر نایک ځینو څرګندونو غبرګونونه پارولي

پاکستان کې د ډاکټر ذاکر نایک ځینو څرګندونو غبرګونونه پارولي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/10/09

له تېرو څو ورځو راهیسې په ټولنیزو رسنیو کې تر ټولو تود بحث پاکستان ته د هندي مبلغ ډاکټر ذاکر نایک سفر دی.

نوموړی پاکستان ته په رسمي سفر تللی او هلته یې د دغه هېواد له لوړ پوړو چارواکو سره د لیدنو ترڅنګ په بېلابېلو صوبو کې  ګڼو خلکو ته تقریرونه او د خلکو پوښتنو ته ځوابونه ویلي دي.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف هم له مبلغ ذاکر نایک سره لیدلي او دې هېواد ته يې د نوموړي سفر ویاړ بللی.

شریف ویلي، په اوسنیو شرایطو کې ډاکټر ذاکر نایک یو له هغو اسلامي مبلغانو دی چې نړۍ ته یې د اسلام مبارک دین اصلي انځور وړاندې کړی.

هغه زیاته کړې:« ټوله اسلامي نړۍ پر ډاکټر ذاکر نایک ویاړي او وايي، تل یې د اسلام مبارک دین اصلي انځور نړۍ ته وړاندې کړی. اسلام مبارک دين د سولې، امن او ورورولۍ دین دی او ډاکټر ذاکر نایک تل هڅه کړې چې نورې نړۍ ته دغه پیغام په ډېره اسانه او په ښه ډول ورسوي. خوښ یم چې له ډاکټر ذاکر نایک وروسته د هغه زوی هم د ده لاره تعقیب کړې ده.»

مبلغ ذاکر نایک تېره اوونۍ پاکستان ته تللی او ټاکل شوې چې په دغه هېواد کې څه باندې یوه میاشت تېره کړي.

نوموړی به په دې دوره کې د پاکستان په درېیو لویو ښارونو کراچۍ، لاهور او اسلام آباد کې هم بېلابېلو او لویو غونډو ته ویناوې وکړي.

نایک تېره ورځ خپل لومړی تقریر د پاکستان په یوه لوی ښار کراچۍ کې وکړ چې د پوهنتون محصلینو، ځوانانو او د کراچۍ ښار اوسېدونکو په کې ګډون کړی و.

په دې تقریر کې تر ټولو مشهور اړخ یې د خیبرپښتوانخوا لکي مروت د یوې اوسیدونکې پلوشې پوښتنه وه.

نوموړې له ذاکر نایک پوښتلي چې ټولنه يې په بشپړه توګه اسلامي ده، خو پر دې سربېره هم په کې جنسي تېری، سود او نشه ‌یي توکي عام دي.

ډاکټر ذاکر نایک د پلوشې پوښتنې پر وړاندې توند غبرګون وښوده او هغه یې اړه کړه چې خپله پوښتنه بېرته واخلي.

د لکي مروت اوسېدونکې پلوشې وویل: « زموږ ټولنه په ټوله مانا په اسلامي اصولو ولاړه ده، خو زما اصلي پوښتنه دا ده چې ستاسې له نظره؛ ولې بیا هم په یوه داسې ټولنه کې نشه‌ یي توکي، زنا، لواطت، سود او پر ماشومانو جنسي تېري کیږي؟  ولې لا هم دغه کارونه ورځ تر بلې ډېرېږي؟ زما اساسي پوښتنه دا ده چې ولې زموږ په ټولنه کې ملایان په دې خبرو سترګې پټوي او یا غلي دي؟»

اسلامي مبلغ ذاکر نایک د پلوشې پوښتنه ناسمه وګڼله او وویل، په اسلامي ټولنه کې داسې کارونه نه کېږي.

هغه په دې اړه وویل:« تاسو وویل چې ستاسو په ټولنه کې اسلامي اصول مراعتیږي، خو بیا هم زنا، لواطت، نشه ‌یي توکي او پر ماشومانو جنسي تېري کېږي. ستاسې سوال بیخي نادرست دی؛ ځکه له یوې خوا خپله ټولنه اسلامي بولې او بلې خوا وایئ چې زموږ په ټولنه کې دا هم کېږي. دا نو ویلای شو چې خدای ناخواسته ستاسې ټولنه اسلامي نه ‌ده؛ ځکه په یوې اسلامي ټولنه کې هېڅ امکان نه لري چې دا دواړه په یو وخت کې وشي.»

پاکستان کې د مشهور مبلغ ذاکر نایک یو شمېر وینا او کړنې خورا مشهورې او جنجالې شوې او په ټولنیزو رسنیو کې یې ګڼ غبرګونونه راپارولي دي.

نوموړي د خپلو خبرو په یوه برخه کې ویلي، د پاکستان اوسېدونکي د نورو مسلمانانو په پرتله جنت ته د تللو ډېر چانس لري.

د نایک بل ځای هغه کړنه بیا خورا غندل شوې او ګڼ غبرګونونه يې راپارولي چې د یتیمو نجونو یوې ډلې ته یې د جایزو له وېشلو ډډه کړې او هغوی یې نا محرمې بللې دي.

د دې ترڅنګ یو بل ځای نایک بیا د  پاکستان پر حکومت نیوکه کړې او سپارښتنه یې ورته کړې چې باید ځینې کارونه له هند څخه زده ‌کړي.

نوموړی وایي، د پاکستان حکومت ځانګړی ميلمه دی، خو بيا هم حکومتي الوتکې د بېکونو راوړلو کرايه ترې اخیستې.

نایک زیاته کړې:« کله چې زه پاکستان ته راتلم، نو د دغه هېواد له یوه لوړپوړي چارواکي سره مې خبرې کولې. که څه هم زه نه غواړم چې نوم یې واخلم. هغه ما ته ډاډ راکړ چې ستاسې لپاره به زه هر څه وکړم، خو کله چې مې ورته وویل، ما سره ۵۰۰ کیلو وزن سامان دی، نو ویې ویل چې۵۰ سلنه تخفیف به درکړو. نو ما ویل چې ډېر ښه؛ همدا توپیر ستاسې او هند ترمنځ دی چې هغوی ته یو غیر مسلم هم ورځي او بیا مېلمه هم وي، نو هر څه به دوی ته وړیا ورکړي او تاسې پيسې ترې اخلی.»

که څه هم ګڼ پاکستاني وګړي تمه لري چې د ډاکټر ذاکر نایک په تقریرونو او خپرونو کې ونډه واخلي، خو د دغه هېواد وروستي امنیتي وضعیت یې پر وړاندې لوی خنډ دی.

هغه کسان چې د ډاکټر ذاکر نایک په پروګرامونو کې د ګډون غوښتنه لري، نو لومړی باید د پاکستان ایالتي حکومت اجازه او یا د ګډون بلنه ولري.

ټاکل شوې نوموړی له کراچۍ وروسته د اکټوبر پر ۱۲مه لاهور او ۱۹ مه بیا په اسلام آباد کې لویو غونډو ته تقریرونه او ویناوې وکړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

پاکستان کې د نا امنیو پراختیا؛ یوازې اګسټ کې تر ۲۰۰ زیات بریدونه شوي
نړۍ

پاکستان کې د نا امنیو پراختیا؛ یوازې اګسټ کې تر ۲۰۰ زیات بریدونه شوي

سپتمبر 3, 2026
د ایران- امریکا جګړه بیا پیل شوه؛ دواړه لوري یو بل ته د تلفاتو اړولو ادعا کوي
نړۍ

د ایران- امریکا جګړه بیا پیل شوه؛ دواړه لوري یو بل ته د تلفاتو اړولو ادعا کوي

سپتمبر 3, 2026
پر شانګهای سرمشریزې د اوکراین او ایران جګړو سیوری، دغه سرمشریزه پرون په بشکېک کې پيل شوه
نړۍ

پر شانګهای سرمشریزې د اوکراین او ایران جګړو سیوری، دغه سرمشریزه پرون په بشکېک کې پيل شوه

سپتمبر 1, 2026
ګوټرېش: اټومي وسلې لرونکي هېوادونه دې کړي جنایتونه نه تکراروي
نړۍ

ګوټرېش: اټومي وسلې لرونکي هېوادونه دې کړي جنایتونه نه تکراروي

اگست 30, 2026
اتحاد المجاهدین پر پاکستاني ځواکونو د ترسره کړیو عملیاتو ویډیو خپره کړه
نړۍ

اتحاد المجاهدین پر پاکستاني ځواکونو د ترسره کړیو عملیاتو ویډیو خپره کړه

اگست 25, 2026
ولي خان: عربستان او ترکیه د پاکستان له لاسه وتلی حاکمیت بېرته نه شي راګرځولی
نړۍ

ولي خان: عربستان او ترکیه د پاکستان له لاسه وتلی حاکمیت بېرته نه شي راګرځولی

اگست 9, 2026

وروستي خبرونه

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist