Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
پاکستان کې د نا امنیو نوې څپه؛ تېرو درېیو ورځو کې لسګونه پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې

پاکستان کې د نا امنیو نوې څپه؛ تېرو درېیو ورځو کې لسګونه پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/08/24

په ګاونډي پاکستان کې یو ځل بیا جګړو زور اخیستی او یوازې په تېرو درېیو ورځو کې د بېلابېلو چاودنو او وسله ‌والو بریدونو له امله ۴۸ تنه وژل شوي او لسګونه نور ټپيان شوي دي.  

د راپورونو له مخې، دغه چاودنې او برېدونه په خیبر پښتونخوا، دېره اسماعیل خان، پنجاب ایالت او ځینو نورو سیمو کې شوي دي.

پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې یوازې د روانې اګست میاشتې په ۲۲ نېټه په دېره اسماعیل خان کې پر پاکستاني پولیس برید له کبله ۳۰ تنه شوي او لسګونه نور ټپيان شوي دي.

همدارنګه، د تېرې پنجشنبې په ورځ په خیبر پښتونخوا او د پاکستان په پنجاب ایالت کې د دووجلا وسله والو بریدونو له امله یو ځايي مشر او د ښوونځي دوه زده کوونکي وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.

د یو بل خبر له مخې، د روانې اګست میاشتې په ۲۳ نېټه د پنجاب ایالت په رحیم یارخان سیمه کې وسله والو غلو په یوه راکېټي برید کې ۱۱ پولیس سرتېري وژلي او ۱۱ نور یې ټپيان کړي دي.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف، د پنجاب اعلی وزیرې مریم نواز او د پاکستان کورنیو چارو وزیر یاد بریدونه غندلی او له امنیتي ادارو یې غوښتي، چې د وسلوالو د نیولو په برخه کې کوټلي ګامونه پورته کړي.

د پنجاب اعلی وزیرې مریم نواز پر خپله ایکس پاڼه د پنجاب برید غندلی او د غچ اخیستلو خبرداری یې ورکړی.

هغې زیاته کړې:« په ماچکه سیمه کې د غلچکي ډلو له خوا د راکېټ  په برید کې ۱۱ تنه پولیس سرتېري وژل شوي؛ دا واقعاً ډېر د افسوس وړ کار دی، خو دا به بې ځوابه پاتې نه شي.»

په دې وروستیو کې د پاکستان امنیتي حالات ورځ بلې ته خراب کېږي، وسله والو ډلو نه یوازې په دې هېواد کې خپلو بریدونو ته زور ورکړی بلکې خپلې تګلارې یې هم بدلې کړې دي.

 که څه هم په پاکستان کې د وروستیو خونړیو بریدونو پړه چا نه ده منلې، خو د دې هېواد حکومت تل ګوته د پاکستاني طالبانو تحریک (ټي.ټي.پي) ته نیسي او تور لګوي چې ټي.ټي.پي د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد کاروي، هغه تور چې اسلامي امارت تل رد کړی دی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د ایران – امریکا سولې هوکړه د جمعې په ورځ لاسلیک کېږي
نړۍ

امریکا او ایران د مذاکراتو تعقیب پر میکانیزم سلا شوي

جون 23, 2026
د ټرمپ څرګندونو ته د مېلوني غبرګون: زه او ایټالیا هېچا ته زارۍ نه کوو
نړۍ

د ټرمپ څرګندونو ته د مېلوني غبرګون: زه او ایټالیا هېچا ته زارۍ نه کوو

جون 22, 2026
د ایران – امریکا سولې هوکړه د جمعې په ورځ لاسلیک کېږي
نړۍ

د ایران – امریکا سولې هوکړه د جمعې په ورځ لاسلیک کېږي

جون 16, 2026
پر یو بل د ایران او امریکا بریدونو د سولې خبرې پېچلې کړې دي
نړۍ

پر یو بل د ایران او امریکا بریدونو د سولې خبرې پېچلې کړې دي

جون 2, 2026
بېجېنګ: مسکو سره په ګډه نړیوال نظام کې څو قطبي واک رامنځته کوو
نړۍ

بېجېنګ: مسکو سره په ګډه نړیوال نظام کې څو قطبي واک رامنځته کوو

مې 21, 2026
د روغتیا نړیوال سازمان: د بودیجې کسر نړیوالو روغتیايي ننګونو ته رسېدنه سخته کړې
نړۍ

د روغتیا نړیوال سازمان: د بودیجې کسر نړیوالو روغتیايي ننګونو ته رسېدنه سخته کړې

مې 20, 2026

وروستي خبرونه

افغان او اروپايي ټولنې چارواکو پر دوه اړخیزو موضوعاتو خبرې کړې

افغان او اروپايي ټولنې چارواکو پر دوه اړخیزو موضوعاتو خبرې کړې

جون 25, 2026
کابل کې د او.آی.سي دفتر مشر د سعودي عربستان له سفیر سره کتلي

کابل کې د او.آی.سي دفتر مشر د سعودي عربستان له سفیر سره کتلي

جون 25, 2026
د اتصالاتو مخابراتي شرکت خپل نوم او لوګو بدله کړه

د اتصالاتو مخابراتي شرکت خپل نوم او لوګو بدله کړه

جون 24, 2026
ماه رنګ بلوڅ ته د عمري بند سزا اورول شوې

ماه رنګ بلوڅ ته د عمري بند سزا اورول شوې

جون 24, 2026
د ایران – امریکا سولې هوکړه د جمعې په ورځ لاسلیک کېږي

امریکا او ایران د مذاکراتو تعقیب پر میکانیزم سلا شوي

جون 23, 2026
د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي

د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي

جون 22, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist