Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

پاکستان کې د تریاکو تولید زیات شوی

admin by admin
2025/09/10

د بریټانیا چاپ ټلېګراف ورځپاڼې په يوه تازه خپاره کړي راپور کې ویلي، په پاکستان او د دې هېواد تر کنټرول لاندې سيمو کې د د کوکنارو کرکیله او له امله یې د نشه ‌يي توکو د توليد کچه په مراتبو زياته شوې.

د ورځپاڼې د راپور له مخې، هلته د يادو توکو د کښت اندازه وروسته له هغې زياته شوې چې په افغانستان کې د کوکنارو پر کښت او توليد بنديز ولګېد او په دې توګه اوس پاکستان په نړيواله کچه د نشه ‌‌يي توکو د زيات توليد له پلوه د افغانستان ځای ناستی شوی.

په راپور کې اندېښنه ښودل شوې چې د پاکستان تر کنټرول لاندې سیمو کې د نشه ‌يي توکو د کر له زياتېدو سره دا احتمال شته چې ميليونونه ډالر د ترهګرو ډلو لاس ته ورشي دا کار به د سيمې پر امنيت مخامخ اغېز وکړي.

د ټلېګراف ورځپاڼې په راپور کې زیاته شوې: « د ترسره شوې سروې له مخې، یوازې د بلوچستان په دوو وړو سیمو کې لږ تر لږه ۸  زره او ۱۰۰ هکټاره ځمکې باندې د کوکنارو کروندې پېژندل شوې دي چې دا د ټول افغانستان د دوه درېیمې برخې د کوکنارو د کرکېلې ۸ زره هکټاره برخه جوړوي؛ هم یو څه لوړه ده.»

موده وړاندې د افغانستان حکومت امنیتي او تصفیوي کمیسیون هم په دې اړه راپور خپور و چې په کې په بلوچستان کې د نشه ‌يي توکو د کرکيلې پراخېدو او د حاصلاتو په راټولولو کې يې په جبري توګه له افغانانو د استفادې يادونه شوې وه.

د اسلامي امارت امنیتي او تصفیوي کمېسیون ویلي: « د بلوچستان په هرنايي، لورلايي، ګلستان او ګڼو نورو سیمو کې په زیاته پیمانه کوکنار کرل شوي. هلته له مېشتو افغان مهاجرو د کښتګرو، نېښ وهونکو او پروسېس کونکو په توګه کار اخیستل کېږي چې ښايي بیا یې نړۍ ته د افغانانو په نوم تصویر وښودل شي او نړۍ په افغانستان بدګمانه کړي.»

شنونکي وایي، د پاکستان ډېری چارواکي په دې سترګې پټوي چې په پاکستان کې د نشه ‌يي توکو کاروبار ورځ تر بلي پراخېږي.

 د دوی باور دا دی چې پاکستان له دې کار سره غواړي خپل اقتصاد د نامشروع اقتصاد په وسيله پر پښو ودروي.

د نړیوالو اړیکو شنونکی نجیب الرحمن شمال وايي: « که د پاکستان حکومت ونه شي کولی په خپله خاوره کې د نشه يي توکو د کرکیلې، تولید او قاچاق مخه ونیسي، ښکاره خبره ده چې سیمه کې به د بې ثباتۍ سبب شي.»

دې ته په پام سره، د نړیوالو اړیکو شنونکي وایي، نړیواله ټولنه دې پر پاکستان سیاسي فشارونه زیات کړي، ترڅو د نشه ‌یي توکو له کښت او تولید لاس واخلي.

د نړیوالو اړیکو شنونکی سمیر انګار وايي: « پاکستان دا کار د اقتصادي ګټې، د ترهګرۍ د تمویل او د سیمې امنیت د خرابولو لپاره کوي. نړیوالې ټولنې ته په کار ده چې پر پاکستان فشارونه ډېر کړي، ترڅو له دې کاره لاس واخلي.»

دوې میاشتې وړاندې د افغانستان سولې لپاره د امريکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم ویلي و چې په پاکستان کې د کوکنارو کرکيله بې مخینې زیاته شوې او د اندېښنې وړ يې بللې وه.

د نوموړي په خبره، پاکستان د کوکنارو په کرکیله کې د افغانستان ځای نیولی او حال دا چې په افغانستان کې د کوکنارو کښت صفر شوی دی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

پر یو بل د ایران او امریکا بریدونو د سولې خبرې پېچلې کړې دي
نړۍ

پر یو بل د ایران او امریکا بریدونو د سولې خبرې پېچلې کړې دي

جون 2, 2026
بېجېنګ: مسکو سره په ګډه نړیوال نظام کې څو قطبي واک رامنځته کوو
نړۍ

بېجېنګ: مسکو سره په ګډه نړیوال نظام کې څو قطبي واک رامنځته کوو

مې 21, 2026
د روغتیا نړیوال سازمان: د بودیجې کسر نړیوالو روغتیايي ننګونو ته رسېدنه سخته کړې
نړۍ

د روغتیا نړیوال سازمان: د بودیجې کسر نړیوالو روغتیايي ننګونو ته رسېدنه سخته کړې

مې 20, 2026
سراج الحق: پاکستان د نشه‌يي توکو له پراخېدونکي ګواښ سره مخ دی
نړۍ

سراج الحق: پاکستان د نشه‌يي توکو له پراخېدونکي ګواښ سره مخ دی

مې 18, 2026
امریکا او اسراییل پر ایران د بریدونو بیا پیلولو چمتوالی نیسي
نړۍ

امریکا او اسراییل پر ایران د بریدونو بیا پیلولو چمتوالی نیسي

مې 18, 2026
د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر پر ایران د فشار زیاتولو لپاره بېجېنګ ته ځي
نړۍ

د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر پر ایران د فشار زیاتولو لپاره بېجېنګ ته ځي

مې 12, 2026

وروستي خبرونه

د مالګې له نا معیاري استخراج شکایتونه: د تخار خلک وايي ځمکې او حاصلات یې زیانمن شوي

د مالګې له نا معیاري استخراج شکایتونه: د تخار خلک وايي ځمکې او حاصلات یې زیانمن شوي

جون 15, 2026
د تاجیکستان بهرنیو چارو وزارت : د منځنۍ اسیا ثبات په افغانستان کې د سولې له ټینګښت سره تړاو لري

د تاجیکستان بهرنیو چارو وزارت : د منځنۍ اسیا ثبات په افغانستان کې د سولې له ټینګښت سره تړاو لري

جون 14, 2026
پنجشېر کې د شاوخوا پنځه میلیونه افغانیو په ارزښت زمرد وپلورل شول

پنجشېر کې د شاوخوا پنځه میلیونه افغانیو په ارزښت زمرد وپلورل شول

جون 11, 2026
بلخ کې د سلګونه میلیون ډالرو په ارزښت د استوګنیزو او سوداګریزو ودانیو چارې روانې دي

بلخ کې د سلګونه میلیون ډالرو په ارزښت د استوګنیزو او سوداګریزو ودانیو چارې روانې دي

جون 11, 2026
خلیلزاد: پاکستان غواړي له پخوانیو افغان چارواکو تبلیغاتي ګټه واخلي

خلیلزاد: پر ملکي وګړو بریدونه د افغانستان او پاکستان ستونزه نه شي هوارولی

جون 11, 2026
د بشري حقونو نړیوال بنسټ د جرمنو له نړیوالې محکمې غوښتي چې د پوځي رژیم بریدونه وڅېړي

د بشري حقونو نړیوال بنسټ د جرمنو له نړیوالې محکمې غوښتي چې د پوځي رژیم بریدونه وڅېړي

جون 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist