Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د پاکستاني طالبانو تحریک: تېره میاشت مو د پاکستان پر پوځ ۱۴۷ بریدونه کړي

ټي.ټي.پي ۲۵ پاکستاني پوځيان وژلي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/05/11

د پاکستاني طالبانو تحریک(ټي.ټي.پي) په يوه تازه خپره کړې خبرپاڼه کې ادعا کړې چې د جمعې پر ورځ يې د الخندق عملیاتو په دوام پر پاکستاني پوځيانو مرګوني بريدونه کړي.

د خبرپاڼې له مخې، دغه برېدونه د پاکستاني پوځيانو پر پوستو، استخباراتي غړیو او د امنیتي ګزمو پر موټرو شوي چې په پایله کې يې شاوخوا ۲۵ پاکستاني پوځیان وژل شوي او يو شمېر نور ټپیان دي.

د اعلامیې یوه برخه: « د شمالي وزیرستان په دته ‌خېلو او د جنوبي وزیرستان  په دشکنۍ سیمو کې د پاکستاني ځواکونو پر امنیتي پوستو په برېدونو کې پوځیانو ته درنه مرګ ژوبله واوښته او دغه راز د جنوبي وزیرستان په تنځه سیمه کې هم د استخباراتو یو افسر ووژل شو. پر دې برېدونو سربېره به د الخندق عملیات دوام ولري.»

په ټولنیزو رسنیو کې د پاکستاني طالبانو تحریک ته منسوبو رسنیو هغه ویډيو لاس په لاس کېږي چې په کې د ټي‌.ټي.‌پي له لوري د پاکستاني پوځيانو په نښه کېدل ښکاري.

پر شمالي او جنوبي وزیرستان سربېره، په بلوچستان کې هم د بلوڅ آزادي غوښتونکو له لوري پر پاکستاني پوځيانو د پراخو برېدونو ترسره کېدو ادعا شوې.

د بلوڅانو د آزادۍ غورځنګ په دې اړه خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي، د پاکستان امنیتي ادارو پر نږدې ۴۰ اهدافو یې بریدونه دوام لري او د بلوچستان له ځينو سیمو د دې هېواد پوځيان شاتګ ته اړ شوي دي.

د خبرپاڼې یوه برخه:« موږ د بلوچستان په ۳۹ بېلابېلو سیمو کې د پاکستاني پوځيانو پر وړاندې د عملیاتو مسوولیت پر غاړه اخلو. دغه عملیات دوام لري او موخه يې د پاکستان امنیتي پوستو له منځه وړل، د مرکزي لارو تړل، د استخباراتي کسانو نیونه او پر هغو پاکستاني پوځیانو برېدونه دي چې د کانونو په غلا کولو کې شریک دي. د عملیاتو له پای ته رسېدو سره به موږ هر څه رسنیز کړو.»

همدارنګه د پاکستان حکومت په جنوبي وزیرستان کې د پاکستاني طالبانو تحریک له خوا د لسګونو پاکستاني پوځیانو د وژلو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی، خو ځينو پاکستاني رسنیو د دې هېواد امنیتي سرچینو له قوله راپور ورکړی چې هلته ۱۵ پوځيانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

ډېلي اردو ورځپاڼې په دې اړه لیکلي: « وسله والو د جنوبي وزیرستان په دشکنۍ تحصیل کې د شپې لېدونکو ټوپکو په وسیله د پوځ پر پوستو برید کړی، ۹ پوځيان یې وژلي او ۵ نور يې ټپیان کړي دي.»

د پاکستان پر وړاندې دغه امنیتي ننګونې داسې مهال زیاتې شوې چې دا هېواد له تېرو څلور ورځو راهیسې د هند له هوايي او توغندیزو بریدونو سره هم مخ دی.

 د وروستیو راپورونو له مخې، تر دې دمه په يادو بريدونو کې د پاکستان خواته لسګونه کسان چې دا هېواد يې ملکيان، خو هند یې ترهګر بولي، وژل شوې دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د ایران – امریکا سولې هوکړه د جمعې په ورځ لاسلیک کېږي
نړۍ

د ایران – امریکا سولې هوکړه د جمعې په ورځ لاسلیک کېږي

جون 16, 2026
پر یو بل د ایران او امریکا بریدونو د سولې خبرې پېچلې کړې دي
نړۍ

پر یو بل د ایران او امریکا بریدونو د سولې خبرې پېچلې کړې دي

جون 2, 2026
بېجېنګ: مسکو سره په ګډه نړیوال نظام کې څو قطبي واک رامنځته کوو
نړۍ

بېجېنګ: مسکو سره په ګډه نړیوال نظام کې څو قطبي واک رامنځته کوو

مې 21, 2026
د روغتیا نړیوال سازمان: د بودیجې کسر نړیوالو روغتیايي ننګونو ته رسېدنه سخته کړې
نړۍ

د روغتیا نړیوال سازمان: د بودیجې کسر نړیوالو روغتیايي ننګونو ته رسېدنه سخته کړې

مې 20, 2026
سراج الحق: پاکستان د نشه‌يي توکو له پراخېدونکي ګواښ سره مخ دی
نړۍ

سراج الحق: پاکستان د نشه‌يي توکو له پراخېدونکي ګواښ سره مخ دی

مې 18, 2026
امریکا او اسراییل پر ایران د بریدونو بیا پیلولو چمتوالی نیسي
نړۍ

امریکا او اسراییل پر ایران د بریدونو بیا پیلولو چمتوالی نیسي

مې 18, 2026

وروستي خبرونه

ننګرهار: له ښوونځیو تازه فارغ شوي زده کوونکي د لوړو زده کړو لا زیات فرصتونه غواړي

ننګرهار: له ښوونځیو تازه فارغ شوي زده کوونکي د لوړو زده کړو لا زیات فرصتونه غواړي

جون 18, 2026
د بلخ پولیسو او ټرافیکو ته نوي موټرسایکلونه ووېشل شول

د بلخ پولیسو او ټرافیکو ته نوي موټرسایکلونه ووېشل شول

جون 18, 2026
تخار کې په لومړي ځل د مالګې معیاري پروسېس کارخونه جوړېږي

تخار کې په لومړي ځل د مالګې معیاري پروسېس کارخونه جوړېږي

جون 18, 2026
یونس مومند افغانستان لپاره د اقتصادي پراختیا او نړیوالې سوداګرۍ فډرالي ټولنې استازی ټاکل شوی

یونس مومند افغانستان لپاره د اقتصادي پراختیا او نړیوالې سوداګرۍ فډرالي ټولنې استازی ټاکل شوی

جون 18, 2026
د معاصر تاریخ، ادب، فولکلور او ژورنالېزم وتلی شخصيت حبیب‌الله رفیع هېواد ته راستون شو

د معاصر تاریخ، ادب، فولکلور او ژورنالېزم وتلی شخصيت حبیب‌الله رفیع هېواد ته راستون شو

جون 18, 2026
یونیسف: د میلیونونه افغان ماشومانو روغتیا، زده کړې او ژوند د طبیعي پېښو له خطر سره مخ دي

یونیسف: د میلیونونه افغان ماشومانو روغتیا، زده کړې او ژوند د طبیعي پېښو له خطر سره مخ دي

جون 18, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist