Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

ټي.ټي.پي: پاکستان د ترهګرو ډلو ترشا لاس لري او خپل ګاونډیان پرې ګواښي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/09/26

د ملګروملتونو ۷۷یمې عمومي اسمبلۍ کې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف هغه څرګندونې له کلکو غبرګونونو سره مخ دي،چې ویلي یې دي،په  افغانستان کې وسله والې ډلې شته او دوی یې په اړه  وېره محسوسوي.

تحریک طالبان،چې د پاکستان د حکومت پرخلاف جنګیږي،د لومړي وزیر شهباز شریف وروستۍ څرګندونې یې رد کړي دي.

د پاکستان تحریک طالبان (ټي.ټي.پي) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، پاکستان د خپلو ګاونډیانو او سیمې د بې ثباتۍ لپاره  وسله والې ډلې روزي.

د خبرپاڼې یوه برخه:« موږ په خپله سیمه کې مستقر یو او اړتیا نه لرو،چې له بل ځایه فعالیت وکړو. اصلي ترهګر د پاکستان پوځ او استخبارات دي،چې وسله والې ډلې جوړوي،ملاتړ یې کوي،ترڅو خپل ګاونډیان پرې بې ثباته کړي.» 

افغانستان کې د پاکستان د لومړي وزیر وروستۍ څرګندونې دښمنانه بلل شوي دي او دغه هېواد یې تورن کړی دی،چې د وسله والو ډلو ملاتړ کوي،ترڅو  د هند او افغانستان پر خلاف یې وکاروي.

د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان وايي، په دې واقیعت نړیوال پوهیږي،چې پاکستان په خپل نیت کې ریښتینی نه دی.

د سیاسي چارو شنونکی توریالی ځاځی وايي:«نړیوال اوس په دې باوري شوي دي،چې پاکستان  د ترهګرو ډلو ځاله ده. څو اوونۍ وړاندې د امریکا بهرنیو چارو وزارت پاکستان ته اخطار ورکړ،چې پر کوردننه دې د ترهګرو ډلو مخنیوی وکړي او له منځه دې یوسي. د پاکستان لومړي وزیر څرګندوې په ملګرو ملتونو کې غواړي،چې دغه ټولې بشیري غمیزې،چې د دوی له لاسه افغان ولس او افغانستان ورسره مخامخ شوی دی، پر افغان ولس باندې وټپي.» 

ځینې نور بیا وايي،د پاکستان بهرنی سیاست د افغانستان پر وړاندې پېچلی دی او هڅه کوي، د افغان حکومت پر خلاف د وسله والو ډلو ملاتړ وکړي،ترڅو له دې لارې خپلې ستراتیژیکې موخې ترلاسه کړای شي.

دوی وايي، اوس چې د ملګرو ملتونو په ناسته کې د افغانستان کوم استازی نه شته دی،پاکستان له دغې تشې ښه ګټه پورته کړې او افغانستان یې په نړیوال سټېج بدنامه کړ.

د سیاسي چارو شنونکی طارق فرهادي وايي:« کله چې هند او پاکستان د یو بل ترهګرۍ په تړاو خبرې کوي او د افغانستان له نومه استفاده کوي، نړۍ پوهېږي،چې دوی په حقیقت کې د یو بل پر ضد خبرې کوي. نړۍ په دې هم پوهېږي،چې ښايي هېڅ یو یې کافي دلایل ونه لري او افغانستان هلته ( ملګرو ملتونو) کې استازی هم نه لري،چې له ځانه دفاع وکړي،نو ځکه یې نوم په ازاده توګه په منفي ډول اخېستل کېږي.»

په تیرو ۲۰ کلونو کې پاکستان له ورته تګلارې کار اخیستی دی، اوس چې اسلامي امارت واک کې دی،غوښتنه داده چې د پاکستان پر وړاندې خپله تګلاره روښانه او کلک دریځ اختیار کړي او پاکستان ته دې  اجازه نه ورکول کیږي،چې نړیوالو غونډو کې د افغانستان په استازیتوب او یا خلاف څرګندونې وکړي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

پاکستان کې د نا امنیو پراختیا؛ یوازې اګسټ کې تر ۲۰۰ زیات بریدونه شوي
نړۍ

پاکستان کې د نا امنیو پراختیا؛ یوازې اګسټ کې تر ۲۰۰ زیات بریدونه شوي

سپتمبر 3, 2026
د ایران- امریکا جګړه بیا پیل شوه؛ دواړه لوري یو بل ته د تلفاتو اړولو ادعا کوي
نړۍ

د ایران- امریکا جګړه بیا پیل شوه؛ دواړه لوري یو بل ته د تلفاتو اړولو ادعا کوي

سپتمبر 3, 2026
پر شانګهای سرمشریزې د اوکراین او ایران جګړو سیوری، دغه سرمشریزه پرون په بشکېک کې پيل شوه
نړۍ

پر شانګهای سرمشریزې د اوکراین او ایران جګړو سیوری، دغه سرمشریزه پرون په بشکېک کې پيل شوه

سپتمبر 1, 2026
ګوټرېش: اټومي وسلې لرونکي هېوادونه دې کړي جنایتونه نه تکراروي
نړۍ

ګوټرېش: اټومي وسلې لرونکي هېوادونه دې کړي جنایتونه نه تکراروي

اگست 30, 2026
اتحاد المجاهدین پر پاکستاني ځواکونو د ترسره کړیو عملیاتو ویډیو خپره کړه
نړۍ

اتحاد المجاهدین پر پاکستاني ځواکونو د ترسره کړیو عملیاتو ویډیو خپره کړه

اگست 25, 2026
ولي خان: عربستان او ترکیه د پاکستان له لاسه وتلی حاکمیت بېرته نه شي راګرځولی
نړۍ

ولي خان: عربستان او ترکیه د پاکستان له لاسه وتلی حاکمیت بېرته نه شي راګرځولی

اگست 9, 2026

وروستي خبرونه

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist