Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ټي.ټي.پي: جنوبي وزیرستان کې مو پاکستاني پوځيانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې

ټي.ټي.پي: جنوبي وزیرستان کې مو پاکستاني پوځيانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/05/20

د پاکستاني طالبانو تحریک (ټي.ټي.پي) ته منسوبو رسنیو تازه ویډیو خپره کړې او په کې يې د جنوبي وزیرستان په شکي ولسوالۍ کې پاکستاني ځواکونو ته د درنې مرګ ژوبلې اړولو ادعا کړې.

په دې ویډيويي پیغام کې ویل شوي، د يوه بريد پرمهال يې شاوخوا ۲۰ پاکستاني پوځيان وژلي، وسلې او نور مهمات یې هم ترې نیولي دي.

د پاکستاني طالبانو تحریک یو تن غړی وايي: « د شکي په ولسوالۍ کې د تعروض پروګرام و چې په پيل سره مو ۶ یا ۷ کسه له منځه یوړل؛ ورپسې پاکستاني پوځیان له کمپ راووتل، بیا مو پرې برید وکړ.»

په ورته مهال یو شمېر پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د بلوچستان په عبدالله سیمې جبار مارکیټ کې د پاکستان پوځي مرکز ته څېرمه د سړک پر غاړې ځای پر ځای شوي بم چاودنې ۴ کسان وژلي او ۲۰ نور یې ټپیان کړي دي.

د راپورونو له مخې، په وژل شوسو او ټپيان شویو کې د پاکستان امنیتي ادارو غړي هم شامل دي، خو د برید مسوولیت تر اوسه پورې کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.

 د پاکستان امنیتي وضعیت څارونکي په دې هېواد کې د روانۍ نا امنۍ لوی لاملونه د ياد هېواد له لوري سیمې ناامنه کوونکو پالیسيو تعقیب او د چارواکو له لوري يې د ملي مسوولیتونو پر ځای شخصي منافعو ته لومړیتوب ورکول بولي.

د سیاسي چارو شنونکی عزیز معارج وايي: « دا ډول هېواد خامخا له ستونزو، تجزیې او له هرڅه سره مخامخ کېږي؛ بیا نو دوی شکایت کوي چې هند ملامت دی یا افغانستان او نور هېوادونه. که ته سیسټم جوړ کړې، نظم او اداره جوړه کړې او کنټرول په لاس کې واخلې، په هغه صورت کې تاته ستونزې نه جوړېږي. بنا ً دوی خپله حکومتدارۍ او د پاکستان خاورې ته ژمن نه دي او اعتبار نه ورکوي.»

د  سیاسي چارو یو شمېر نور شنونکي بیا د پاکستان دفاع وزیر وروستیو څرګندونو ته چې هېواد یې د امریکا، بریټانیا او لوېدیځوالو پر ګټه د ترهګرۍ ملاتړ پروژه مخته وړې، وايي د پاکستان له ایجاد تر نن پورې په سویلي اسیا کې د ناامنۍ په زیاتولو کې کلیدي رول لوبولی دی.

د چارو شنونکی توریالی ځاځی وايي: « پاکستان په نړۍ کې خپل باور له لاسه ورکړی. اوس ټوله نړۍ په دې پوهېږي چې پاکستان د ترهګرو او تروریستي ډلو ځاله ده. اوس پاکستان ته له درواغو ویلو پرته بل څه نه دي پاتې، ځکه له دې وروسته د دوی په خبرو څوک باور نه کوي. اوس باید نړیوال او په ځانګړې توګه زموږ هېوادوال د پاکستان خبرو ته د یوه وېښته په اندازه اهمیت ورنه کړي.»

له دې وړاندې د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي ویلي و چې پاکستان تر هغې د ژوندي پاتې کېدو کم فرصت لري چې د ترهګرۍ له ملاتړ یې لاس نه وي اخيستی.

نوموړي په دې هېواد کې د ترهګرو ډلو موجودیت د ټولې سیمې بې ثباتۍ ته جدي ګواښ بللی دی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

پاکستان کې د نا امنیو پراختیا؛ یوازې اګسټ کې تر ۲۰۰ زیات بریدونه شوي
نړۍ

پاکستان کې د نا امنیو پراختیا؛ یوازې اګسټ کې تر ۲۰۰ زیات بریدونه شوي

سپتمبر 3, 2026
د ایران- امریکا جګړه بیا پیل شوه؛ دواړه لوري یو بل ته د تلفاتو اړولو ادعا کوي
نړۍ

د ایران- امریکا جګړه بیا پیل شوه؛ دواړه لوري یو بل ته د تلفاتو اړولو ادعا کوي

سپتمبر 3, 2026
پر شانګهای سرمشریزې د اوکراین او ایران جګړو سیوری، دغه سرمشریزه پرون په بشکېک کې پيل شوه
نړۍ

پر شانګهای سرمشریزې د اوکراین او ایران جګړو سیوری، دغه سرمشریزه پرون په بشکېک کې پيل شوه

سپتمبر 1, 2026
ګوټرېش: اټومي وسلې لرونکي هېوادونه دې کړي جنایتونه نه تکراروي
نړۍ

ګوټرېش: اټومي وسلې لرونکي هېوادونه دې کړي جنایتونه نه تکراروي

اگست 30, 2026
اتحاد المجاهدین پر پاکستاني ځواکونو د ترسره کړیو عملیاتو ویډیو خپره کړه
نړۍ

اتحاد المجاهدین پر پاکستاني ځواکونو د ترسره کړیو عملیاتو ویډیو خپره کړه

اگست 25, 2026
ولي خان: عربستان او ترکیه د پاکستان له لاسه وتلی حاکمیت بېرته نه شي راګرځولی
نړۍ

ولي خان: عربستان او ترکیه د پاکستان له لاسه وتلی حاکمیت بېرته نه شي راګرځولی

اگست 9, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist