Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ټي‌ټي‌پي د «خیبر» په نوم پسرلني عملیات اعلان کړل

ټي‌ټي‌پي د «خیبر» په نوم پسرلني عملیات اعلان کړل

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/03/10

د پاکستاني طالبانو تحریک(ټي‌ټي‌پي) د پاکستان پوځ او حکومت پر وړاندې د «خیبر» په نوم پسرلنيو نظامي عملیاتو پيلولو اعلان وکړ.

د دې تحریک له خوا په خپره شوې اعلاميه کې ویل شوي، تېر الخندق عملیات يې بریالي وو او له دې وروسته به د خيبر عملياتو تر چتر لاندې، پر پاکستاني ځواکونو بریدونه لا چټک کړي.

شنونکي په پاکستان او تر کنټرول لاندې خيبر پښتونخوا او بلوچستان کې د هغو وسله‌والو ډلو شمېر متعدد بولي چې عملاً د پاکستاني ځواکونو پر وړاندې جګړه کوي.

دوی د خيبر عملياتو اعلان ته په پام، په راتلونکي کې د پاکستان او خيبرپښتونخوا امنيتي وضعيت خورا نازک ارزوي او په دې باور دي چې د ياد نازک وضعيت په صورت کې به پاکستان په بشپړه توګه کورنۍ جګړې ته داخل شي.

د پوځي چارو شنونکی سرور نیازی وايي: « هلته یوازې ټي‌ټي‌پي نه بلکې بلوڅ ازادي غوښتونکي دي، پښتانه مبارزین دي، سیاسي ګوندونه او نورې ډلې هم شته. باید واویم چې د پاکستان ټول ولس د نظامیانو له کړنو څخه ستړي شوی او ناراضي دی او د پاکستان له حکومت غواړي چې خلکو ته ازادي ورکړي. زما نظر دا دی چې د پاکستان نظامي اداره به ډېر ژر له منځه لاړه شي.»

یو شمېر نور شنونکي د تحريک طالبان پاکستان له لوري د خيبر عملياتو اعلان او د پاکستاني ځواکونو پر وړاندې تر بېلابېلو نومونو لاندې د مختلفو ډلو جګړه د دې هېواد داخلي ستونزه بولي او زیاتوي چې پاکستان جنرالان او حکومت یې باید پړه پر نورو هېوادونو وا نه چوي.

د سیاسي چارو شنونکی توریالی ځاځی وایي: « دا چې ټي‌ټي‌پي د خیبر په نوم نوي پسرلني عملیات اعلان کړي، دا د پاکستان کورنۍ ستونزه ده او په موږ پورې هېڅ اړه نه لري. پاکستان یو جنایت کار هېواد دی او زموږ په هېواد کې یې نیمه پېړۍ ډېر جنایتونه ترسره کړي. ما تل دا خبره کړې چې پاکستان د ابر قدرت هېوادونو یوه پروژه ده او د هغوی ګټې خوندي کوي.»

باور دا دی چې اوس پاکستان د کرلې ترهګرۍ کښت رېبي او د خپلو هغو کړنو پایلې ګوري چې د سیمې او ګاونډیو هېوادونو ناامنه کولو لپاره يې ترسره کړې دي.

د سیاسي چارو شنونکی کمال ناصر اصولي وايي: « اصلي خبره دا ده چې سخت دريځې ډلې د پاکستان له خوا روزل شوې دي، حمایت یې شوی او انګیزه ورکړل شوې. اوس چې دوی خپله له دې ډلو سره لاس په ګرېوان دي، باید بیه یې هم پرې کړي.»

له دې وړاندې اسلام‌اباد د شخړو او امنيتي مطالعاتو انسټېټيوټ هم په خپل وروستي راپور کې منلې وه چې ۲۰۲۴ کال د امنيتي پېښو او په کې د اوښتې مرګ ژوبلې له امله د پاکستان لپاره خونړی کال و.

په دې راپور کې د پاکستان امنيتي ځواکونو ته د اوښتې مرګ ژوبلې کچه د وړم ۲۰۲۳ کال په پرتله څه باندې ۲۵ سلنه زياته ښودل شوې وه.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

پاکستان کې د نا امنیو پراختیا؛ یوازې اګسټ کې تر ۲۰۰ زیات بریدونه شوي
نړۍ

پاکستان کې د نا امنیو پراختیا؛ یوازې اګسټ کې تر ۲۰۰ زیات بریدونه شوي

سپتمبر 3, 2026
د ایران- امریکا جګړه بیا پیل شوه؛ دواړه لوري یو بل ته د تلفاتو اړولو ادعا کوي
نړۍ

د ایران- امریکا جګړه بیا پیل شوه؛ دواړه لوري یو بل ته د تلفاتو اړولو ادعا کوي

سپتمبر 3, 2026
پر شانګهای سرمشریزې د اوکراین او ایران جګړو سیوری، دغه سرمشریزه پرون په بشکېک کې پيل شوه
نړۍ

پر شانګهای سرمشریزې د اوکراین او ایران جګړو سیوری، دغه سرمشریزه پرون په بشکېک کې پيل شوه

سپتمبر 1, 2026
ګوټرېش: اټومي وسلې لرونکي هېوادونه دې کړي جنایتونه نه تکراروي
نړۍ

ګوټرېش: اټومي وسلې لرونکي هېوادونه دې کړي جنایتونه نه تکراروي

اگست 30, 2026
اتحاد المجاهدین پر پاکستاني ځواکونو د ترسره کړیو عملیاتو ویډیو خپره کړه
نړۍ

اتحاد المجاهدین پر پاکستاني ځواکونو د ترسره کړیو عملیاتو ویډیو خپره کړه

اگست 25, 2026
ولي خان: عربستان او ترکیه د پاکستان له لاسه وتلی حاکمیت بېرته نه شي راګرځولی
نړۍ

ولي خان: عربستان او ترکیه د پاکستان له لاسه وتلی حاکمیت بېرته نه شي راګرځولی

اگست 9, 2026

وروستي خبرونه

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist