Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ټرمپ: له ایران سره جوړجاړي ته چمتو نه یو

ټرمپ: له ایران سره جوړجاړي ته چمتو نه یو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/03/16

د امریکامتحده ایالتو، اسراییلو او ایران له روانې جګړې سره هم‌مهاله لاهم هېڅ ‌لوری چمتو نه‌ دی چې اوربند ته غاړه کېږي.


د امریکامتحده ایالتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم ویلي، چې لا تر اوسه پورې له ایران سره جوړجاړي ته چمتو نه دی.


ټرمپ له اېن‌بي‌سي نیوز سره په خبرو کې زیاته کړې چې ایران غواړي معامله وکړي، خو په خبره يې اوس مهال هوکړې ته چمتو نه دی.


ټرمپ څرګنده کړې:« له ایران سره جوړجاړي ته چمتو نه ‌یم. که څه هم هغوی غواړي یوه معامله وکړي، خو زه یې نه‌غواړم؛ ځکه چې شرایط لا تر اوسه هغومره ښه نه دي.»


که څه هم ټرمپ په ډاګه نه کړه، چې دا شرایط څه دي، خو ويلي يې دي، چې د ایران له خوا د اټومي وسلو ترلاسه کولو له هر ډول پلانونو تېرېدل به د احتمالي معاملې برخه وي.

ټرمپ په دې مرکه کې دا هم ويلي، ډېری هیوادونو ژمنه کړې چې د هرمز تنګي د امنیت په برخه کې به مرسته وکړي، خو د دغو هېوادونو نومونه یې په ډاګه نه کړل.


په ورته مهال د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي یو ځل بیا ګواښ کړی، که د ایران پر تاسیساتو د امریکا متحده ایالتو  او اسراییلو بریدونه دوام ولري، تهران به یې په ځواب کې په خليج هېوادونو کې د امریکايي کمپنیو تاسیسات په نښه کړي.


عراقچي زیاته کړې:«موږ د هرمز تنګی یوازې د دوښمن او د دوی شریکانو پر مخ تړلی او یو ځل بیا خبرداری ورکوو، که چېرته د ایران پر تاسیساتو د امریکا او اسراییلو بریدونه دوام وکړي، نو تهران به له کوم ځنډ پرته د امریکایي کمپنیو تاسیسات په نښه کړي.»


له دې مخکې ټرمپ خبرداری ورکړی و، چې پر هرمز تنګي د ولکې ټينګولو لپاره شاوخوا ۲ زره امریکايي سرتېري منځني ختيځ ته لېږي.

په ورته مهال داسې راپورونه هم ورکړل شوي، چې ایران تازه په هرمز تنګي کې هندي بېړیو ته د تېرېدو اجازه ورکړې.


بلخوا له تېرو څو ورځو راهیسې د نړیوالو رسنیو تر ټولو ګرم بحث بیا دا دی، چې ښایي دا جګړه پر یوې نړیوالې جګړې بدله شي.


د سیاسي چارو شنونکی واحد فقیري وايي:« د امریکا متحده ایالتو او اسراییلو تجاوز پر ایران باندې نه یوازې دا چې ایران او سیمه یې ځپلې بلکې د نړۍ پر اقتصاد یې هم اغیز کړی دی. موږ پوهېږو چې د تېلو بیې لوړې شوې او د تېلو بیو له لوړوالي سره د ټولو نورو توکو بیې هم لوړېږي. دا ټولې نړۍ یو نوعه زیان رسول دي.»


بل خوا د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان په تازه څرګندونو کې ویلي، چې د تېر ۱۵ ورځني جګړه‌ییز حالت پر مهال یې هم د ایران وګړو ته غوره خدمتونه وړاندې کړي دي.


پزشکیان زیاته کړې، دوی به له جګړې وروسته په ایران کې ویجاړ شوي تاسیسات بېرته له سره په ښه شکل ورغوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

پاکستان کې د نا امنیو پراختیا؛ یوازې اګسټ کې تر ۲۰۰ زیات بریدونه شوي
نړۍ

پاکستان کې د نا امنیو پراختیا؛ یوازې اګسټ کې تر ۲۰۰ زیات بریدونه شوي

سپتمبر 3, 2026
د ایران- امریکا جګړه بیا پیل شوه؛ دواړه لوري یو بل ته د تلفاتو اړولو ادعا کوي
نړۍ

د ایران- امریکا جګړه بیا پیل شوه؛ دواړه لوري یو بل ته د تلفاتو اړولو ادعا کوي

سپتمبر 3, 2026
پر شانګهای سرمشریزې د اوکراین او ایران جګړو سیوری، دغه سرمشریزه پرون په بشکېک کې پيل شوه
نړۍ

پر شانګهای سرمشریزې د اوکراین او ایران جګړو سیوری، دغه سرمشریزه پرون په بشکېک کې پيل شوه

سپتمبر 1, 2026
ګوټرېش: اټومي وسلې لرونکي هېوادونه دې کړي جنایتونه نه تکراروي
نړۍ

ګوټرېش: اټومي وسلې لرونکي هېوادونه دې کړي جنایتونه نه تکراروي

اگست 30, 2026
اتحاد المجاهدین پر پاکستاني ځواکونو د ترسره کړیو عملیاتو ویډیو خپره کړه
نړۍ

اتحاد المجاهدین پر پاکستاني ځواکونو د ترسره کړیو عملیاتو ویډیو خپره کړه

اگست 25, 2026
ولي خان: عربستان او ترکیه د پاکستان له لاسه وتلی حاکمیت بېرته نه شي راګرځولی
نړۍ

ولي خان: عربستان او ترکیه د پاکستان له لاسه وتلی حاکمیت بېرته نه شي راګرځولی

اگست 9, 2026

وروستي خبرونه

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist