Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ټرمپ: ایران باید له قید او شرط پرته تسلیم شي، کنه بریدونه به روان وي

ټرمپ: ایران باید له قید او شرط پرته تسلیم شي، کنه بریدونه به روان وي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/03/09

امریکا او اسراییلو پر ایران د بریدونو په دوام، تهران کې د نفتو پر چاڼ ځایونو او د تېلو پر سترو زېرمو، بمونه و اورول.

امریکا پر ایران د لا زیاتو بریدونو خبرداری ورکړی او وايي، د ایران حکومت ورته د منلو نه دی او تر هغې به پرې بريدونه کوي چې له منځه يې نه وي وړی او يا يې تسليم کړی نه وي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ايران په بريدونو د وژل شویو سرتېرو جسدونو ته له سلامۍ وړاندې وايي، له تهران سره خبرې نه کوي او د اټومي پروګرام په اړه يې سوله‌ییز تړون هم نه شي کېدی.

د ټرمپ په خبره، د ایران د دولتي رهبرۍ لویه برخه له منځه وړل شوې او دغه راز د دې هېواد پوځي ځواک په ټولو برخو کې سخت کمزوری شوی دی.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي: «ما وویل؛ بې‌قید او شرطه نه مشروط؛ بې‌قید او شرطه هغه وخت دی چې هغوی تسلیم شي یا ووایي نور بس دی؛ یا هم داسې حالت ته ورسېږي چې نور جګړه نه شي کولی او هېڅوک هم پاتې نه وي چې تسلیمي اعلان کړي. موږ له وړاندې د هغوی  رهبري څو ځله له منځه وړې. یا به تسلیمېږي او یا به داسې څوک پاتې نه وي چې تسلیمي ورکړي. په هر صورت، هغه وخت به د پوځ له اړخه بې‌وسه شوي وي او ګټه به ورته نه لري.»

په ورته مهال، اسراییل هم د ټرمپ څرګندونو ته ورته په ایران کې د واک لوري بدلولو او د اوسني حکومت پر وړاندې پر جګړې ټینګار کړی.

لومړی وزير يې وايي، پر ایران بریدونه یې د خپل هېواد د بقا لپاره دي او تر هغې به دوام ورکړي چې ټاکل شوي اهداف تر لاسه شوي نه وي.

د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ویلي: « موږ د خپلې بقا لپاره سرنوشت جوړونکې مبارزې کې ښکېل یو. په تېره اوونۍ کې مو د خپلو دښمنانو پر وړاندې په ځواک، نوښت او هوډ سره عمل کړی او د خپلو ټولو اهدافو ترلاسه کولو پورې به خپلې مبارزې ته دوام ورکړو.»

ایران د خپلو دفاعي ځواکونو د کمزوري کېدو خبره نه مني او وايي، د ایران دفاعي او پوځي به له اسراییلو او امریکا څخه د هغو بریدونو غچ حتن اخلي چې د دوی مذهبي مشر او سلګونه ملکیانو په کې ژوند بايللی.

د ایران ملي امنیت عالي شورا منشي علي لاریجاني وايي: « موږ ټرمپ نه پرېږدو، هغه باید تاوان ورکړي. هغه زموږ رهبر او زموږ خلک شهیدان کړي. دا ساده خبره نه ده؛ تر هغې چې غچ وانه خلو او یا باالمثل ځواب ور نه کړو، نه یې پرېږدو.»

علي لاریجاني دا هم ویلي چې په هغو عربي هېوادونو کې به پر امریکايي اهدافو بریدونه ونه درول شي چې ترې پر ايران د بريدونو لپاره کار اخستل کېږي.

د فبرورۍ له ٢٨مې یا د جګړې له پیل راهیسې ښکېل لوري یو بل ته د درنې مرګ ژوبلې اړولو او په پوځي برخه کې د پراخو مالي زیانونو اړولو ادعاوې کوي، خو لا هېڅ یوه لوري ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه تایید شمېرې نه شته.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

پاکستان کې د نا امنیو پراختیا؛ یوازې اګسټ کې تر ۲۰۰ زیات بریدونه شوي
نړۍ

پاکستان کې د نا امنیو پراختیا؛ یوازې اګسټ کې تر ۲۰۰ زیات بریدونه شوي

سپتمبر 3, 2026
د ایران- امریکا جګړه بیا پیل شوه؛ دواړه لوري یو بل ته د تلفاتو اړولو ادعا کوي
نړۍ

د ایران- امریکا جګړه بیا پیل شوه؛ دواړه لوري یو بل ته د تلفاتو اړولو ادعا کوي

سپتمبر 3, 2026
پر شانګهای سرمشریزې د اوکراین او ایران جګړو سیوری، دغه سرمشریزه پرون په بشکېک کې پيل شوه
نړۍ

پر شانګهای سرمشریزې د اوکراین او ایران جګړو سیوری، دغه سرمشریزه پرون په بشکېک کې پيل شوه

سپتمبر 1, 2026
ګوټرېش: اټومي وسلې لرونکي هېوادونه دې کړي جنایتونه نه تکراروي
نړۍ

ګوټرېش: اټومي وسلې لرونکي هېوادونه دې کړي جنایتونه نه تکراروي

اگست 30, 2026
اتحاد المجاهدین پر پاکستاني ځواکونو د ترسره کړیو عملیاتو ویډیو خپره کړه
نړۍ

اتحاد المجاهدین پر پاکستاني ځواکونو د ترسره کړیو عملیاتو ویډیو خپره کړه

اگست 25, 2026
ولي خان: عربستان او ترکیه د پاکستان له لاسه وتلی حاکمیت بېرته نه شي راګرځولی
نړۍ

ولي خان: عربستان او ترکیه د پاکستان له لاسه وتلی حاکمیت بېرته نه شي راګرځولی

اگست 9, 2026

وروستي خبرونه

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist