Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
هنرمندان: د بهزاد میناتورۍ له سبک سره د ځوانانو لېوالتیا په ډېرېدو ده

هنرمندان: د بهزاد میناتورۍ له سبک سره د ځوانانو لېوالتیا په ډېرېدو ده

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/12/17

د هرات میناتورۍ هنر چې شاوخوا ۶ پېړۍ تاریخي مخینه لري، د استاد کمال‌الدین بهزاد له زمانې راهیسې د اسلامي نړۍ  یو له ارزښتناکو هنري میراثونو ګڼل کېږي.

 که څه هم دا هنر تېرو څو کالو کې له پامه غورځول شوی وو، خو اوس تازه یو ځل بیا د غوړېدو په حال کې دی.

هنرمندان وایي، یاد هنر ته اوس د تېر په پرتله د ځوانانو لېوالتیا زیاته شوې او اړتیا ده چې اړوند مسوولین ورته ځانګړې پاملرنه وکړي.

د هرات پوهنتون ښکلو هنرونو پوهنځي استاد احمد شعیب سلجوقي وايي: « ټولې ادارې، له والي صاحب نیولې تر اطلاعاتو او فرهنګ ریاست پورې دې راشي او زموږ ملاتړ دې وکړي. که هره اداره د دې هنر یوه تابلو واخلي او په خپلو دفترونو کې یې کېږدي، د دې ګټه به ډېره وي.»

د پوهنتون استاد احمد ضیا حق شناس وايي: « د دې هنر د ساتلو لپاره باید نندارتونونه جوړ شي؛ ځکه چې ځینې هېوادونه شاید د دې تمه ونه لري چې هرات کې به هم دا هنر ژوندی وي مګر کله چې مخامخ راشي، نو پوه به شي چې اصلي هنر او خزانه افغانستان او په ځانګړې توګه هرات کې ده.»      

دوی دا غوښتنه داسې مهال کوي چې د بهزاد میناتورۍ سبک، تازه د ملګرو ملتونو د ښوونیز، علمي او کولتوري سازمان(یونسکو) د ناملموس فرهنګي میراثونو په نوملړ کې ثبت شوی.

د میناتورۍ استادان وایي، د دې هنر ثبت به د میناتورۍ د لا ښه پېژندنې، کولتوري برخه کې د ګرځندویانو جذب او له هنرمندانو څخه د ملاتړ د پیاوړتیا لپاره زمینه برابره کړي.

د هرات پوهنتون ښکلو هنرونو پوهنځي رییس محمد توفیق رحماني وايي: « په یونسکو کې د افغانستان په نوم د دې سبک ثبتېدل ټولو فرهنګیانو او هنرمندانو ته دا امید ورکوي چې افغانان لاهم د هنر او فرهنګ د ودې او تعالي په برخه کې اغېزناګ ګامونه پورته کوي، له خپل فرهنګي هویت او شتمنیو څخه ملاتړ کوي.»

په ورته مهال، د هرات د اطلاعاتو او کولتور ریاست مسوولین وایي، د میناتورۍ هنر تر تخنیکي او فرهنګي پړاوونو تېرېدو وروسته، په رسمي ډول د ملګرو ملتونو د ښوونیز، علمي او کولتوري سازمان د ناملموس فرهنګي میراثونو په نوملړ کې ثبت شوی دی.

دوی ډاډ ورکوي چې د یاد هنر بیا ځل غوړېدو په موخه په ملي او نړیواله کچه نندارتونونو کې هنرمندانو ته د ګډون زمینه برابره کړې.

د هرات اطلاعاتو او کولتور ریاست د فرهنګ او هنر آمر حمیدالله غیاثي وايي: « الحمدالله دلته د پام وړ پرمختګ لیدل کېږي او موږ د هرې ورځې په تېرېدو سره هرات کې د هنري نندارتونونو جوړېدو لیدونکي یو. همدارنګه د فرهنګي او هنري بنسټونو لپاره د رسمي جوازونو اخیستو شاهدان یو.»

استاد کمال‌الدین بهزاد د نهمې او لسمې پېړیو هغه هنرمند وو چې د میناتورۍ هنر یې د خپل کمال تر لوړې کچې رسولی دی.

دا هنر نه یوازې ګڼ پلویان لري بلکې د هېواد په یو شمېر ګاونډیو هېوادونو کې هم ورته ځانګړي روزنیز مرکزونه جوړ شوي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
لښکرګاه کې د سلطان مسعود غزنوي تاریخي ماڼۍ بیارغونې ته اړتیا لري
فرهنگ او هنر

لښکرګاه کې د سلطان مسعود غزنوي تاریخي ماڼۍ بیارغونې ته اړتیا لري

جون 30, 2026
د سلطان محمدخان طلايي مقبره له منځه تللو په حال کې ده
فرهنگ او هنر

د سلطان محمدخان طلايي مقبره له منځه تللو په حال کې ده

جون 1, 2026
ننګرهار کې د لیکوالو ملاتړ په موخه د کتابونو ملي نندارتون جوړېږي
فرهنگ او هنر

ننګرهار کې د لیکوالو ملاتړ په موخه د کتابونو ملي نندارتون جوړېږي

مې 20, 2026
د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

مې 7, 2026
د هرات جامع جومات د پارک بیارغولو چارې بشپړې شوې
فرهنگ او هنر

د هرات لوی جامع جومات بیارغنیزې چاری ۷۰ سلنه بشپړې شوې

اپریل 21, 2026

وروستي خبرونه

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist