Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
هلمند کې د “بست کلا ” د نړېدو له ګواښ سره مخ ده

هلمند کې د “بست کلا ” د نړېدو له ګواښ سره مخ ده

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/05/26

په هلمند ولایت کې د بست لرغونې کلا چې  ۵۰۰۰ کلن تاریخ لري او د تاریخ  پوهانو په خبره یاده کلا  د نوشیروان عادل په زمانه کې جوړه شوې.

د هلمند اوسېدونکی وایي، د بارانونو اوبو او د یو شمېر سیلانیانو بي غوری بست کلا زیانمنه کړي او که د یادې کلا رغېدو ته پاملرنه ونه شي د وېجاړېدو له ګواښ سره به مخ شي.

د هلمند یو تن اوسېدونکی عزت الله  وايي:« موږ نن دلته د مېلې لپاره راغلي یو، اوبو لاندې کړې وه، که پاملرنه ورته ونه شي، نو نوره به هم خرابه شي. د باران اوبه ورغلې وې، دوه یا درې ځایه یې نړولي هم ول.»

د کندهار اوسېدونکی ګل احمد وايي:« له دولته مو غوښتنه دا ده چې داسې پاملرنه ورته وکړي، لکه ځانګړو ځایونو ته. نو دا هم باید داسې ورغول شي، لکه د پلار او نیکه تاریخ چې را ژوندی کړي. دا داسې یو تاریخي ځای دی چې د ولایت یا دولت پر سطحه یو ځای دی.نو باید دې ته نورو ځایونو ډېره پاملرنه وشي او ورغول شي. »

د هلمند اوسېدونکی محمد عوض وايي:« ۷ یا ۸ ساعته د موټر مزل مو کړی او دلته راغلو، یوازې د دې لپاره چې د دې ځای مېنه وال وه. نو له اسلامي امارته مو هم غوښتنه دا ده چې دا ځای ورغول شي او جوړ شي، ترڅو سیلانیان یې لا ډېر شي.»

د هلمند اوسېدونکي همدا راز دغې کلا ته د راتلونکو سیلانیانو لپاره د اسانتیاوو برابرولو غوښتنه هم کوي.

د بست تاريخي کلا په اړه د هلمند د اطلاعات او کلتور ریاست مسوولین وايي، پلان کې لري چې روان کال کې یاده کلا ورغوي او په راتلونکي کې هم ورته پاملرنه ډېره کړي.

د مسوولینو په خبره، د بست کلا بیارغونه د حکومت په لومړیتوبونو کي ده او بیارغونې ته یې ځانګړي پلانونه لري.

د هلمند اطلاعاتو او کلتور ریاست د فرهنګ او ګرځندوی امر سلطان محمد حنیف وايي:« انشاء الله چې بودیجه تصویب شي، د دې بیارغونې چارې به یې بېرته پیل شي، کومو ځایونو باندې یې چې کار درېدلی دی، کار به پرې شروع شي. انشاء الله موږ هېله لرو چې روان ۱۴۰۳ کال کې یې چارې بشپړې شي.»

هلمند کی لسګونه تاريخي سیمې شتون لري چي له ډلې یې د سلطان محمود غزنوي د زامنو ماڼۍ،  بست کلا ، پیر سبز کلا، ساروان كلا ، د تاغز كلا ، بولان كلا او مختر كلا مشهوري دي، چي د هلمند د اوسېدونکو په خبره که ونه رغول ي لا نورې ډېرې برخې به يې ويجاړي شي .

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

مې 7, 2026
د هرات جامع جومات د پارک بیارغولو چارې بشپړې شوې
فرهنگ او هنر

د هرات لوی جامع جومات بیارغنیزې چاری ۷۰ سلنه بشپړې شوې

اپریل 21, 2026
افغان لاسي صنایع د نړیوال کېدو په لور: هراتي تسبېح د نړۍ په بازارونو کې ښه ځای لري
فرهنگ او هنر

کندهار کې د تسبېح جوړولو صنعت شهرت، ستونزې او غوښتنې

اپریل 9, 2026
هرات کې د فرهنګي ډېپلوماسۍ په نوم درې ورځنی نندارتون جوړ شو
فرهنگ او هنر

هرات کې د فرهنګي ډېپلوماسۍ په نوم درې ورځنی نندارتون جوړ شو

اپریل 6, 2026
د اختر په ورځو کې ۲.۳ میلیونه سیلانیانو د هېواد له تفریحي ځایونو لیدنه کړې
فرهنگ او هنر

د اختر په ورځو کې ۲.۳ میلیونه سیلانیانو د هېواد له تفریحي ځایونو لیدنه کړې

مارچ 25, 2026
بلخ کې د خطاطۍ او انځور ګرۍ درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
فرهنگ او هنر

بلخ کې د خطاطۍ او انځور ګرۍ درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

فبروري 19, 2026

وروستي خبرونه

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

مې 7, 2026
تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

مې 7, 2026
بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

مې 7, 2026
چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
افغانان: پاکستان بې باوره هېواد دی او پر خپله هېڅ ژمنه نه دی درېدلی

پاکستان کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ دوام؛ ځینو هېوادونو د سیاسي استازولیو محدودولو ته مخه کړې

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist