د کابل پر فضا د افغان هوايي ځواک اېل نهه دېرش(L-39 ) ډوله جېټ الوتکې الوت یو ځل بیا د افغانستان د هوايي ځواک د پخوانیو الوتکو د بیارغونې موضوع را ژوندۍ کړه.
دا الوتکه چې د چکسلواکیا هېواد له خوا جوړه شوې، په اصل کې د پوځي پیلوټانو د روزنې لپاره ډیزاین شوې او د اړتیا پرمهال، د سپکو هوايي بریدونو لپاره هم کارول کېږي.
د راپورونو له مخې، افغانستان د دغو الوتکو لومړنۍ جوپه په ۱۹۷۷ زېږیز کال کې ترلاسه کړې وه او په ورپسې کلونو کې هم د دې الوتکو نورې جوپې د افغانستان هوايي ځواک په واک کې ورکړل شوې وې.
د دفاع وزارت له خوا د ورکړل شویو شمېرو له مخې ، د هوايي ځواک تخنیکي او انجینرۍ ټیمونو تر ۶۰ ډېرې بېلابېلې الوتکې او چورلکې ترمیم کړې دي چې په هغو کې دوې AN-32 او یوه AN-26 ټرانسپورټي الوتکې هم شاملې دي.
د پوځي چارو کارپوه، توریالی ځاځی وايي: « دا ډېره ښه خبره ده چې د افغانستان نظامي ځواک او د هغوی تجهیزات بېرته په رغېدو دي. هرڅومره چې د افغناستان نظامي تجهیزات قوي شي، د افغانستان د ساتنې لپاره لپاره ښه خبره ده.»
د پوځي چارو کار پوهان بیا وايي، د پخوانیو پوځي الوتکو بیا رغونه او فعالول د هوايي ځواک د تخنیکي وړتیاوو په پیاوړتیا کې مهم رول لري؛ خو د یوه اغېزمن او دوامدار هوايي ځواک لپاره د مسلکي پیلوټانو، تخنیکي متخصصینو، پرزو، منظمې ساتنې او روزنیزو پروګرامونو شتون هم اړین دي.
د پوځي چارو کارپوه، اخترمحمد راسخ وايي: « د دې جېټ الوتکې ترمیمول او عملیاتو ته چمتو کول، لویه لاسته راوړنه ده. د دفاع وزارت د هوايي ځواکونو قوماندانۍ ثابته کړه چې افغانان کولی شي خپل وسایل او تجهیزات وساتي او بېرته یې ورغوي.»
د L-39 الوتکې بیا فعالېدل او الوت، یوازې د یوې پخوانۍ الوتکې د بیا فعالېدو موضوع نه ده بلکې د هغو تخنیکي وړتیاوو د ساتلو او پراختیا یوه هڅه هم ده چې د هر هېواد د هوايي ځواک لپاره اساسي ارزښت لري.
د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند، خالد ځدراڼ وايي: « امریکا د ۲۰ کلونو لپاره افغانستان اشغال کړی و، خو افغان ځواکونو ته یې هېڅکله جنګي الوتکې او یا د هغو د الوتنې لپاره روزنه ورنه کړه. له هغه راهیسې چې افغانانو د چارو واک په لاس کې اخیستی، پنځه کاله وروسته دوی خپلې الوتکې نندارې ته وړاندې کوي. یو ملت هغه وخت راپورته کېږي چې خلک یې خپله مشري په غاړه واخلي.»
اوس به دا څرګنده شي چې د دغې الوتکې له بیا فعالېدو وروسته به د هوايي ځواک د نورو غیر فعالو الوتکو د بیارغونې بهیر څومره چټک شي.