د سویس په ګډون ډېری اروپایي هېوادونه چې د اسلامي امارت له حاکمیت سره سم یې په افغانستان کې خپل ډېپلوماټیک حضور پای ته رسولی و، اوس په تدریجي ډول هڅه کوي چې بېرته له اسلامي امارت سره خپلې هر اړخیزې اړیکې پراخې کړي.
تازه په افغانستان کې د سویس استازولۍ مشر، اریک مارکلي له سویس اېنفو رسنۍ سره په مرکه کې ویلي چې کابل کې د یاد هېواد د بشري مرستو دفتر، د افغانانو بشري اړتیاوو ته د رسېدنې، بنسټیزو خدمتونو ته د لاسرسي او خلکو ته د عاید زېږوونکو فرصتونو برابرولو لپاره، بیا پرانیستل شوی.
افغانستان کې د سویس استازولۍ مشر ویلي: « موږ په کابل کې خپل حضور بېرته پیل کړی، ترڅو د افغانستان د خلکو بشري او اساسي اړتیاوو ته ځواب ووایو.»
د اقتصادي چارو شنونکی، محمد عیسی مبارز وايي: « تر ټولو مهمه خبره دا ده چې دوی خپل دفتر بېرته خلاص کړ. د دې مانا دا ده چې دوی غواړي له افغانستان سره ښکېل پاتې شي او مرستې وکړي.»
همدې رسنۍ د مارکلي له قوله ویلي چې اوسمهال سویس له افغانستان له د سترو مرسته کوونکو هېوادونو له ډلې شمېرل کېږي. د رسنۍ د معلوماتو له مخې، سویس ۲۹.۶ میلیون ډالره مرسته افغانستان کې د بشري وضعیت مهار لپاره ځانګړې کړې ده.
په دې راپور کې د افغانستان لپاره د سویس د پراختیا او همکاریو ادارې(اېسډيسي) د مشرې، فامیلا ستاتاکیس له قوله هم راغلي چې وضعیت خپله له نږدې څاري او پروژې به د سیمهییزو اړتیاوو له مخې تنظیم او د هغو پرمختګ وڅاري.
د اېسډيسي مشرې زیاته کړې: « د سویس لپاره دا ستره ګټه لري چې کولی شي وضعیت په خپله له نږدې وڅاري، خپلې پروژې د سیمهییزو اړتیاوو له مخې تنظیم کړي او په افغانستان کې د خپل حضور له لارې د هغو پرمختګ وڅاري. موږ د هغو پراختیايي ادارو برعکس چې په سیمه کې محدود حضور لري، کولی شو په مستقیم ډول له افغان شریکانو سره کار وکړو. موږ له افغان بنسټونو او شریکانو ډېرې غوښتنې ترلاسه کوو، خو یوازې هغه وخت کولی شو فرصتونه په سمه توګه وپېژنو او هغه پروژې وټاکو چې زموږ په باور، تر ټولو ډېر اغېز لري او دا هغه وخت کېدای شي چې موږ په سیمه کې حضور ولرو.»
د اقتصادي چارو شنونکی، نورالله عزیز وايي: « که څه هم نړیوالو مرستو د افغانستان پر اقتصادي وضعیت ډېر مثبت اغېز نه دی کړی، خو په عمومي توګه د بهرنیو اسعارو د اړتیا پوره کولو، د کاري فرصتونو پيدا کېدو او د غربت کچې په کمېدو کې اغېز لري. اوسنی حاکمیت باید د دغو مرستو ترڅنګ، پر بنسټیزو پروژو فکر وکړي او نویو پانګونو ته زمینه مساعده کړي.»
بله خوا، د اقتصاد وزارت بیا د افغانستان لپاره د سویس له ځانګړې شوې بودیجې مننه کوي او وایي، دا ډول مرستې د فقر کچې په کمولو کې مرسته کوي.
د اقتصاد وزارت مسلکي معین، عبداللطیف نظري وايي: « د اقتصاد وزارت افغانستان ته د سويس له خوا د مرستو له ځانګړي کېدو هرکلی کوي. موږ دغه مرستې د بېوزلۍ کچې کمېدو او خوراکي امنیت د تأمین لپاره رغنده ګام بولو. موږ له ټولو هېوادونو او مرستندویه بنسټونو غوښتنه کوو چې د ژمي له رانږدې کېدو سره خپلې بشري مرستې لا ډېرې کړي. اقتصاد وزارت هڅه کوي چې له خپلو خلکو سره د پام وړ مرستې وکړي.»
سویس په داسې حال کې له افغانانو سره د بشري مرستو په برخه کې د ځانګړې شوې بودیجې خبر ورکوي چې له دې وړاندې په ځلونو د ملګرو ملتونو د بېلابېلو ادارو له لوري په افغانستان کې له فقر سره مخامخ کسانو شمېر شاوخوا ۲۳.۷ میلیون تنه ښودل شوی.
ملګرو ملتونو په ځلونو له نړۍ غوښتنه کړې چې د دې وضعیت د مهار لپاره له دوی سره په هغه اندازه مرسته وکړي چې اړتیا یې ده.