Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
Millions of Americans take to the streets against Trump’s policies and wars

میلیونونه امریکایان د ټرمپ سیاستونو او جګړو په ضد واټونو ته راوتلي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/03/30

په داسې حال کې چې په امریکا کې په میلیونونو خلک د ټرمپ د سیاستونو په ضد واټونو ته راوتلي او د بدلون غوښتنه کوي، د هالنډ په هاګ ښار کې هم زرګونه کسانو د لاریون په ترسره کولو د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د اسراییلو لومړي وزیر بینیامین نتنیاهو په جنګي جرمونو تورن کړي او د محاکمې غوښتنه یې کوي.

د هاګ لاریون کوونکي وايي، د یوه هېواد بمبارول ددې لپاره چې هلته ډیموکراسي او ازادي راوستل شي، د نړیوالو قوانینو سره په ټکر کې دي.

د لاریون یوه ګډونواله وايي: « موږ د دې غیر قانوني جنګ په ضد مبارزه کوو چې د ټرمپ او نتنیاهو له خوا پیل شوی. په یوه هېواد کې د ډیموکراسۍ او ازادۍ راوستلو لپاره د هغه بمبارول له نړیوالو قوانینو سره په ټکر کې دي.»

له دې سره، خپله په متحده ایالتونو کې هم د راپورونو له مخې په میلیونونو خلک واټونو ته راوتلي او د ټرامپ د ادارې په ضد شعارونه ورکوي.

د راپورونو له مخې، اکثریت مظاهره کوونکي پر ایران د بریدونو مخالف او د دې جګړې بندول غواړي.

په واشنګټن کې داسې مهال خلک واټونو ته راوتلي چې پر ایران د امریکا او اسراییلو د بریدونو له پیل میاشت تېره شوه.

یوې ۶۷ کلنې امریکايي ښځې له خبریالانو سره خبرو کې پوښتنه کړې چې په داسې حال کې چې ایران متحده ایالاتو ته کوم ګواښ نه و، نو آيا برید پرې لازم و؟ هغې زیاته کړې:  « نه لومړی دا چې دا سمه نه ده او دویمه دا چې دوی د داسې کار حق نه لري.»

ځينو لاریون کوونکو ویلي، د ایران پر ضد د امریکا او اسراییلو جګړه د ټرامپ د هغو هڅو یوه برخه ده چې د جفري ایپسټین د جنسي تېریو له دوسیو څخه د خلکو پام اړولو لپاره یې کوي.

د واشنګټن په لاریون کې یوه برخه اخستونکی ۷۰ کلن سړي چې وايي، د وېټنام په جګړه کې یې برخه اخستې ویلي، ټرمپ فکر کاوه چې په څو ورځو کې به د ایران جګړه پای ته ورسوي او دی به د یو اتل په توګه را څرګند شي.

هغه زیاته کړې: « ټرمپ فکر کاوه چې په څو ورځو کې د ایران جګړې په پای ته رسولو سره به دی یو قهرمان وي. خو ولسمشر ټرمپ ته به اوس معلومه شوې وي چې ایرانیان یې پر وړاندې جنګیږي. موجوده حالت د وېټنام جګړې ته ورته دی.»

په نیویارک کې د ټرمپ ضد لاریون کوونکي بیا په مرکزي منهاټن ښار کې سره راټول شوي وو.

یوې مېرمنې پر ایران د بریدونو د تشرېح پرمهال ویلي،  دا جګړه داسې ده  لکه د امریکا د مالیه ورکوونکو پیسې ضایع کول.

دا میلیوني لاریونونه د متحده ایالتونو د ټولو ۵۰ ایالتونو په ۳۰۰۰ سیمو کې شوي او تنظیموونکو یې په راتلونکو ورځو کې د داسې لاریونونو خبره کړې چې د امریکا په تاریخ کې به ساری ونه لري.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني
نړۍ

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
کشمیر کې د پاکستاني ریاست ضد لاریونونو پرمهال لسګونه کسان وژل شوي
نړۍ

کشمیر کې د پاکستاني ریاست ضد لاریونونو پرمهال لسګونه کسان وژل شوي

جولای 30, 2026
د پاکستان اټومي وسلو د ناخوندیتوب په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي
نړۍ

د پاکستان اټومي وسلو د ناخوندیتوب په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي

جولای 28, 2026
پاکستاني چارواکو کابل کې د علماوو له وروستۍ فتوا هرکلی کړی
نړۍ

اسحاق ډار: پاکستان کې په تېر یوه کال کې له ۲ زرو امنیتي پېښې شوې

جولای 26, 2026
امریکا: د اټومي تأسیساتو تر ویجاړېدو پورې پر ایران بریدونو ته ادامه ورکوو
نړۍ

امریکا: د اټومي تأسیساتو تر ویجاړېدو پورې پر ایران بریدونو ته ادامه ورکوو

جولای 21, 2026
کراچۍ کې د رنجرز ځواکونو پر مرکز برید؛ ګڼو پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې
نړۍ

کراچۍ کې د رنجرز ځواکونو پر مرکز برید؛ ګڼو پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې

جون 29, 2026

وروستي خبرونه

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist