نيکي هیلي ملګرو ملتونو کې د امریکا له استازیتوب لاس واخیست.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، په دې تړاو یې له نیکي هیلي سره یو کال وړاندې خبرې کړې وې.
ټرمپ وايي، د سپینۍ ماڼۍ پخوانۍ سلاکاره ډینا پاول به د هيلي، پر ځای ملګروملتونو ته واستوي.
نیکي هیلي د خپلې استعفا لامل له رسمي کارونو دمه اخیستل ښودلې ده.
هيلي وايي، د کال تر پایه او د بل سفیر د ټاکنې پورې به په ملګروملتونو کې پاتې شي.
ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې نیکي هیلي وویل، ((زه د کال تر پایه دا دنده نه پریږدم، زما موخه دا ده چې موږ باید ځان ډاډه کړو چې هرڅه سم دي او بل سفیر راتللی شي نو بیا به زه دنده پریږدم، زه غواړم یو څه موده ارامه اوسم، زه نه غواړم چې د ۲۰۲۰ کال ټاکنو ته ودریږم، بلکې د ولسمشر ټرمپ لپاره به ټاکنیز کمپاین کې برخه واخلم.))
ډونالډ ټرمپ وايي، ژر به د نیکي هیلي پر ځای د سپینې ماڼۍ پخوانۍ سلاکاره ډینا پاول د دغې دندې لپاره وټاکي.
ټرمپ ددې خبرې پخلی وکړ چې نیکي هیلي به له هغې سره یو ځای کار وکړي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل ، ((ډینا هغه څوک ده چې زه یې د دې دندې لپاره غوره ګڼم، موږ ددې لپاره ډيرې نورې ټاکنې هم درلودې، نیکي هیلي په دې برخه کې ډیر ښه استازیتوب کړی خو نور به له موږ سره دلته کار کوي. هغه به له ما سره د ۲۰۲۰ په ټاکنو کې مرسته وکړي.))
ټرمپ وايي دا ناڅاپي خبره نه ده او ددې خبرو پر سر مو له یوه کال راهیسې خبرې اترې کړې دي.
ټرمپ وویل، ((تاسې پوهیږئ، ما او نیکي په دې تړاو یو کال وړاندې خبرې کړې وې ځکه هغې غوښتل چې دلته د دوه کلونو لپاره یو ځل راشي.))
نیکي هیلي وايي، له تېرو اته کلونو راهیسې د امریکا حکومت په بیلابیلو برخو کې په کار بوخت و او په راتلونکي کې هم دې کار ته ژمن دی خو له یو څه مودې دمې وروسته.












