Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
شمالي کوریا او ویتنام ته د پوتین سفرونو نړیوال غبرګونونه پارولي

شمالي کوریا او ویتنام ته د پوتین سفرونو نړیوال غبرګونونه پارولي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/06/22

له دویمې نړیوالې جګړې وروسته نړیوال قدرتونه د سړې جګړې په درشل کې دي.

د لویدیځ پر وړاندې له روسیې سره د شمالي کوریا ، ویتنام ، چین او یو شمېر نورو هېوادونو همغږي او دوه اړخیزه همکاري د نړیوالو قدرتونو ترمنځ په درېیمه نړیواله جګړه کې د ښکېلتیا اندېښنې زیاتې کړي.

 د راپورونو له مخې ، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له چین او ایران وروسته  د جون پر ۱۹ په دوه ورځني سفر شمالي کوریا او له هغې وروسته د مسکو دایمي متحد ویتنام ته سفر وکړ.

په راپورونو کې ویل شوي، پوتین ته په شمالي کوریا کې له تود هرکلي سره سره ، مسکو له پیونګ یانګ سره د پوځي دوه اړخیزه همکارۍ تړون لاسلیک کړ او د دې ترڅنګ یې له ویتنامي چارواکو سره هم د همکاریو پر دوام خبرې کړي.

د شمالي کوریا او روسیې د پوځي هوکړې یوه برخه :« که چېرې په روسیه یا شمالي کوریا برید ترسره کېږي، د ملګرو ملتونو د منشور د۵۱ مادې له مخې، دواړه هېوادونه کولی شي یو بل ته پوځي تسلیحات چمتو او د احتمالي ګواښ په صورت کې پوځي همکاري وکړي.»

د مسکو او پیونګ یانګ شوې هوکړې ته په غبرګون کې سویلي کوریا له اوکرایین سره د پوځي مرستو اعلان کړی، خو د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د سویلې کوریا یاد اقدام لویه تېروتنه بولي.

پوتین زیاته کړې:« د سویلي کوریا لخوا له اوکرایین سره پوځي مرستې به ستره تېروتنه وي، چې د دغه هېواد د چارواکو له لوري رامنځته کېږي.»

د لویدیځ پر وړاندې د متحدینو راجلبولو لپاره د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین شمالي کوریا او ویتنام ته سفر د امریکا او سویلي کوریا له غبرګون سره مخ شوی دی.

د امریکايي رسنیو راپورونو له مخې، د امریکا او سویلي کوریا د بهرنیو چارو وزیرانو په ټیلفوني اړیکه کې د روسیې او شمالي کوریا د پوځي همکاریو پر تړون اندېښنه ښودلې او د شمالي کوریا له لوري مخ په زیاتېدو ګواښونه یې د نړیوالو اصولو خلاف عمل بللی.

د امریکا بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن ویلي:« زه دغه تړون په کلکو ټکو غندم، له دې سره په سیمه کې سوله او ثبات اغېزمن کېدی شي.»

بلخوا رویټرز راپور ورکړی چې یو شمېر امریکايي او چینايي چارواکو په شانګهای ښار کې د اټومي وسلو پرسر له ۵ کلونو وروسته خبرې کړي.

په راپور کې راغلي ، په دې غیر رسمي ناسته کې چین له امریکا سره هوکړه کړې چې پر تایوان اټومي وسلې نه کاروي.

  بل پلو تېره اوونۍ  اووه سترو صنعتي هېوادونو او د نړۍ له ۷۰ زیاتو نورو هېوادونو د اوکرایین په سولې کنفرانس کې چې د ایټالیا په کوربتوب ترسره شو، د اوکرایین پوځي ملاتړ او ځمکني بشپړتیا مهمه وګڼله.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د ایران – امریکا سولې هوکړه د جمعې په ورځ لاسلیک کېږي
نړۍ

امریکا او ایران د مذاکراتو تعقیب پر میکانیزم سلا شوي

جون 23, 2026
د ټرمپ څرګندونو ته د مېلوني غبرګون: زه او ایټالیا هېچا ته زارۍ نه کوو
نړۍ

د ټرمپ څرګندونو ته د مېلوني غبرګون: زه او ایټالیا هېچا ته زارۍ نه کوو

جون 22, 2026
د ایران – امریکا سولې هوکړه د جمعې په ورځ لاسلیک کېږي
نړۍ

د ایران – امریکا سولې هوکړه د جمعې په ورځ لاسلیک کېږي

جون 16, 2026
پر یو بل د ایران او امریکا بریدونو د سولې خبرې پېچلې کړې دي
نړۍ

پر یو بل د ایران او امریکا بریدونو د سولې خبرې پېچلې کړې دي

جون 2, 2026
بېجېنګ: مسکو سره په ګډه نړیوال نظام کې څو قطبي واک رامنځته کوو
نړۍ

بېجېنګ: مسکو سره په ګډه نړیوال نظام کې څو قطبي واک رامنځته کوو

مې 21, 2026
د روغتیا نړیوال سازمان: د بودیجې کسر نړیوالو روغتیايي ننګونو ته رسېدنه سخته کړې
نړۍ

د روغتیا نړیوال سازمان: د بودیجې کسر نړیوالو روغتیايي ننګونو ته رسېدنه سخته کړې

مې 20, 2026

وروستي خبرونه

د ایران – امریکا سولې هوکړه د جمعې په ورځ لاسلیک کېږي

امریکا او ایران د مذاکراتو تعقیب پر میکانیزم سلا شوي

جون 23, 2026
د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي

د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي

جون 22, 2026
خوست په لومړي ځل د شپږیزې کرېکټ لیګ کوربه توب ته چمتو کېږي

خوست په لومړي ځل د شپږیزې کرېکټ لیګ کوربه توب ته چمتو کېږي

جون 22, 2026
خلیلزاد: بلوچستان کې وضعیت د اندېښنې وړ دی

خلیلزاد: د پاکستان حکومت باید افغانستان په تړاو خصمانه پالیسۍ په اړه ولس ته وضاحت ورکړي

جون 22, 2026
د بلوچستان خلک:  د پاکستان حکومت دې افغان اربکیان زموږ له سیمو وباسي

د بلوچستان خلک:  د پاکستان حکومت دې افغان اربکیان زموږ له سیمو وباسي

جون 22, 2026
د ټرمپ څرګندونو ته د مېلوني غبرګون: زه او ایټالیا هېچا ته زارۍ نه کوو

د ټرمپ څرګندونو ته د مېلوني غبرګون: زه او ایټالیا هېچا ته زارۍ نه کوو

جون 22, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist