Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
سیاسي ګوندونه: د پاکستان پوځ له څو لسیزو راهیسې د بلوڅانو ځورونې پالیسي پلې کوي

سیاسي ګوندونه: د پاکستان پوځ له څو لسیزو راهیسې د بلوڅانو ځورونې پالیسي پلې کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/02/02

د روان زېږدیز کال د جنوري په ۳۱مه په بلوچستان کې د بلوڅانو ازادي غوښتونکي پوځ(بي‌اېل‌اې) له لوري د هيروف عملياتو دويم پړاو پرمهال خونړيو بريدونو، په پاکستان کې جدي اندېښنې پيدا کړې او بحثونه يې را وپارول.

د دې هېواد سياسي ګوندونو په دې بریدونو کې د پوځیانو وژل کېدو له امله وير وکړ او په ورته وخت کې یې د بلوڅانو پر وړاندې د پاکستان پوځي رژيم پر پاليسيو هم نيوکې وکړې.

‏ د جمعیت علمای اسلام ‌ګوند د پاکستان له پوځ وغوښتل چې له بلوڅانو سره د ازمويل شوي زور زياتي په ځای، د جوړجاړي تګ‌لاره غوره کړي.

د پاکستان جمعیت علمای اسلام ګوند غړی حافظ حمدالله وايي: « د بلوچستان ستونزې سیاسي حل را ایستل ډېر ضرور دي. د بارودو نسخه له لسیزو راهیسې ازمویل کېږي، خو ټپونه لا پسې ژورېږي، نو د جراحۍ پر ځای د ټپونو  لپاره مرهم په کار دی.»

په ورته مهال، د پاکستان پر وړاندې د بلوڅانو ازادي غوښتونکو غورځنګونو او مدني حرکتونو دريځ د لوېديځو سياستوالو له خوا هم له غبرګونونو سره مخ دی.

مخکينی امريکايي ډېپلوماټ زلمی خلیلزاد وايي، د بلوچستان په تړاو د پاکستان تګلارې ناکامې دي او دا هېواد دې هلته د امنيتي وضعيت مهارولو  لپاره خپلې سټراټیژۍ بدلې کړي.

زلمی خلیلزاد ویلي: « د پاکستان له خوا د بلوچستان لپاره تعقيب شوې تګلاره ناکامه کېږي. لکه څنګه چې د بلوڅانو د تېرې ورځې په لویو او همغږو بریدونو کې وليدل شول، د پاکستان په تګلاره کې جدي بحران شته. دا تګلاره بدلون ته اړتیا لري. خو پوښتنه دا ده چې ایا بدله به شي؟»

د دې ترڅنګ، د سوېلي اسيا د چارو مطرحو امريکايي څېړونکو هم د بلوچستان طبیعي زېرمو په اړه د امريکا او پاکستان هوکړې ته په اشارې واشنګټن ته خبرداری ورکړی چې په دې هوکړه کې دې له احتياط کار واخلي.

د سوېلي اسيا د چارو څېړونکي مايکل کوګلمن ویلي:« د بلوچستان بریدونه باید هغو کسانو ته خبرداری وي چې په کې سپینه ماڼۍ هم شامله ده او غواړي د پاکستان په مهمو کانونو کې پانګونه وکړي. ډېری کانونه په هغو سیمو کې دي چې نن پرې د بلوڅو ازادۍ پوځ يا بي‌اېل‌اې بریدونه کړي. بي‌اېل‌اې د ځايي سرچینو له بهرنۍ ګټه اخيستنې سره مخالفت لري.»

د بلوڅو د ازادۍ پوځ له لوري د هېروف عملياتو دويم پړاو وروستي بريدونه د پاکستاني ځواکونو لپاره مرګوني بلل شوي او ياد پوځ ته منسوبو ادرسونو ادعا کړې چې په دې بريدونو کې يې شاوخوا ۸۰ پاکستاني عسکر وژلي.

د پاکستان کورنيو چارو وزير شنبه ناوخته د روان وضعیت ارزونې او سيمه‌ييزو چارواکو ته د ډاډګېرنې په موخه کوټې ته ورغلی و او هلته يې تور پور کړی چې هند د بلوڅو له ازادۍ پوځ سره پوځي او سټراټیژیکه همکاري لري.

د پاکستان کورنيو چارو وزير محسن نقوي وايي: « يو څه چې ډېر مهم دي او باید ټوله نړۍ پرې وپوهېږي، دا دي چې ترهګري عادي ترهګري نه ده. د دې بريدونو ترشا هند لاس لري. په باوري توګه زه ویلی شم چې دا بريدونه هند پلان کړي او اسانتیاوې يې ورته چمتو کړې وې. پاکستان د هند مداخلې په اړه شواهد لري او نړيوالې ټولنې ته به يې وړاندې کړي.»

د پاکستان ګڼو مهمو چارواکو هم په بلوچستان کې له وروستيو تندریزو بريدونو وروسته دا ډول څرګندونې کړې او يادو بريدونو ته يې له هند سره تړاو ورکړی.

بله خوا، د بلوڅانو د يووالې کمېټې مشرې ماهرنګ بلوڅ پر خپلې اېکس پاڼې د هغې مجلې انځور خپور کړی چې زالبل زنداني په نوم د ورکو شويو، وژل شويو او په سختو ظلمونو کې د ایسارو بلوڅو مستندې کيسې په کې را ټولې کړای شوې دي.

بلوڅ فعالان وايي، د پاکستان حکومت يې بنسټيز حقونه تروړلي، طبیعي زېرمې يې چور، مخکښان يې ور وژلي او په قصدي توګه يې د بلوچستان ناکراريو ته لاره هواره کړې ده.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

پاکستان کې د نا امنیو پراختیا؛ یوازې اګسټ کې تر ۲۰۰ زیات بریدونه شوي
نړۍ

پاکستان کې د نا امنیو پراختیا؛ یوازې اګسټ کې تر ۲۰۰ زیات بریدونه شوي

سپتمبر 3, 2026
د ایران- امریکا جګړه بیا پیل شوه؛ دواړه لوري یو بل ته د تلفاتو اړولو ادعا کوي
نړۍ

د ایران- امریکا جګړه بیا پیل شوه؛ دواړه لوري یو بل ته د تلفاتو اړولو ادعا کوي

سپتمبر 3, 2026
پر شانګهای سرمشریزې د اوکراین او ایران جګړو سیوری، دغه سرمشریزه پرون په بشکېک کې پيل شوه
نړۍ

پر شانګهای سرمشریزې د اوکراین او ایران جګړو سیوری، دغه سرمشریزه پرون په بشکېک کې پيل شوه

سپتمبر 1, 2026
ګوټرېش: اټومي وسلې لرونکي هېوادونه دې کړي جنایتونه نه تکراروي
نړۍ

ګوټرېش: اټومي وسلې لرونکي هېوادونه دې کړي جنایتونه نه تکراروي

اگست 30, 2026
اتحاد المجاهدین پر پاکستاني ځواکونو د ترسره کړیو عملیاتو ویډیو خپره کړه
نړۍ

اتحاد المجاهدین پر پاکستاني ځواکونو د ترسره کړیو عملیاتو ویډیو خپره کړه

اگست 25, 2026
ولي خان: عربستان او ترکیه د پاکستان له لاسه وتلی حاکمیت بېرته نه شي راګرځولی
نړۍ

ولي خان: عربستان او ترکیه د پاکستان له لاسه وتلی حاکمیت بېرته نه شي راګرځولی

اگست 9, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist