Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د بریټانیا لومړی وزیر: نه پرېږدو اوکراین د افغانستان په برخلیک اخته شي

سټارمر: بریټانیا او فرانسه به د هرمز تنګي خلاصولو لپاره د یوې سرمشریزې کوربه توب وکړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/04/14

د بریټانیا لومړی وزیر وايي، ټاکل شوې بریټانیا او فرانسه د هرمز تنګي له لارې د نفتو نړیوال ټرانزیټ د خوندي کولو لپاره د یوه څو ملیتي همغږي او خپلواک پلان په سر د بحث لپاره د یوې ګډې سرمشریزې کوربه توب وکړي.

کېیر سټارمر پر خپله اېکس پاڼه د یوه پیغام په خپرولو سره ویلي، بریټانیا له ۲۴ زیات هېوادونه چې د ده په خبره، د هرمز تنګي بېرته خلاصولو لپاره له دوی سره هم نظر دي، د دې پلان په تړاو قانع کړي.

سټارمر وړاندې لیکلي، د هرمز تنګي بند پاتې کېدل خورا زیان اړوونکي دي او د ورځني ژوند د لګښت کمولو لپاره د دې تنګي له لارې د نفتو نړیوال ټرانزیټ خورا مهم دی.

نوموړي زیاته کړې: « د هرمز تنګي تړلي پاتې کېدل په ژره توګه زیان اړوونکي دي او د ژوند لګښتونو د فشار کمولو لپاره د دې تنګي له لارې د نفتو لېږد ادامه خورا ضروري ده. بریټانیا له ۲۴ څخه زیات هېوادونه چې د هرمز تنګي له لارې د نفتو د ازاد لېږد په تړاو له موږ سره هم نظره دي، قانع کړي. په روانه اوونۍ کې به بریټانیا او فرانسه د یوې سرمشریزې په ګډه کوربه توب وکړي، ترڅو د هرمز تنګي له لارې د نفتو نړیوال ټرانزیټ د خوندي کولو لپاره د یوه همغږي او خپلواک پلان په اړه کارونه مخکې یوسي.»

خو د بریټانیا لومړي وزیر دا هم لیکلي چې دا پلان به د روان جنګ له پای ته رسېدو وروسته پلی شي.

د بریټانیا لومړي وزیر دا خبره داسې مهال کړې چې په اسلام اباد کې د پاکستان په منځګړیتوب د امریکا او ایران ترمنځ له ۴۰ ورځني جنګ وروسته لومړنیو مخامخ خبرو له ناکامېدو وروسته د متحده ایالاتو ولسمشر خپلو سمندري ځواکونو ته  له خپله اړخه د هرمز تنګي بندولو امر کړی.

له بلې خوا، د فرانسې خبري اژانس بیا د فرانسې  ولسمشر ایمانویل مکرون له قوله لیکلي چې دا په بشپړ ډول یو دفاعي او په روانه جګړه کې له ښکېلو غاړو څخه جلا ماموریت دی چې د مکرون په وینا، د شرایطو له برابرېدو سره به ژر پیل شي. 

مکرون هم پر خپله اېکس پاڼه د پیغام په خپرولو سره د دې ماموریت په اړه تفصیلات ورکړي او لیکلي دي چې دا به یو څو ملیتي سوله ییز ماموریت وي چې موخه به یې یوازې د هرمز تنګي بېرته پرانستل او د نفتو د لېږد خوندي کول وي.

ولسمشر مکرون زیاته کړې: « په راتلونکو ورځو کې به موږ له بریټانیا سره په ګډه له هغو هېوادونو سره  چې له موږ سره د هرمز تنګي د بېرته پرانستلو لپاره په دې ماموریت کې برخه اخستو ته چمتو دي، یو کنفرانس تنظیم کړو.»

د تېرې فبرورۍ میاشتې په وروستیو کې پر ایران د امریکا او اسراییلو بریدونو له امله د فارس خلیج د هرمز تنګی چې نړۍ ته د تېلو او ګازو د لېږد یوه مهمه لار بلل کېږي، د نفتو د لېږد ټرافیک کابو په بشپړه توګه بند کړ.

د اسلام اباد د خبرو ناکامېدو په غبرګون کې د دې تنګي بندولو لپاره د ټرامپ اقدام په نړۍ کې د تېلو او ګازو د بیو لوړېدو بحران په تړاو ژورې اندېښنې زیږولې دي.

بله خوا، د ایران اسلامي انقلاب ساتونکي ګارد( سپاه) بیا پرون د یوې اعلامې په خپرولو سره خبردارې ورکړی چې د هغو پوځي بېړیو پر وړاندې به سخت چلن وکړي چې هرمز تنګي ته د ننوتو هڅه وکړي.

د اسلام اباد د خبرو له پیل مخکې ټرمپ خبرداری ورکړی و چې که دا خبرې ناکامې شي، نو په ټول شدت سره به جګړه له سره پیل کړي، حال دا چې ایران د دې جګړې پر وړاندې هم د غوڅ ځواب ورکولو ټټر وهلې.

دا مهال د هرمز تنګي د ډبل بندولو ( هم د ایران او هم امریکا له خوا) امر په نړیواله کچه د اندېښنو سبب ګرځیدلی.

لا روښانه نه ده چې دا کار به په سیمه کې روان کړکېچ څومره ژور کړي او نړۍ به یې ترکومه بیه پرې کوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني
نړۍ

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
کشمیر کې د پاکستاني ریاست ضد لاریونونو پرمهال لسګونه کسان وژل شوي
نړۍ

کشمیر کې د پاکستاني ریاست ضد لاریونونو پرمهال لسګونه کسان وژل شوي

جولای 30, 2026
د پاکستان اټومي وسلو د ناخوندیتوب په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي
نړۍ

د پاکستان اټومي وسلو د ناخوندیتوب په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي

جولای 28, 2026
پاکستاني چارواکو کابل کې د علماوو له وروستۍ فتوا هرکلی کړی
نړۍ

اسحاق ډار: پاکستان کې په تېر یوه کال کې له ۲ زرو امنیتي پېښې شوې

جولای 26, 2026
امریکا: د اټومي تأسیساتو تر ویجاړېدو پورې پر ایران بریدونو ته ادامه ورکوو
نړۍ

امریکا: د اټومي تأسیساتو تر ویجاړېدو پورې پر ایران بریدونو ته ادامه ورکوو

جولای 21, 2026
کراچۍ کې د رنجرز ځواکونو پر مرکز برید؛ ګڼو پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې
نړۍ

کراچۍ کې د رنجرز ځواکونو پر مرکز برید؛ ګڼو پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې

جون 29, 2026

وروستي خبرونه

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist