Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

زابل کې د میرویس خان نیکه د پلار کلا  د ورانېدو له ګواښ سره مخ ده

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/05/08

د زابل شينکۍ ولسوالۍ کې د ميرويس خان نيکه د پلار”ښالم خان کلا “چي د اټکل له مخې دوې پېړۍ وړاندې له کاره لوېدلې او وروسته طبعي افاتو او په دغه ودانۍ کې د شته کسانو اختلافاتو دغه لرغونې ودانۍ د ورانېدو له ګواښ سره مخ کړې.

محمد عمر د زابل ولايت د شينکۍ ولسوالۍ اوسېدونکی ځان او کورنۍ د ښالم خان لمسیانو ته منسوبوي، د ده په خبره کورنۍ یې له پیړیو راهيسې په دې کلا کې اوستېدلې؛ خو د تېر جمهوري نظام پر مهال د دولت په سپارښتنه په دې موخه بل ځای ته وکوچېدل چې د یادې کلا د بیا جوړېدو چارې پیل شي .

 عمر وايي: « موږ دلته د ښالم خان چې د میرویس نیکه پلار دی له وخت راهیسې پاتې یو او دغه برج د هماغه وخته راپاتې پخوانی برج دی. د تېر حکومت پر مهال اشرف غني اعلان وکړ چې موږ د ښالم خان کلا جوړوو، په دې کې ډېرې کورنۍ پرتې وې، دولت ورته وویل موږ د دې پیسې درکوو، دا کلا خالي کړئ؛ نو له همدې امله بیا کورنۍ ګډه شولې.»

د شينکۍ ولسوالۍ یو شمیر نور اوسېدونکي بیا په دې باور دي که چېرې د دغې تاریخي ابدې پاتې رغنيزې چاري بشپړه نه شي، ښایي راتلونکې طبعي پېښي او بارانونه د دغې کلا هغه برخې هم بېرته اغېزمنې کړي، چې دوه کاله وړاندې رغېدلې وې .

د زابل اوسېدونکی سردارجان وايي: « دا د میرویس نیکه د پلار ښالم خان کلا وه، له هماغه وخته پاتې وه، بیا د ده اولاده ډېرېده ډېرېده کلی ترې جوړ شو، کلا چې تنګه شوه؛ نو شاوخوا ووتل.»

د زابل یو بل اوسېدونکی اخترمحمد وايي: « دې کلا ته سېلانیان راځي ګوري یې، لکه تاسې چې راغلي یاست، دغسې نور کسان هم راځي او ګوري یي.»

د زابل اوسېدونکي ولي خان وايي: « د دې کلا ناوې خرابې شوې، کله چې باران وشي نو دا نړېږي، باید دې ته پاملرنه وشي او پاتې چارې یې بشپړې شي، ځکه دستي د حکومت له لوري یې کار ځنډول شوی دی.»

د زابل د اطلاعاتو او کلتور مشر مولوي رحمت الله حماد په دې اړه د دوامدارو هڅو خبر ورکوي او وایي، اميد شته چې ډېر ژر به د یادې کلا ۳۵ سلنه رغنيزې چاري هم بشپړه شي .

حماد تمه ښي، چې د مرکز په همکارۍ به د دغې لرغونې کلا رغنیزې چاري راپیل کړي .

هغه زیاتوي: « موږ په باربار هڅه کړې چې د ښالم خان کلا رغنیزې چارې پای ته ورسېږي او دا پروژه خلاصه شي، له دې وروسته به هم هڅه کوو چې د ولایت په کچه او د مرکز کابل په کچه خپلې هڅې وکړو او د کلا کار پای ته ورسوو، هیله لرو چې په نږدې وخت کې د دې پروژې کار پای ته ورسېږي او د ښالم خان کلا په اساسي ډول ورغول شي.»

د یادولو وړ ده، چې په ۱۳۹۸ کال کې د تېر جمهوري نظام د اطلاعاتو او کلتور وزارت له خوا د ښالم خان کلا د بیا جوړولو چارې عملًا په ۲۲ میلیونه افغانۍ د دوه کالونو په موده کې«يوه ساختماني شرکت» ته په قرارداد ورکړل شوې؛ خو د تېر نظام تر سقوط پورې د ښالم خان کلا کارونه پنځه شپېته ۶۵سلنه بشپړه او ۳۵ سلنه باقي پاتې شول.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د سلطان محمدخان طلايي مقبره له منځه تللو په حال کې ده
فرهنگ او هنر

د سلطان محمدخان طلايي مقبره له منځه تللو په حال کې ده

جون 1, 2026
ننګرهار کې د لیکوالو ملاتړ په موخه د کتابونو ملي نندارتون جوړېږي
فرهنگ او هنر

ننګرهار کې د لیکوالو ملاتړ په موخه د کتابونو ملي نندارتون جوړېږي

مې 20, 2026
د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

مې 7, 2026
د هرات جامع جومات د پارک بیارغولو چارې بشپړې شوې
فرهنگ او هنر

د هرات لوی جامع جومات بیارغنیزې چاری ۷۰ سلنه بشپړې شوې

اپریل 21, 2026
افغان لاسي صنایع د نړیوال کېدو په لور: هراتي تسبېح د نړۍ په بازارونو کې ښه ځای لري
فرهنگ او هنر

کندهار کې د تسبېح جوړولو صنعت شهرت، ستونزې او غوښتنې

اپریل 9, 2026
هرات کې د فرهنګي ډېپلوماسۍ په نوم درې ورځنی نندارتون جوړ شو
فرهنگ او هنر

هرات کې د فرهنګي ډېپلوماسۍ په نوم درې ورځنی نندارتون جوړ شو

اپریل 6, 2026

وروستي خبرونه

د بلوچستان خلک:  د پاکستان حکومت د افغان اربکیان زموږ له سیمو وباسي

د بلوچستان خلک:  د پاکستان حکومت د افغان اربکیان زموږ له سیمو وباسي

جون 22, 2026
د ټرمپ څرګندونو ته د مېلوني غبرګون: زه او ایټالیا هېچا ته زارۍ نه کوو

د ټرمپ څرګندونو ته د مېلوني غبرګون: زه او ایټالیا هېچا ته زارۍ نه کوو

جون 22, 2026
برادر: د افغان – قزاق اقتصادی همکاریو لارې نقشه باید ژر نهايي او عملي شي

برادر: د افغان – قزاق اقتصادی همکاریو لارې نقشه باید ژر نهايي او عملي شي

جون 22, 2026
قزاقستان د افغانستان او پاکستان ترمنځ منځګړیتوب ته چمتوالی اعلان کړ

قزاقستان د افغانستان او پاکستان ترمنځ منځګړیتوب ته چمتوالی اعلان کړ

جون 22, 2026
عزیزي: د افغانستان او قزاقستان د اقتصادي اړیکو پراختیا عملیاتي لړۍ پیلېږي

عزیزي: د افغانستان او قزاقستان د اقتصادي اړیکو پراختیا عملیاتي لړۍ پیلېږي

جون 22, 2026
ننګرهار: له ښوونځیو تازه فارغ شوي زده کوونکي د لوړو زده کړو لا زیات فرصتونه غواړي

ننګرهار: له ښوونځیو تازه فارغ شوي د لوړو زده کړو لا زیات فرصتونه غواړي

جون 19, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist