Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي

روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/02/05

د عامې روغتيا وزارت په همغږۍ د یوه خصوصي روغتون له لوري د صدري جراحۍ په برخه کې نړیوال کنفرانس جوړ شو او په کې د جراحۍ څانګې بهرنيو متخصصانو هم ګډون درلود.

په دې کنفرانس کې ډېر تمرکز د روغتيا سکټور پر پیاوړتيا و، خو د جراح ډاکټرانو اتحاديې ځينې ستونزې د دې سکټور پر وړاندې جدي ننګونې یادې کړې.

دا ټولنه خبرداری ورکوي چې په هېواد کې د نجونو پر تعليم او تحصيل د محدوديت دوام له امله په راتلونکي کې د ښځينه جراحانو له جدي کمښت سره د روغتيا سکټور مخ کېدونکی دی.

د جراح ډاکټرانو اتحاديې ریيس بسم الله شیوامل وايي: « باید ووایم چې یوازې موږ نه شو کولی دغه کار یوازې په نارینه ډاکټرانو ترسره کړو. زه د یوه عمر خوړلي جراح په توګه فکر کوم چې زموږ په هېواد او ټوله نړۍ کې د ښځینه جراحانو له ګډون پرته د جراحۍ عملیات ناشوني دي. زه وېره لرم چې راتلونکو څو کالو کې په دې اړه له فاجعې سره مخ نه شو؛ حاکمیت باید په دې اړه جدي پرېکړه وکړي.»

ځينې نور ډاکټران د روغتيا سکټور د ودې او پياوړتيا په موخه په دې سکټور کې د ځينو ستونزو د حل غوښتنه کوي.

د جراح ډاکټرانو اتحاديې مرستیال کوهمند وايي: « له بده مرغه موږ د روغتیا په برخه کې د هغو کسانو په توګه چې تر ټولو لوړې زده کړې لرو او دا زده کړې موږ هم د دې خلکو په پیسو کړې دي، خو ډېر پرمختګ مو نه دی کړی.»

خو عامې روغتیا وزارت بیا وايي، روغتیا سکټور په تېر کې ګڼې ستونزې درلودې او د اسلامي امارت په راتګ سره ډېری دا ستونزې حل شوې هم دي. د دې وزارت مسوولان زیاتوي، د پاتې ستونزو د حل لپاره يې هم په کابل او نورو ټولو ولايتونو کې هڅې پيل کړې د ي.

د عامې روغتیا وزارت د خصوصي سکټور د همغږۍ ریيس احمد خندان وايي: « موږ یوازې په کابل کې د خصوصي سکټور اړوند ۴۸ داسې روغتونونه لرو چې له ۵۰ تر ۱۰۰ بسترونو ظرفیت لري. دا چې دغو روغتونونو خپلو چارو ته پراختیا ورکړې، له دې ښکاري چې پر دوی د خلکو باور زیات شوی.»

بله خوا، بهرني ډاکټران هم ډاډ ورکوي چې د افغانستان روغتيا سکټور په وده کې به همکاري کوي او د دې ترڅنګ زياتوي چې افغان ډاکټرانو ته د وېزو ورکولو ستونزې د حل په صورت کې به افغان ډاکټران د روزنې لپاره بهر ته ور وبولي.

هسپانوي جراح ډاکټر دیاګو ګونزالیز ریواس وايي: « موږ له افغان ډاکټرانو سره هر ډول مرستې ته چمتو یو.که چېرې د ویزو ستونزه حل شي، زه به افغان ډاکټران هسپانيې ته دعوت کړم او هلته به عملي زده‌کړې ورکړو.»

د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، د روغتيا سکټور پياوړتيا په موخه له ځينو ادارو سره هوکړې هم شوې او په دې لړ کې له برېښنا شرکت سره موافقې ته رسېدلي چې روغتونونو ته يو کيلواټ برېښنا د ۱۲ افغانيو په ځای په ۶ افغانۍ ورکړي. د يادو معلوماتو له مخې، په کم لګښت د ناروغانو ښې درملنې په موخه پر خصوصي روغتونو ماليه هم کمه شوې.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي
روغتیا

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
کندهار کې د ماشومانو د خوارځواکۍ کچه ۳۰ سلنه لوړه شوې
روغتیا

کندهار کې د ماشومانو د خوارځواکۍ کچه ۳۰ سلنه لوړه شوې

سپتمبر 3, 2026
د روغتیا نړیوال سازمان افغانستان او پاکستان کې د ګوزڼ د ۱۶ تازه پېښو خبر ورکړی
روغتیا

د روغتیا نړیوال سازمان افغانستان او پاکستان کې د ګوزڼ د ۱۶ تازه پېښو خبر ورکړی

اگست 27, 2026
کندهار کې پر خوار ځواکۍ د اخته ماشوانو شمېر زيات شوی
روغتیا

یونیسف: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان په شدیدې خوارځواکۍ اخته دي

اگست 26, 2026
هرات کې د سرې میاشتې روغتون  له زرو زیاتو رواني ناروغانو کوربه دی
روغتیا

هرات کې د سرې میاشتې روغتون له زرو زیاتو رواني ناروغانو کوربه دی

اگست 18, 2026
خوست کې پنځوس بستریز روغتون ګټه اخستنې ته وسپارل شو
روغتیا

خوست کې پنځوس بستریز روغتون ګټه اخستنې ته وسپارل شو

اگست 18, 2026

وروستي خبرونه

د حکومت ویاند: لاریونونه مو ځکه بند کړي چې په اسلامي قانون کې ځای نه لري

مجاهد: پاکستاني چارواکي دې د خپلو ناکامیو پټولو لپاره افغانستان نه تورنوي

اکتوبر 13, 2026
د پاکستان مرکزي حکومت خیبرپښتونخوا کې بېړنۍ حالت  اعلان کړ

د پاکستان مرکزي حکومت خیبرپښتونخوا کې بېړنۍ حالت  اعلان کړ

اکتوبر 12, 2026
ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist