د افغاني صادراتو ډېرېدل، د هېواد د عوایدو زیاتېدل، د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانیو ثبات ساتل او د ځینو زېربنایي پروژو پرانیستل او پیل کېدل په ۲۰۲۴ زېږدیز کال د سرپرست حکومت له لاسته راوړنو او اقتصادي ودې شمېرل کېږي.
تېر زېږدیز کال د سوداګرۍ د پراختیا په موخه د سرپرستې کابینې غړیو او لوړ پوړو چارواکو ترکیې، قطر، چین، ایران، روسیې، قزاقستان، ازبېکستان او ترکمنستان ته سفرونه وکړل او د دغو هېوادونو استازي هم د هوکړه لیکونو او ګډو پروژو د تطبیق لپاره افغانستان ته راغلل.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي وايي: « له نورو مسوولینو سره هم چې موږ خبرې وکړې، نظر یې دا و چې د پانګه اچونې برخه باید په افغانستان کې مهم رول ولوبوي. د افغانستان سوداګري زموږ لپاره ډېر اهمیت لري او دا ډېره مهمه ده چې صادرات ولرو. موږ په دې اړه ډېر ټینګار درلود چې د افغانستان صادرات په ډېره اسانه، عادي او کم لګښت د روسیې بازارانو ته ورسېږي.»
له دې ټولو سره سره، د ملګرو ملتونو موندنې ښيي چې په دې کال هم افغانستان کې د بېوزلۍ او بې کارۍ کچه لوړه وه او څه باندې ۲۳ میلیونه تنه بشري مرستو ته اړتیا لري.
په ۲۰۲۴ زېږدیز کال په افغانستان کې د ځینو لویو زیر بنايي پروژو کار پیل شو چې په بشپړېدو سره به یې افغانستان د کرنیزو محصولاتو له درکه پر ځان بسیا شي.
په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین وايي: « همدارنګه په لویو اقتصادي پروژو کار روان دی. که نړیوال اقتصادي بندیزونه نه وای، لا ډېرې پروژې به پيل شوې او ډېرو خلکو ته به د کار زمینه برابره شوې وای. ښه دا ده چې ملګري ملتونه له اسلامي امارت سره د مثبت تعامل له لارې د اوسنیو ستونزو د حل هڅه وکړي.»
همدارنګه، له کلونو ځنډ وروسته د لوګر مس عینک پروژې عملي چارې د اسلامي امارت او چین د لوړپوړو چارواکو په حضور کې پيل شوې او مسوولینو قراردادي شرکت مکلف یاد کړ چې له قرارداد سره سم به چارې مخته وړي.
له دې سره، د قوشتېپې کانال یوه له هغو ملي پروژو څخه ده چې تېر زېږدیز کال کې یې د دویم فاز او سربند جوړولو چارې تر ډېره مخکې لاړې.
د ملي پراختیا شرکت ویاند نبي الله ارغندیوال وايي: « د قوشتېپې کانال د دویم فاز چارې ۸۱ سلنه بشپړې شوې دي او چارې یې د پرمختللو ماشینونو او چټکې کاري ډلې له لوري روانې دي. د سربند چارې هم ۶۷ سلنه بشپړ شوې او ټول کارونه یې له نړیوالو معیارونو سره سم پر مخ روان دي.»
په ۲۰۲۴ زېږدیز کال یوه بله مهمه پروژه هم پرانیستل شوه. د ټاپي ګازو نل لیکې پروژې د چارو پیل کېدو په مراسمو کې د اسلامي امارت رییس الوزرا ډاډ وښود چې د ټاپي پروژې د چارو عملي پیل سره به د افغانستان او ترکمنستان دوه اړخیزې اړیکې لا پیاوړې شي.
د اسلامي امارت رییس الوزرا ملا محمد حسن اخند وویل: « دا د ترکمنستان د ملي رهبر، ولسمشر او نورو مسوولینو د ښه نیت او عاقلانه سیاست ښکاروندویي کوي چې دوی له ګاونډیو هېوادونو او په ځانګړې توګه له افغانستان سره ښه ګاونډیتوب لري.»
سره له دې چې ملګرو ملتونو په ۲۰۲۴ کال په هېواد کې د بېوزلۍ ګراف ډېر لوړ ښودلی؛ خو اسلامي امارت وايي، د افغانستان اقتصادي ودې لپاره یې سترې پروژې پیل کړې دي.
د اقتصاد وزارت مسوولین وايي، په روان لمریز کال کې لږ تر لږه د ۳۵۵ پراختیايي پروژو کار پيل شوی چې ۵۴ سلنه یې زیربنايي برخو ته ځانګړې شوې او د ځینو کارونه بشپړ شوی هم دي.
د اقتصاد وزارت ویاند حبیب ا لله حبیب وايي: « د روان کال په اوږدو کې ۱۸۲ نوې او ۱۵۷ انتقالي پراختیايي پروژې له کورنیو عوایدو چې د افغانستان اسلامي امارت له پراختیايي بودیجې تمویل کېږي، د عامه هوساینې او اقتصادي ودې لپاره ځانګړې شوې. د دغو پراختیايي پروژو بودیجه ډېری برخه زیربنايي او پراختیايي پروژو ته ځانګړې شوې ده. د دغو پراختیايي پروژو له کوډونو شاوخوا ۲۶۸ یې په مرکز او ۸۲۴ یې چې فرعي پروژې بلل کېږي، د انډولیزې ودې په پام کې نیولو سره به د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې پلې شي.»
د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت وايي: « په اقتصادي برخه کې هم ګڼې او لویې پروژې پيل شوې دي. د قشقري د نفتو استخراج او پراختیا، د ټاپي پروژې د کار عملي پیل او د افغانستان خاورې ته داخلېدل، د بهرنیو پانګونو جذب هغه ستر اقتصادي پرمختګونه دي چې په تېر کال کې ترسره شوې دي.»
همدارنګه، بهر کې د افغانستان پرتې پانګې هم هېواد ته اقتصادي ګټه کړې.
د افغانستان د اماني صندوق یوه غړي شاه محمد محرابي ویلي، دغه صندوق تر اوسه څه باندې ۳۰۰ میلیونه ډالره ګټه کړې.
محرابي د دې صندوق د جوړولو موخه د ۳.۸ میلیارد ډالرو ساتنه او پالنه ګڼي.
هغه زیاته کړې: « د افغانستان اماني صندوق د امانتدار او لارښوونکي په توګه، زما رول دا دی چې د دغو پیسو د هر ډول ګټې سربېره چې له درکه یې ترلاسه کېږي، ساتنه وکړم او دا ډاډ تر لاسه کړم چې د مالي ثبات د ساتلو له اصلي موخو سره سمې کارول کیږي.»
په ۲۰۲۴ کال د افغانستان د محصولاتو لپاره د بازار موندنې په موخه په کوردننه او بهر کې ستر نندارتونونه هم جوړ شول او اسلامي امارت ادعا کوي چې له دې لارې یې افغانستان ته پانګونه جذب کړې ده.
خو د ۲۰۲۱ کال په اګست کې له سیاسي بدلون وروسته د امریکا او اروپا په بانکونو کې د هېواد څه باندې ۹ میلیارد ډالره شتمني کنګل شوې او تراوسه نه ده خوشې شوې.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په دې اړه وايي: « په اقتصادي لحاظ افغانستان کې لویې پروژې پيل شوې دي. کومې پروژې چې مخکې نیمه کاره پاتې وې، د هغو کارونه بېرته پيل شوي او دا لویه خبره ده. د معادنو په برخه کې لوی ګامونه اخیستل شوې او لویې پانګونې شوې؛ د مثال په توګه، د آمو دریا د نفتو سرمایه ګذاري او استخراج یې چې اوس روان دی، د هرات د غوریان اوسپنې کان استخراج، د مس عینک د کار پيل هغه لویې پروژې دي چې ورسره به د خلکو ژوند تغییر شي. ځینې نورې پروژې هم شته، لکه د ټاپي پروژه، کاسا زر پروژه، د افغان ټرانس پروژه او یو شمېر نورې وړې پروژې چې په پلي کېدو سره به یې افغانستان کې لوی اقتصادي تحول راشي.»
د ۲۰۲۴ کال یوه بله اقتصادي لاسته راوړنه د نویو بانک نوټونو چاپ و. سرپرست حکومت په لومړي ځل د افغانیو نوي بانک نوټونه چاپ کړل.
د افغانستان بانک ویاند حسبیب الله نوري وايي: « په روان ۱۴۰۳ لمریز کال کې تر دې مهاله څه باندې ۳ میلیارده، ۳۶۳ میلیونه افغانیو په ارزښت مندرس بانک نوټونه راټول شوي او له ګردښت ایستل شوې دي. دغه بانک نوټونه د یوه معلوم طرز العمل له مخې راټولېږي او له ګردښت څخه ایستل کېږي او په بدل کې یې نوي بانک نوټونه د معقولو سیاستونو په پام کې نیولو سره د بازار اړتیا ته په کتو، بازار ته تزریق کېږي.»
اقتصاد وزارت خبرداری ورکړی چې د ټولو هغو بهرنیو او نا دولتي موسسو کاري جوازونه لغو کوي چې د ښځینه کارکوونکو د کار بندیز پریکړه عملي نه کړي.
د دې وزارت ویاند ویلي، د یوې نوې تعقیبي اعلامیې په خپرولو سره داخلي او بهرنیو نا دولتي موسسو ته لارښوونه شوې چې د ښځینه کارکوونکو د کار بندیدو پریکړه باید په کلکه عملي کړي.
د نوموړي په خبره، د دې امر د نه تطبیق په صورت کې به د سرغړونکو موسسو ټول فعالیتونه وځنډول شي او جوازونه به یې لغو کړي.
نړیوال بانک بانک هم تېر زېږدیز کال د افغانستان اقتصادي وده مني خو وايي، سره له دې چې د افغانستان اقتصاد په منځنۍ کچه وده کړې، خو لا هم د مالي محدودیتونو، سوداګریز نا انډول او د عمومي پانګونو د محدودو ظرفیتونو په ګډون، له ګڼو جدي ننګونو سره مخ دی.
د دغه بانک په راپور کې راغلي، د کورني ناخالص تولید د منځنۍ ودې کچه ۲.۷ سلنه ده، خو بیا هم په یاد راپور کې دغه وده ډاډمنه نه ده بلل شوې.
راپور زیاتوي، په ۲۰۲۱ زېږیز کال کابل، کندهار، هلمند او زابل ولایتونه تر ډېره پر بهرنیو مرستو تکیه وو او د ۲۰۲۰ کال پر تله یې ډېر لږ اقتصادي فعالیتونه درلودل.